لیکنېمقالی اوتبصرې

‏د سوډان کړکېچ؛ کورني لاملونه او بهرنۍ توطئې لومړۍ برخه

کال ۲۰۱۹م کې چې کله د عمر البشیر په حکومت کودتا وشوه، د سوډان د نظامي مشرتابه او انقلابیانو تر منځ په دې توافق وشو چې یو نوی حکومت جوړ کړي. دې حکومت ته دوی انتقالي حکومت نوم ورکړ چې باید په ۲۰۲۳م کې انتخابات وکړي او بیا د انتخاباتو له لارې جوړ شوی حکومت د سوډان چارې پر مخ یوسي.
د دغه انتقالي حکومت مشر ډاکتر عبدالله حمدوک انتخاب شو چې ډېر وخت یې په نړیوالو ادارو کې کار کړی ړ او د لبرالې ډیموکراسۍ ښه کلک پلوی دی. دی د ډاکټر اشرف غني په شان په خپل اقتصادي‌ علم کې د غرب د رسنیو په وسیله سوډان کې ډېر تشهیر شوی ؤ.
شرط دا ؤ چې داسې څوک باید د انتقالي حکومت مشري وکړي چې د کوم سیاسي حزب غړی نه وي. حمدوک دې کار لپاره ښه انتخاب ؤ.
انتقالي مرحله کې حکومت ته درې لوی مسؤلیتونه ورکړل شوي ؤ؛
» سوډان له اقتصادي بحران څخه ویستل
» په سالمه توګه د انتقالي حکومت دوره پای ته رسول
او
» عامو ټاکنو ته لاره خلاصول
د حمدوک په سر د حکومت یوه بله شورا هم جوړه شوې وه. دا شورا د بشیر د وخت د سوډان له ملي اردو او «چټک ملاتړ ځواک» څخه جوړه وه د اردو مشر جنرال عبدالفتاح البرهان رهبري کوله. د برهان په اړه دا مشهوره ده چې په ۲۰۱۹م کې د بشیر پر ضد کودتا هم ده له بشیر سره د هغه په مشوره کړې وه. دا خبره وروسته په څو مواردو کې ثابته هم شوه چې برهان غواړي که چېرته په سوډان کې انتخابي حکومت جوړېږي باید د بشیر له ډلې داسې څوک اوسي چې د ده په خوښه وي.
نن چې د «چټک ملاتړ ځواک» مشر حمیدتي دا خبره کوي چې سوډان کې دوی د اسلامپالي په وړاندې جګړه کوي اصلي لامل یې همدا دی چې برهان غواړي د انتخاباتو له لارې په سوډان کې داسې حکومت جوړ نشي چې د بشیر لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.
له کومې ورځ چې د حمدوک حکومت پيل شو د اقتصاد په برخه کې سوډان نور هم خراب طرف ته روان شو، منځ کې کرونا هم ډېر وځپه، مشکلات لا ډېر شول. د انتقالي مرحلې لومړی برخه چې اقتصاد پورې تړلې وه په ښه توګه مدیریت نشوه. حمدوک د حکومت په قضاضیې، اجرائیې او مقننې کې ریفورمونه پیل کړل.‌ د قضایې برخه کې مشکل دا شو چې د حسن البشیر پخواني خلک لاړل او نوي‌ خلک راوستل شول. پوځ ته د دې خطر شو چې که حکومت لاس پورته کړي،‌ کولی شي د دوی پخوانۍ کیسه راوسپړي‌ او په دې وسیله د پوځ د رول کمولو هدف ته ورسېږي. دا هغه نکته وه چې پوځ هېڅکله نه غوښتله.
د سوډان پوځ په خپل منځ کې هم مشکلات سره لرل خو دا نکته د پوځ د ټولې مشرتابې شریکه وه چې که چېرته انتقالي حکومت او یا آینده کې د انتخاباتو د لارې راتلونکی حکومت قوي شي د دوی آینده خطر کې ده.
پوځ لاس په کار شو چې حکومت د فشار لاندې ونیسي. اول یې خلک راپورته کړل چې حکومت نشي‌ کولای اقتصادي مشکلات حل کړي‌،. غوښتنه دا وشوه چې واک باید پوځ ته انتقال شي. کال ۲۰۲۱م کې لویې مظاهرې وشوې.‌ دا فشار روان ؤ چې د پوځ مشر عبدالفتاح برهان او د “چټک ملاتړ ځواک” مشر حمیدتي به شریکه کودتا وکړه او انتقالي حکومت ته یې د پای ټکی کېښود.
جنرال خپله شوری او انتقالي حکومت لغو، ځان یې د سوډان مشر او حمیدتي یې معاون اعلان کړ. وعده یې وکړه چې دی به خپله په ۲۰۲۳م کې عامو ټاکنو ته لار برابروي او واک به یو انتخابي حکومت ته سپاري.
د برهان فکر دا ؤ چې تر څو د چټک ملاتړ ځواک یو لک ملېشه به ملي پوځ کې ضم نه شي د سوډان مشکل ته حل نشي پیدا کېدلای خو دا ډېر ستونزمن کار ؤ ځکه د چټک ځواک ټول قدرت د دوی بېل او مستقل هویت ؤ. دا هویت له کال ۲۰۰۳ څخه د «چټک ملاتړ ځواک» د جنجاوېد له ملېشې څخه اخستی ؤ چې په دارفر کې یې د باغیانو په وړاندې د پوځ ملا تړلې وه. دوی کال ۲۰۱۳ کې په چټک ملاتړ پوځ او وروسته په ۲۰۱۷م کې د یو قانون په اساس د سوډان د اردو رسمي خو مستقله برخه شوه. د بشیر ښايي لویه تېروتنه همدا وه چې خپل ملي پوځ ته یې په لوی لاس موازي قوت (چټک ملاتړ ځواک) مشروع کړ چې اوس د سوډان د مشرۍ ادعا لري. دا چې اوس برهان غواړي چې دغه موازي پوځ په ملي پوځ کې ضم کړي‌، حمیدتي او جنرالان یې ډار لري چې دوی به خپل هویت او قدرت له لاسه ورکړي. حمیدتي نه غواړي جې دا ضم دې په داسې شرط وشي چې د ټول پوځ مشرتابه د ده په لاس کې نه وي. بل اړخ ته د ملي پوځ او سوډان مشر جنرال برهان هېڅکله نه غواړي چې دا کار وشي. هغه غواړي حمیدتي له بښو وغورځوي تر څو دا موازي قدرت له منځه ولاړ شي.
د همدې نکتې (قدرت په سر جګړې) له امله سوډان د یوې خطرناکې کورنۍ جګړې ښکار دی چې ښايي ژر پای ونه مومي. جګړې تل همداسې له داخلي فکتورونه څخه پېلېږي خو د سیمې او نړۍ قدرتونه د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره بیا له داسې معضلو استفاده کوي او هماغه وي چې بیا د دې جګړو ګټل او ختمول ناممکن وي.
دا لیکنه د سوډان د روان کړکېچ دا خلي ډاینامکس او ابعاد دي. راتلونکې لیکنو کې د سوډان په معضله کې د سیمې او نړۍ د قدرتونو په رول او د سوډان په مسئله کې د ستراتیژیکو محاسبو په باب بحث کوم، ان شاء‌ الله. پای

 عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *