تاریخ او جغرافیهلیکنې

د سلطان نور الدین زنګي(رح) له سیرت څخه درې درسونه

سلطان نور الدین زنګي رح له خپل عادت سره سم یوه ورځ نبوي احاديثو ته غوږ دی چې دغه حديث يې واورېده(( رسولﷺ به توره شاته اچوله))نو په حيرانتيا سره يې وويل: رسولﷺ خو توره شاته اچوله او زموږ پوځیان خو يې مخې طرف ته اچوي! په دې سبا چې ګوري، خپله نور الدین زنګي او نورو ټولو پوځيانو تورې شاته اچولې دي؛ ترڅو د رسولﷺ په سنت عمل وشي.
له شهادت سره يې زياته مينه درلوده؛ یو ملګري ترې يوه ورځ په دعا کې دغه الفاظ واورېدل (( ای الله! ما په محشر کې د څارويو له ګیډو او د مرغانو له سینو څخه را وپاڅوه)) يوه ورځ قطب الدین نيشاپوري رح ورته وويل: زموږ سلطانه! که ته شهید شوې؛ ستا ټول ملګري به ووژل شي، ښارونه به اشغال شي او په مسلمانانو کې به فساد رامنځته شي! نور الدین زنګي رح ور غبرګه کړه: چپ شه قطب الدینه! ستا خبره له الله تعالی سره بې ادبي ده، تر ما وړاندې دین او ښارونه چا ساته؟! په دې خبره سره ناستو ټولو کسانو وژړل.مېرمنې یې ورته يوه ورځ استازی ولېږل او په مالي مصرف کې د څه زيادت غوښتنه يې ترې وکړه؛ سلطان چې د مېرمنې پيغام واورېده؛ رنګ يې بدل شو او ويې ويل: زه يې ورته له کومه پيدا کړم، آيا په خپل مال بسنه نه شي کولای؟! والله! زه خو د هغې د غوښتنې له امله ځان جهنم ته نه شم غورځولای، که هغه دا ګمان لري چې زما په لاس کې مالونه زما شخصي ملکيت دی؛ نو دا په دې ګمان کې ډېره خطا ده، دا مالونه خو د مسلمانانو دي، زه يې صرف خزانه دار یم، د دوی د ګټو لپاره مقرر دي، زه خو د هغوی په مالونو کې خیانت نه شم کولای. په حمص ښار کې زما درې شخصي دکانونه دي، هغه مې هغې ته هبه کړي دي. نورالدین زنګي رح په داسې حال کې چې د وخت سلطان و، خو په بيت المال کې د ډېر احتياط له امله د شام له بې وزلو کسانو څخه شمېرل کېده. د سلطان نور الدین زنګي رح له سيرته موږ ته درې درسونه په لاس راغلل: لومړی د اسلامي شريعت کامله پابندي او په سنتو عمل، دوهم د شهادت آرزو او له دنیوي خواهشاتو کرکه او درېيم له بيت المال سره احتیاط. په دې هیله چې موجوده اسلامي حکومتونه د پخوانیو اسلامي حکومتونو پر پله روان شي؛ تر څو پر مټ یې اسلام سر لوړی شي او د مسلمانانو مړې هیلې را ژوندۍ شي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *