افغانستان

د سرطان روغتون جوړېدو په اړه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د افغانستان د کرکټ مليلوبډلې له غړي محمد نبي عيسی خېل سره وکتل.
په دغه کتنه کې، چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون درلود، د سرطان ناروغۍ روغتون په اړه خبرې اترې وشوې.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د محمد نبي عيسی خېل د اخلاص او احساس قدردانی وکړه، چې د تخنيکي ټيمونو له ناستو او پایلې وروسته به د یاد روغتون د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *