نړۍ

د سوډان پوځ مشر د افريقايي ټولنې مرسته رد کړه

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان وايي؛ دوی د سوډان د نږدې پنځه میاشتنۍ شخړې د حل لپاره افریقايي ټولنې ته اړتیا نه لري.نوموړي پرون شنبه دا څرګندونې داسې وخت کړي؛ چي په دغه هېواد کي د وروستیو شخړو د مړو شمېر له ۷۰۰۰ زیات شوی دی.د سوډان او افریقايي ټولنې ترمنځ کړکيچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد؛ چي د دې ټولنې د کمېسیون مشر؛ موسی فکي محمد تېره اوونۍ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه وو له یوه سیاسي سلاکار سره وکتل؛ دې مسئلې د برهان د حکومت سخت عکس العمل وپاراوه.د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د اپرېل میاشتې له نیمايي جګړه روانه ده؛ چي د مړو شمېر په کي ۷۵۰۰ ته رسېدلی
دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *