افغانستان

د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي غونډه ترسره شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو قراردادونو د څېړنې ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرۍ لاندې د وزارتونو د معینانو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې په هلمند کې د کجکي بند او په دایکنډي کې د سوختک بند پروژې چې د اوبو او انرژۍ وزارت پورې اړوند دي او د کلیو پراختیا وزارت د یو شمېر پروژو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول شول. د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *