مقالی اوتبصرې

د سلواغې ۲۶ هغه ورځ چې سره پکې خړ شول!

 لیکونکی: الحاج غلام‌جیلاني (حق‌پرست)
کله چې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې پهٔ ۷ نېټه د خلق او پرچم کمونست بانډونه د یوې خونړۍ کودتا پهٔ پایله کې واک ته ورسېدل، نو ددې پرځای چې د هېواد اقتصاد،ادارې، اردو، ملکي چارو او د هېواد پرمختګ ته ملاوتړي، د هېواد ړنګولو، هېوادوالو نیولو، تړلو، شړلو او وژلو ته يې کار ووایهٔ؛ تر هر څه وړاندې يې له دین او اهل دین سره بربنډه دښمني پیل کړه، په سلګونو زره دیني علماء، مشایخ، ملي او قومي مخور شخصیتونه، فني او مسلکي کدرونه يې اسیران او په شهادت ورسول؛ او په میلیونونو هېوادوال يې د خپل کور کلي او هېواد پرېښودلو او هجرت کولو ته اړ کړل.
خو کمونیزم ته د چوپړ او له اسلام سره د دښمني په سیالي کې ددوی لنډ مهالې یارانې هم ډېر ژر اور واخیست دوی که څه هم په څرګنده خپل بانډیستان نوک او وورۍ بلل خو پهٔ واقعیت کې چاړه او غوښه ول او ډېر ژر يې له یو بل سره دښمني ډاګیزه شوه، په پایله کې د کارغل په شمول د پرچم بانډ مهمې څېرې له مرکزي قدرت څخه لرې او بهرنیو هېوادونو ته د سفیرانو په حيث ولېږل شول، دوی هم زیاترو يې په بهر کې د افغانستان د سفارتونو شتمنۍ لوټ او د پخواني شوروي لمنې ته پنا یووړه.
د خلق او پرچم ترمنځ پر اختلاف سربیره د خلق په بانډ کې هم مخالفتونو او تربګنیو سر را پورته کړ، چې په نتیجه کې يې امین ډېر ژر لاس په کار شو، د تره‌کي پر خوله يې بالښت ورکېښود او ځان يې دده له شره بې غمه کړ.
د خلق او پرچم ډلګیو ترمنځ دښمني او تربګني، چې کمونیزم ته د چوپړ په پار يې لهٔ یو بل سره د دوو بنو په څېر سیالي کوله، له یوې خوا او د الحاد او اشتراکیت په خلاف په ټول هېواد کې د خپلو دیني علماو تر رهبري لاندې د ولس وسله وال قیام او جهادي عملیات له بلې خوا ددې باعث شول، چې روسان و‌ویرېږي، هسې نه چې د پورتنیو یادو مواردو له کبله په افغانستان کې د کمونیزم لپاره د دوی شیندل شوی تخم له منځه ولاړ شي، د دوی د کلونو کلونو سرمایه ګذاري اوبه یوسي؛ او د هند سمندر ګرمو اوبو او د فارس خلیج سیمې د طبیعي منابعو په تېره بیا د تورې طلا د لاس ته راوړلو پخوانی خوب یې بې تعبیره پاتې شې. ‌نو د ۱۳۵۸ هـ ش کال د مرغومې د میاشتې په ۶ نېټه یې د ځمکې او هوا له لارې په افغانستان باندې یرغل وکړ. د پلا زمینې کابل په شمول یې د هېواد لوېشت لوېشت ځمکه تر اور لاندې ونیوله، د وخت تش په نوم ولسمشر حفیظ الله امین یې په خپل استوګنځي کې وواژه، خپل یو بل غلام (ببرک کارمل) یې د بیواکه واک پرګدۍ کينا وه، د هیواد په ټولو مهمو ولایتونو کې یې خپلې قواوې ځای پر ځای کړې.
هو! روسانو د خپلو لاسپوڅو ( افغاني کمونستانو) په مرسته افغانستان ونیو، دا چې وروسته څه وشول د روسي اشغال او یرغل په وړاندې افغانانو څه ډول غبرګون وښود، دا به وروسته وګورو تر هغې وړاندې باید د داخلي کمونستانو سادګي، غباوت، د روسانو په هکله تر حد زیاتې خوش باوري او حماقت په هکله یواځې د دوو ټکو یادونه وکړو.
لمړی دا چې د جدي له ۶ نېټې وړاندې روسانو د افغانستان د اشغال لپاره خپل پلان بشپړ کړی وو. په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې یې د KGB روزل شوي جاسوسان د مشاورینو په نوم ځای پر ځای کړي وو. خپلې درنې او مډرنې وسلې یې افغانستان ته رسولې وې، خو د کابل په فضأ کې به چې روسي میګ الوتکو الوتنې کولې نو افغاني کمونستانو به په ډېر ویاړ سره ویل چې: (افغانستان د وارسا تړون له غړو هېوادونو څخه وروسته لمړنی هېواد دی، چې دغه ډول مډرنې او مجهزې الوتکې لري) خو په دې نه پوهېدل چې د افغانستان په فضا کې د دغو روسي الوتکو الوتنه له ځان سره د دوی ( کمونستانو) د مرګ پیغام لري او تر هر چا وړاندې به د دوی خونې او حکومت ړنګوي. دوهم : د هغه وخت د مطبوعاتو د لیکنو لهٔ مخې چې کله روسانو د حفیظ الله امین په مقر باندې حمله وکړه، او ډزې پیل شوې نو حفیظ الله امین چې د روسانو له یوې بلې تلکې ( تسمم) څخه روغ وتلي وو.
د ډزو په اورېدلو سره په داسې حال کې چې سېروم یې په لاس کې وو، دهلیز ته راووت؛ پوښتنه یې وکړه، چې دا ډزې د څه شي دي؟ ګاردانو یې ورته وویل چې په مونږ باندې حمله شوې ده، حفیظ الله امین ورته وویل چې شوروي دوستانو ته خبر ورکړئ له هغو څخه مرسته وغواړئ.
ساتونکو یې ورته وویل چې خو حمله شورویانو را باندې کړې ده، امین خورا خپه او دیوال ته کېناست لږ شېبه وروسته شوروي عسکر دهلیز ته ورننوتل، الحاد، اشتراکیت او شوروي دوستانو ته د خوش خدمتي له امله یې خپلې ګولۍ د وروستي مکافات په توګه د امین په سینه کې سړې کړې؛ او په دې ډول امین هم لکه چې وایي ( د پاړوګر مرګ د مار له لاسه وي) د هماغو شوروي دوستانو په لاس خپل بد برخلیک ته ورسېده. هو! روسانو پر افغانستان باندې یرغل وکړ، پر افغانانو یې هر ډول وژونکې وسلې وآزمویلې یو نیم میلیون افغانان یې شهیدان په سلګونو زره انسانان یې معیوب، اسیر او په میلیونونو یې هجرت ته اړ کړل.
پر افغانستان باندې د پخواني شوروي یرغل ټوله نړۍ ولړزوله، په ټوله نړۍ کې د ( نفسي نفسي) وضع حاکمه وه.
ټوله سیمه او نړۍ د ځان په ویر اخته وه، د سیمې او نړۍ هېوادونو د دوهم نړیوال ابر قدرت یعنې امریکا سترګو او خولې ته کتل، خو د امریکا غبرګون هم ډېر عجیب وو، ویل یې: موږ به روسانو ته اجازه ورنکړو چې د افغانستان له خاورې د باندې پښې وغځوي، یعنې دا چې افغانستان خو مو د خولې ګوله ده، مونږ څه نه پکې وایو؛ خو له افغانستان څخه د باندې د اشغال د پړي اوږدولو او جال خورولو اجازه نه ورکوو. لنډه دا چې په ټول جهان باندې د وېرې فضا حاکمه وه، دوی په دې باور وو، چې شوروي کوم هېواد ونیسي هغه خو د تل لپاره د شوروي امپراطوري د قلمرو برخه ګرځي. خو دا اشغال به تر افغانستان پورې محدود نشي بلکه نورې نړۍ ته به هم وغځېږي، بلې خواته د افغانستان مجاهد ملت وو، چې د خپل دین ، هېواد، او استقلال د ساتنې په لاره کې یې هر ډول ستونزو( شهادت، اسارت، معیوبیت او هجرت ته ) خپله غېږه پرانستې وه، خپل جهادي عملیات یې د روسانو په مقابل کې لا زیات منظم، منسجم او ګړندي کړل، پر روسانو باندې یې د افغانستان ځمکه سره تبۍ کړه، د هغوی ټول پلانونه يې شنډ او خوبونه یې معکوس ثابت کړل.
هو! روسان په افغانستان کې تر نهه کاله اشغال، له ۱۵ زرو څخه تر شلو زرو عسکرو له لاسه ورکولو، درې سوه سرتیرو تر تري‌تم کېدو له شلو تر دېرشو زرو عسکرو تر معیوبېدو، د سلګونو چورلکو او الوتکو نسکورېدو، زرګونو نظامي وسائطو او ټانګونو له منځه تلو او شپیته میلیارده امریکایي ډالرو معادل اقتصادي زیانونو تر زغملو وروسته دې ته اړشول چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.
بیا هغه وو، چې سترګو هغه څه ولیدل او غوږونو هغه څه واورېدل چې چا يې اټکل هم نه کاوو.
او هغه ورځ راورسېده چې سور مخي، خړمخي او تور‌مخي شول. هغه دا وو، چې د ۱۳۶۷ هـ ش کال د سلواغې میاشتې په ۲۶ نېټه وروستی روسي عسکر په افغانستان کې د روسي قواوو قوماندان( جنرال ګروموف) د آمو سیند پورې غاړې د پخواني شوروي امپراطوري خاورې ته په تېښته بریالی شو. چې دا د شوروي کمونیستي امپراطوري په ۷۰ کلن تاریخ کې لمړی ځل وو چې د سره پوځ په تنډه د رسوا ماتې تور داغ ولګېدهٔ او نړیوالو یې ننداره کوله.
هو! روسان تر څه زیات نهه کاله اشغال وروسته له افغانستان څخه وتښتېدل، افغانستان یې وران او ویجاړ کړ، خو په نتیجه کې دوی هم ښه ورځ ونه لیده، نه یواځې دا چې افغانستان یې له لاسه ووت بلکه د افغانانو د اتلوال مقاومت څخه په الهام اخیستو د پخواني شوروي د مستعمرو خلک هم ددوی په خلاف راپاڅېدل، یو په بل پسې يې د شوروي له استعماري امپراطوري څخه د بېلېدو او خپلواکي اعلانونه وکړل؛ او په نتیجه کې يې دغه پراخه امپراطوري ۱۵ ټوټې شوه او ور سره د کمونیزم پوچه او له خدای ج څخه د انکار مفکوره هم په ابدي مرګ محکومه او پخپله زانګو کې تر چړې تېره شوه.
هو! لکه چې ومو ویل د پخوانې شوروي سور پوځ په افغانستان کې مات او عصري، جنګي ماشین یې فلج شو.
افغانستان خو یې ونه نیولای شوای، خو خپله امپراطوری یې ړنګه او د تل لپاره له منځه ولاړه.
نړیوالو یو ډېره غېر متراقبه پېښه یا په نورو ټکو کې د شلمې میلادي پیړۍ معجزه د سر په سترګو ولیده.
که د دغه تیري او اشغال او افغان مجاهدینو وسله وال برحق جهاد وارزوو؛ نو لاندې پایلې ته رسیږو.
1-د جګړې ګټل یواځې په مادي او بشري ځواک پورې منحصر نه دي؛ بلکه ددې لپاره یوې پر حق ولاړې ایډیالوژي او کلک هوډ ته اړتیا ده، یا په لنډو ټکو کې جګړه د مادیت نه؛ بلکه د معنویت په زور ګټل کېږي.
2-د نړۍ هیڅ بشري ځواک ماتې نه منونکی نه دی، بلکه د برحقې مبارزې په مقابل کې حتماً ماتې خوري.
3-هغه څوک چې د پردیو سره لاس یو او د خپل کور،کلي، هېواد، استقلال دیني مقدساتو او ملي ویاړونو پر سر معامله ورسره کوي؛ نو د بادار د ماتې او بریا په دواړو صورتونو کې دوی په اصطلاح د پیپسي د بوتل له برخلیک سره مخ او په ډېران غورځول کېږي.
4-خپلواکي په سوال، زاریو، لاریونونو، پرلتونو، پر امن جدو جهدو(!) او عدم تشدد(!) سره هیڅکله نه ترلاسه کېږي؛ بلکه دا کار قیام، وسله، وینه او قرباني غواړي.
5-که هر څوک د افغانستان د نیولو او د افغانانو د اېلولو خیال لري، نو مونږ ورته وایو چې له مقدوني سکندر، چنګېز، انګرېز، صفویانو، روسانو، ناټو او امریکایانو څخه دې درس واخلي او د امپراطوریو په هدیره کې دې ځان ته قبر نه لټوي. د هغوی د خپل ځان خیر او مصلحت په دې کې دی، چې د افغانانو له احساساتو سره دې لوبې نه کوي، دا ولس لوږه، تنده، بې کوري او مرګ مني خو بلواکي ته په هېڅ بیه غاړه نه ږدي.
دا ولس پر خپل دین، خاوره او خپلواکي مین ولس دی. او د خپلواکي، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د دفاع په لاره کې د نړۍ د بل هر ملت په پرتله په مراتبو زیاته تجربه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *