افغانستان

د «سرګي شویګو» څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزیر «سرګي شیویګو» د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې افغانستان منځنۍ اسیا ته له ټولو ستر خطر دی، ویلي چې د روسیې د حکومت دغه معلومات جعلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ویلي چې دغه جعلي معلومات د ځینو هېوادونو له خوا د استخباراتي چینلونو له لارې ورکول کېږي چې ناسم دي. د نوموړي په خبره، افغانستان اوس امن دی، ثبات لري او نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه دی. اسلامي امارت تر دې وړاندې هم ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي او اوسنی حکومت د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *