افغانستان

د سمنګانو د احصائیې او معلوماتو ریاست، ۱۸ میلیونه عواید زیات شوي

د سمنګانو د احصائيې او معلوماتو رياست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله د دې رياست عوايد يو نيم برابره زيات شوي دي.
د سمنګانو د احصائیې او معلوماتو رییس حبیب الرحمن وقاص د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ریاست عواید په ۱۴۰۱ کال کې ۲۳ میلیونه ۲۰۴ زره ۹۷۸ افغانۍ وو چې په ۱۴۰۲ کال کې راټول شوي عواید ۴۱ میلیونه ۱۰۶ زره ۵۰۱ افغانۍ و چې دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۱۷ میلیونه ۹۰۱ زره ۵۲۳ افغانۍ زیاتوالی ښیي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغې ادارې د عوایدو د زیاتوالي لامل د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانیتاوو برابرول، د برېښنايي پېژندپاڼو چټک چاپ او د پېژندپاڼو د بیولوړوالی بللی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *