مقالی اوتبصرې

د سلواغې ٢٦مه او زموږ مسؤليتونه !

دا يقيني خبره ده چې د دلوې ۲۶ مه د مجاهدينو د اتلولۍ او افغانانو د برياليتوب ورځ ده او د باطل پر وړاندې د حق د اوچتولو څرک دی.په دې ورځ کې د مسلمانو شهيدانو وينو، د مجاهدينو ستړياوو او د افغانانو کړاوونو رنګ راوړ او د وخت زبرځواک شوروي يې د غريبو افغانانو پر وړاندې په ګونډو کړ.د دلوې ۲۶ مه هغه تاريخ جوړوونکې ورځ ده چې افغانانو د نړۍ په کچه د دوهمې لويې امپراطورۍ د ماتولو ريکارډ په همدې ورځ خپل کړ او د وخت قطبي شوروي يې له ګران افغانستانه وشاړه.
زموږ مسؤليتونه:
۱ – موږ بايد يواځې د دې ورځې په لمانځلو او په دې ورځ کې په رخصتۍ کولو بسنه ونه کړو بلکې دا ورځ له ټولو اړخونو سره د خپلو راتلونکو نسلونو په فکرونو کې له ګڼو لارو څخه ژوندۍ وساتو تر څو هغوی هم د خپلو نيکونو پر قدمونو پښې کېږدي او د هر يرغلګر پر وړاندې د خپلو نيکونو په څېر ودرېږي.
٢ – د دې ورځې ټولې ظاهري او باطني برياوې وپېژنو او د ساتنې کوښښ يې وکړو؛ په دې ورځ کې نه يوازې په فزيکي ډول روسان له افغانستانه وشړل شول بلکې د روسانو پلويانو خلقيانو او پرچميانو ته هم د خطر زنګ او د دوی د منحوسې غلامۍ واکمنۍ د پای پيل و،ځکه نو موږ بايد خپل ولس د روسي او کمونيستي فزيکي او فکري اشغال په خطرونو خبر کړو او د ولس هر وګړي ته د دوی پر وړاندې د مبارزې هر اړخيزه انګېزه ورکړو.
٣– دا معلومه خبره ده چې روسانو له ځانه سره کفري فکر هم راوړی و،تر څو زموږ مسلمان ولس ته يې تزريق کړي او د کمونېزم تر سیوري لاندې يې د ارتداد لوري ته يوسي خو الحمدلله خپلې دې موخې ته و نه رسېدل.
زموږ افغانان بايد په دې خپل سر خلاص کړي چې د روسانو وتل او د روسي فکر ختمول او هېواد ورڅخه پاکول د هر افغان دنده وه ځکه نو موږ بايد د ټولو هغه فکرونو او باورونو په وړاندې مبارزه وکړو چې د هېواد خپلواکۍ، مسلمانۍ، رښتيني آبادۍ او ايماني ترقۍ لپاره ممکنه او بالقوه خطر وي او په فکري او سياسي ډګر کې داسې اصلاحات راولو چې له هېواد څخه مو د فکري او سياسي انحراف ټغر په پوره توګه ټول شي.
٤ – دا يقيني خبره ده چې د روسانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د وطن او دين ساتنې لپاره وه ځکه نو موږ ته دا لازمه ده چې د وطن او دين ساتنه مو هر وخت په لومړيتوبونو کې وي او په ټولو هېوادوالو کې د وطن دوستۍ او دين دوستۍ روحيه پيدا کړو تر څو زموږ هر وګړی د دين په چوکاټ کې هم وطن وساتي او هم يې جوړ کړي.
٥ – که څه هم د روسانو وتل د افغانانو لپاره لويه نيکمرغي وه خو له بده مرغه چې د هغوی له وتلو وروسته د ځينو قدرت طلبو لخوا د جهاد آرمانونه له خاورو سره خاورې شول او جهادي موخې د قدرت او چوکۍ په نېشه شا ته وغورځېدې ځکه نو هېواد د قدرت په جزيرو و وېشل شو او هر چېرې خپل منځي جګړې پيل شوې چې په نتيجه کې د روسانو له وتلو وروسته اسلامي نظام هم جوړ نه شو او هېوادوالو هم د آرامۍ ساه وا نه خيستله خو الحمدلله د طالبانو د اسلامي تحريک راتګ د خپل منځي جګړو او احتمالي تجزيې آفتونه له افغانستانه ورک کړل او د اسلامي نظام په جوړولو سره يې د مسلمانو افغانانو د هيلو غوټۍ ګل کېدلو ته نژدې کړې؛ موږ ټول افغانان بايد له تېرو حالاتو څخه پوره عبرت واخلو او بيا ځلې داسې شرايطو ته زمينه برابره نه کړو.
۶ – زما نظر دا دی چې د هېواد په تاريخ کې بايد د انګرېزانو، روسانو او امريکايانو د بريدونو ورځې په سور قلم وليکل شي او تورې ورځې وبلل شي خو د دوی ټولو د وتلو ورځې بيا په زرغون قلم وليکل شي او سپينې ورځې وبلل شي.
۷ – اوس چې الحمدلله په هېواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی ټول افغانان يې پر وړاندي دا مسئوليت لري چې د دې اسلامي نظام سمبالول د ځان دنده وبولي، ساتنه يې د راتلونکې لپاره د ځان ايماني وظيفه وبولي او په عمل کې دا خبره ثابته کړي چې همدغه نظام زموږ د درېو واړو جهادي مبارزو ثمره او نتيجه ده په هېڅ صورت کې يې له لاسه نه ورکوو.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *