
افغانستان
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: تېـر کــال مو 430 شخــړې حــل کــړې
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې تېر کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ ۴۳۰ لویې او وړې شخړې حل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند حمدالله فطرت وايي، چې دغه وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هڅو او د ولایتونو د سیمه ییزو چارواکو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګریتوب ۱۳۰ لویې شخړې او ۳۰۰ وړې شخړې حل شوې، چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
فطرت زیاتوي، چې په دغو شخړو کې تر ټولو لویه شخړه په نورستان ولایت کې وه، چې شاوخوا ۹۱ کاله یې دوام کړی و.
د نوموړي په وینا، دغه وزارت هڅه کوي، چې د ولسونو ترمنځ ستونزې هوارې او دغه راز د اسلامي امارت او ولس ترمنځ اړیکي ټینګې کړي.