مقالی اوتبصرې

د سوریې جګړه او د تجزیې نقشه !

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد ویلي چې د خلکو په مرسته به د سوریې په ختیځ کې د امریکې اشغالګرۍ ته د پای ټکی کېږدو- له دغو څرګندونو سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له امریکې غوښتي چې د سوریې په ختیځ کې د وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي او زیاته یې کړه چې که دغه ملاتړونه ونه درول شي، دا به په راتلونکو کې د نویو ناحوالو سبب شي.
سوریه له څلورو او آن له شپږو لورو د بېلابېلو استخباراتي نقشو په خوله کې راغلی هېواد دی،چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې زړه بوګنوونکې پېښې رامنځته شوې او ګڼ شمېر خلک یې په لرو او برو هېوادونو کې تیت او پرک شوي او نن سبا د نړۍ په لویو مهاجرت ته اړ شوو هېوادونو کې شمېرل کېږي.
په لومړي سر کې خو امریکا غوښتل له «تروریسم» سره د مبارزې تر عنوان لاندې د سوریې د دموکراتو کرلانو له جبهې په ملاتړ د «آزاد کردستان» د تشکیل تر شعار لاندې له یوې خوا جګړو ته زور ورکړي او بلخوا هم که د سوریې حکومت د دغه هېواد د مخالفو کردانو په مرسته چې د بشار اسد له حکومت سره قومي او مذهبي توکمونه پالي، راونه پرڅون شو او د صدام حسین او ډګروال قذافي په پرخلیک ګرفتار نه کړای شو، نو په دویم قدم کې به د دغه هېواد له کردي ګوندونو په ملاتړ د دغه هېواد د تجزيې پروسه پرمخ بیایي او په دې به په سیمه کې د یو بل اسرائیل د جوړلو ښه او بست وکړي.د سوریې جګړه له ۲۰۱۱ کال راهیسې دوام لري او په دغه جګړه کې لکه چې ورته نغوته وشوه له هر سوري مداخلې دوام لري او امریکا هم له ۲۰۱۴ کال راهیسې د بشار اسد د حکومت له مخالفو ګوندونو او پرګنو په ملاتړ مستقیماً په دغه جګړه کې مورچلې لري او اصلي هدف یې همدا و چې د بشاراسد حکومت هم نسکورشي، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال چې روسانو له پخواني ضعف څخه لږ څه ژوندي شوي وو، د بشاراسد د حکومت په رسمي غوښتنه او د ایران په وساطت د بشاراسد د حکومت په ملاتړ په سوریه کې پوځي هډه پرانستله او د بشاراسد د حکومت د مخالفو ګروپونو پر ضديې جګړه پیل کړه.
په دغه بهیر کې ترکیې هم د سوریې په ختیځو سیمو کې د کردانو پرضد وخت ناوخت جګړې کولې او لاتر اوسه هم دوام لري.
کله چې امریکایان او غربیان د بشاراسد د حکومت له نسکورېدلو ناهیلی شول، نو د کردانو دموکراتیک جبهې په مرسته یې د آزاد کردسان ډنډورې پورته کړې او یو تقلبي ریفرنډم یې هم پر لاره واچاوه او پایلې یې هم مثبت اعلان کړې، یعنې چې د سوریې کردان نه غواړي چې له سوریې سره په یوه او واحده جغرافیه کې ګډ ژوند وکړي او غواړي چې د آزاد کردستان په نامه نوی هېواد جوړ کړي.
د آزاد کردستان سناریو !
د عثماني ترکیې له تجزیې وروسته چې په سیمه کې تر۵۰ نوي هېوادونه راوټوکېدل، په دغه نقشه کې د سیمې کردان په څلورو هېوادونو کې ووېشل او تیت او پرک کړای شول او دغه مسئله د ایران، ترکیې، سوریې او عراق ترمنځ لوی سرخوږی جوړ شوی او وخت ناوخت په مرزي سیمو کې دغه هېوادونه او کردان سره لاس او ګرېوان وي.
د کردانو د وېش اصلي انګېزه!
کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي د صلیبي جګړو په منځ کې د اسلام د لښکر د په سرکې ځای ونیو او له صلیبیانو یې بیت المقدس بېرته وینو، صلیبيان او ټول اروپايي هيوادونه يې هک پک کړل او په دې لټه کې شول چې د هغه لښکر د دغه شهکار او تاریخي خوځښت اوبریا اصلي لاملونه پيدا کړي او په څېړنو یې پیل وکړ او د دغو ټولنپوهنیزه څېړنو پوهنونکې يې وموندل چې دغه فاتح مجاهد او د مسلمانو سر لښکر د عراق دکردستان دګرد قوم ته منسوب دی او د هغه د لښکر ډېر کسان د همدغه باتور ، زړور او غیرتي قوم کسان و او دوی په خپلو کې سخت بې کچې انتظام او وحدت لري او له یوې خوا د اسلام مقدس دین او بلخوا هم د ژوند په چاروکې د هغوی ملي وحدت دواړه د دې سبب شول چې د ۵۸۳ هجری کال درجب میاشتې په ۲۷ مه په بشپړه بریا سره د خپلو لښکرو په مجاهدت سره بېرته صلیبيان له بیت المقدس څخه وشړي اوغاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
له همدغه ځايه صلیبيانو د دغه لوی او باتور مجاهد قوم د ټوټه کولو او بې برخلیک کولو هڅه پیل کړ ترڅو په دې توګه د هغوی ملي وحدت چې د صلیبيانو سترګو خارو له منځه یوسي او د راتلونکې لپاره يې په سیمه کې د استعماري هڅو او نیواک لاره پرانیستل شي. په دې ترتیب يې دغه د استعماري هڅو او نیواک لاره پرانیستل شي. په دې ترتیب يې دغه مجاهد قوم د سیمو په څلور هيوادونو ( ایران ،عراق ، سوریه، ترکیه)کې ټوټه او تیت پرک کړل او ترننه همداسې تیت او پرک دي ،خو نن سب امریکايي استعمار بیا د غربي دموکراتو کردانو په وسیله بیا د سیمې د څلورو هيوادونو د تجزيې لپاره نقشه جوړه کړې ، نو د آزاد کردستان دنډورې غږ دي او د همدغې نقشې د پلي کولو لپاره هم د سوريې د دموکراتو کردانو د جبهې ملاتړ کوي، ترڅو د هغوی په راټولو سره د نوموړو هيوادونو په منځ کې ( چې ټول له امريکا اوغربي هيوادونو سره جوړنه دي او د هغوی دګواښ لپاره په سیمه کې د غربیانو پوځي هډې هم جوړې کړي دي) یو ضعیف اوځان پورې تړلی هيواد ( آزاد کردستان) جوړ کړي اوطبیعي خبره ده چې ددغې جغرافيې مشري به هم د دموکراتو کردانو په واک کې وی او هغوی به تل د غربیانو دلاس د وسیلې په توګه په سیمه کې هرډول سیاسي اواقتصادي پرازیټ خپروي او دا به په سیمه کې د دویم اسراییل رول لوبوي او دا یوه لویه خطرناکه نقشه ده ، ځکه د دغې نقشې په پلې کېدلو سره د څلورو واړو یاد شوو هيوادونو د یوې برخې د تجریې خطر هم شته ،ځکه کردان د دغو هېوادونو په سرحدي سیموکې پراته دي. که څه هم چې اوس د دغې نقشې د جوړېدو مهم عناصر له منځه تللي، خو بیا هم په سیمه کې اوضاع دغربیانو په نفع وچورلېږي د پلي کېدلو هڅې به یې هرومرو له سره پیل کېږي.

روان دولتزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *