مقالی اوتبصرې

د سپټمبر يوولسمه پر افغانستان د يرغل لپاره دسيسه وه

پنځمه برخه    -   ابوالیاس جهادوال

ځمکنۍ جګړه:

د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر له اوومې څخه بيا د نومبر تر دوولسمې پورې امريکايي ځواکونو يوازې په هوايي او کروز توغنديزو بريدونو اکتفاء کوله چې د بيخ‌ بنسټيزو تأسيساتو له ويجاړۍ او ملکي تلفاتو پرته يې د امريکا په ګټه کومه محسوسه پايله نه ‌درلوده، ځکه چې د اسلامي امارت اړوندو ځواکونو سربېره د خيبر پښتونخوا په‌ شمول د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ځينې تازه دمه جنګيالي هم د جګړو په ليکو کې شامل شوي وو او د جهاد او شهادت په جذبه يې سخت مقاومت کاوه. له همدې امله د شمالي ټلوالې په ‌شمول د امريکا له ‌خوا ټول کرايه شوي جګړه‌ماران د هغوی په ماتې ورکولو کې پاتې راغلل او د څلورو اوونيو سختو او پرله‌ پسې بمباريو  د کابل شمال، تخار او دره‌صوف ولسوالۍ د جګړې لومړيو کرښو کې هېڅ کوم د پام ‌وړ بدلون رانه ‌ووست. دې چارې په امريکايي مطبوعاتو کې هم يو لړ ګونګسې خپرې کړې،چې د غربي ټلوالې له ناکامۍ څخه يې حکايت کاوو. نيويارک ټايمز ورځپاڼې د اکتوبر په وروستۍ نېټه د ګر آر ډبليو يو څېړنيزه مقاله خپره کړه،چې په‌کې پوښتل شوي وو« آيا افغانستان يو بل ويټنام کېدای شي؟»

له همدې امله امريکايي ځواکونو د جګړه‌ييز پلان په بياکتنې سره  ټول قوت پر يوې نکتې متمرکز  کړ او د بلخ مرکز مزارشريف ښار د نيولو تابيا يې وکړه. د «بوش په جګړه کې» او نورو امريکايي مستنداتو پر بنسټ، امريکايي ځواکونو د بلخ په سويل او د سمنګان دره صوف ولسواليو کې د مجاهدينو سنګرونو باندې د جګړې نړيوالو قوانينو خلاف حتی پنځلس زره پونډه وزن‌لروونکي ډيزي کټر بمونه او کيمياوي وسلې استعمال کړې. دغو کيمياوي وسلو يو ډول زهرجن ګاز خپرول چې په تنفس سره يې سږي التهابي کېدل. له همدې امله د جګړې په سيمه کې ډېر داسې شهيدان وليدل شول چې ټپ به يې نه ‌درلوده او له خولې او پوزې به يې وينې بهيدلې وې.

په دې توګه ګډو ځواکونو د جګړې لومړيو کرښو په ماتولو سره د نوامبر په نهمه پر مزار شريف ښار بريد وکړ او دغه ښار يې تر خپلې ولکې لاندې راووست. په دې توګه مجاهدينو د مشرتابه له لارښوونې سره سم شمال او  ختيځ ولايتونه يو په بل پسې پرېښودل او کندز ولايت ته راټول شول،خو د بامیان په سقوط سره له مرکز سره د دغو ځواکونو اړيکه پرې شوه او په بشپړه محاصره کې پاتې شول.

دغه محاصره ځواکونه چې مشري د دفاع وزارت اوسني مرستيال ښاغلي ملافضل محمد مظلوم کوله، هوډ درلود چې تر پایه به مقاومت کوي او د تسليمۍ اراده يې نه ‌وه خو دا چې د دښمن ټول تمرکز پر هوايي بريدونو و  او په دې حالت کې د هغوی مقاومت له تلفاتو پرته  دښمن ته هېڅ زيان نه‌شوای رسولای، نو د هغه مهال د سترې محکمې رييس مولوي نورمحمد ثاقب، جهد عالم مولوي عبدالعلي ديوبندي او مولوي سدوزی آغا صاحب په ترکيب د علماوو يو پلاوي د فتوا او د مشرتابه د هدايت پر بنسټ د دغو ځواکونو د ژغورلو او خلاصون هڅې پيل شوې. په دې ترڅ کې له دوستم، عطاء محمد نور او محقق سره هوکړه وشوه،چې د وسلو او موټرو په بدل کې به مجاهدينو ته لاره ورکوي او حتی تر هرات پورې به يې په خپلو موټرو کې رسوي،خو هغوی پر خپلې ژمنې وفا ونه‌کړه، مشران يې امريکايانو ته وسپارل او نور مجاهدين يې څه په قلعه جنګي کې په شهادت ورسول او څه نور يې په بندو کانتينرونو کې د شبرغان محبس ته ولېږدول چې په لاره کې يې ډېر شمېر په عمدي توګه شهیدان کړل.  د مزار شريف له سقوط وروسته کرزی يو ځل بيا د امريکايي ځانګړو ځواکونو «ايکو» ګروپ او د سي آی اې مامورانو په ملتيا افغانستان ته راغی او په ارزګان کې ميشتیدو سره يې د کورنيو ملېشو يو څلور سوه کسيز ګروپ په ځان راټول کړ،چې د امريکا هوايي ځواک يې په منظمه توګه ملتيا او همکاري کوله.

له دې سره هممهاله د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۲ مه د اسلامي امارت مجاهدين د هېواد له پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه هم په‌ شا شول. له هغه وروسته کندهار هم له جګړې پرته پرېښودل شو او د مشرتابه په‌شمول ډېری مشرانو د مقاومت د بيا احياء په موخه د څه مودې لپاره د هېواد په لرې پرتو سيمو کې ځانونه ځای پرځای کړل.

که څه هم په لومړيو کې باور داسې و،چې  اسلامي امارت په بشپړ ډول ماتې خوړلې او د بيا سر راپورته کولو توان به ونه ‌لري خو مشرتابه د مجاهدينو دغه شاته تګ ځکه موجه باله چې په ثابتو مرکزونو کې مقاومت له درنو تلفاتو پرته بله ګټه نه ‌درلوده او په دې توګه يې څه موده ځانونه د دښمن له سترګو پناه کړل څو په نوې بڼه او تاکتيک سره چريکي جګړې ته چمتووالی ونيسي،ځکه چې د امريکايانو د وروستيو شمېرو پر بنسټ د يرغل د پيل په لومړيو کې پر مجاهدينو ۱۸ زره بمونه استعمال شوي وو چې لس زره يې رهبري شوي کمپيوټري وو او په ترڅ کې له ۸ تر ۱۲ زرو پورې مجاهدين شهیدان شول خو د دغو شمېرو کره‌والی نه‌دی ثابت شوی.

په دې بمباريو کې د ملکي تلفاتو کچه هم زړه بوږنوونکې وه، د بي بي سي نړیوال سرویس د ۲۰۰۲ م کال جنورۍ په ۳ مه  د هغو ملکي افغانانو شمېر چې د ۲۰۰۱ م کال  د اکتوبر له ۷ څخه نيولې د ډسمبر تر ۷ نیټې پورې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کې شهيدان شوي وو،  ۳۸۰۰ تنه وښوده،چې دغه شمېره د سپټمبر د يوولسمې پېښې له قربانيانو څخه لوړه وه. دغه ارقام د امریکا د نیو همشایر پوهنتون پروفیسور مارک هیرالد په‌خپل څیړنیز رپورټ کې راټول کړي وو.

همدا لامل و، چې امريکايانو دغه جګړه بريالۍ وګڼله او ولسمشر بوش د ۲۰۰۲ م کال په جون مياشت کې په‌ خپله يوه ټلويزيوني وينا کې په مغرورانه انداز سره وويل: « زموږ پوځيانو، قرارداديانو او زړورو افغان جګړه‌مارو د طالبانو حکومت نسکور کړ او موږ په کمو امکاناتو دغه جګړه وګټله».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button