لیکنېمقالی اوتبصرې

د سنبلې ۹مه، د نړۍ د ابر ځواک پرېوتی کیف

د شلمې پېړۍ لمر د غروب په حال کې و، نړۍ ته يې د منځ کيسې د تجربو، درسونو او عبرتونو په توګه پاتې کېدلې، د دې پېړۍ په لومړۍ نيمايۍ کې يوه کیسه د افغانانو پر پاکه خاوره د انګرېزانو ظالمانه يرغل و، چې بيا د افغانانو د سپېڅلې جهاد او مقاومت په پايله کې مات شوي او له دې پاکې خاورې ټيټي سترګې تښتېدلي وو. دوهمه کیسه د دې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې د افغانانو پر پاکه خاوره د روسانو ظالمانه يرغل و، د دې يرغل په وړاندې هم افغانان پټه خوله پاتې شوي نه وو، بلکې د سپېڅلي جهاد او مقاومت پايله کې يې د سرو لښکرو قطار هم دړې وړې کړی و، نړۍ يې د يوې اوږدې مودې لپاره د هغوی له شره خلاصه کړې وه. د شلمې پېړۍ دې کيسو يويشتمې پېړۍ ته يو څرګند پيغام ورکړ، چې د افغانانو پاکه خاوره لاندې کول د هېڅ ابر ځواک کار نه دی، چې هر څومره ستر قوت او ابر ځواک وي، پر افغانستان يرغل به يې داسې ويلي کړي، لکه موم چې اور ته ويلي کېږي.

انګرېزان او سرې لښکرې هر يو په خپل وخت کې د نړۍ ابر ځواک و، خو هر يوه يې په افغانستان کې داسې ماتې خوړلې ، چې تر اوسه يې مازغه په کرار نه دي، تر اوسه يې د افغانانو خړ پړ کورونه تر سترګو ګرځي، تر اوسه يې د افغانانو د تورو او ټوپکو اوازونه په غوږو کې انګازې کوي، او تر اوسه د ويرې احساس کوي. خو د يويشتمې پيړۍ پيل د امريکا او ملګرو څخه شلمه پېړۍ هېره کړه، د هغوی په اند د پېړۍ په اوښتلو سره هر څه اوښتي دي، په ستر قدرت او ابر ځواک کيدلو سره د کبر، غرور او غټباز په يوه داسې سيند لاهو شول، چې د شلمې پېړۍ کيسې ورته خيالي نکلونه ښکارېدل.

د ابر ځواک کېدلو دومره ليوني کړل، چې پرته له دې چې یا د افغانانو تېر تاريخ مطالعه کړي، یا واقعاً خپل راتلونکی په افغانستان کې تر نظر تېر کړي؛ پر افغانستان يې د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو پر خلاف پوځي ظالمانه يرغل وکړ، د نړۍ ټوله جنګي ټکنالوژي يې افغانستان ته راوړه. په افغانستان کې يې د ظلم، وحشت او بربریت يوه داسې توره شپه وغوړول، چې هر لور ته يې خلک وهل، ټکول، بنديانول او شهيدانول، آن ماشومان، ښځې او سپينږېري هم ترې په امان نه وو، کورونه، جماعتونه، ودونه، او جنازې يې بمبار کړې، د شپې يې پر کورنو چاپې ووهلې، څوک يې ووژل او څوک يې د زندان د تورو تمبو ترشا وغورځول. افغانانو هم د خپلو نيکونو او پلرونو په څېر د امريکایانو او د هغوی د ملګرو په وړاندې جهاد او مقاومت پيل کړ، د امريکايانو په وړاندې د افغانانو جهاد او مقاومت د سهار د لمر په څېر په ټول افغانستان کې خپله شغلې ورو ورو خپرولې، د افغانستان ساره او اوږده په ډير لنډ وخت کې د جهاد او مقاومت لمر رڼا کړل. افغانانو په تش لاس د امريکانو او د هغوی د ملګرو په وړاندې داسې مقاومت ته ملا وتړه، چې ټوله ټکنالوژي يې ور فلج کړه، په ډول ډول جنګي تکتيکونو کې يې راګير کړل، ورځ تر بلې يې په وړاندې د بريدونو او حملو ګراف لوړ روان و، افغانان د هېڅ ډول فشار تر تاثېر لاندې نه راتلل، جګړه ييزو پلانونو يې امريکايان او د هغوی ملګرې د ليونتوب تر حده رسولي و، ټوله نړې د افغانانو او د نړۍ د ابر ځواک ترمنځ دې د ماديت له اړخه غير متناسب معرکې ته هک حيران پاتې وه.

امريکايان او د هغوی ملګري هم د افغانانو د پرېکنده جهاد او مقاومت په پايله کې دې ته اړ شول، چې د انګرېزانو او روسانو پر پلونو پل کېږدي، او افغانستان د خپلې شرمه ډکې ماتې وروسته پرېږدي، بالاخره دوه کاله وړاندې د سنبلې مياشتې پر ۹مه يې خپل وروستی عسکر د خپل بيرغ سره الوتکې ته وخوت د تل لپاره لاړ، او دغه پاکه خاوره يې له ناپاک وجود څخه پاکه شوه. دا چې امريکايان او د هغوی ملګري يو ابر ځواک و، خو بيا يې هم افغانستان خپل د شرمه ډکې ماتې په پايله کې پرېښی دی، نو کيف او حالت يې ډېر پريوتی دی، ناکراري او اضطراب يې ورځ تر بلې زياتېږي، ځکه ميدان بایلل هم اسانه نه دي، ميدان بايلل خورا زور غواړي، د ميدان څخه تيښته انسان ليونی کوي، د انسان پر مازغو داسې خپسکه پرېوځي، چې له يوه پلوه د کښته کيدلو اراده نه لري، او له بل پلوه انسان د تل لپاره د اضطراب او ناکرارۍ په سيند لاهو کوي، د امريکايانو او د هغوی د ملګرو پر مازغو همدغه د ماتې او تېښتي خپسکه پرته ده، اوس ځکه لکه اوبو اخیستی ځګ ته لاسونه غورځوي، له يوه او بل ادرسه پر افغانانو بې مانا فشارونو اچوي، د خپل تحت اثر سازمانونو له لارې د راپورونو په نامه ډول ډول درواغ، پروپاګند او بې اساسه اوازې خپروي. د امريکايي ښکيلاکګرو د اشغال د خاتمې ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.

مولوي کريم الله کامران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *