روغتیالیکنې

د سګرت او نورو دخانیاتو کـارونه د انسان روغتــیا زیانموي

په نړۍ کې د هر انسان لپاره له هرڅه نه غوره شتمني روغتیا ده، ځکه هر شخص د بشپړې روغتیا او سلامتیا په درلودلو سره کولی شي د رب العالمین د رښتیني عبادت د ادا کولو ترڅنګ، خپلې ورځنۍ چارې هم په ښه توګه پر مخ یوسي او په دې ډول د ځان، د خپلې کورنۍ او په ټولیزه توګه هېواد او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي، نو ځکه هر انسان ته ښایي چې د خپلې روغتیا او سلامتیا په ساتنه کې ډېر هوښیار، ځیرک او هڅانده و اوسي، پردې اساس په هره ټولنه کې د نورو لاملونو ترڅنګ سګرت څکول هم هغه عمل دی چې ځینې و ګړي (نارینه، ښځې، ځوانان …) پرې اخته یا روږدي دي، سګرت،چې له تنباکو جوړ شوی محصول دی، نو همدغه د سګرت څکول د دوی روغتیا او سلامتیا ګواښي او د ژوند په بهیر کې دوی له ډول ډول روغتیایي ستونزو سره مخامخوي، څېړنو ښودلې ، هغه ځوانان چې سګرت څکوي او یا هم د دوی میندو د امېدوارۍ په دوران کې سګرت څکولي د اورېدلو د ستونزو امکان او همدارنګه په ښه توګه د نورو کسانو په خبرو د پوهېدو ستونزې زیاتې دي، په دې هکله د څېړونکو له لوري د ۶۷ تنو تنکیو ځوانانو پر مخ د آزمایښت په لړ کې داسې پایله ترلاسه شوې: هغه کسان چې د سګرت د دود له ګواښ سره مخامخ شوي،ځای پر ځای د غږونو په هکله هغوی نه شي کولی په راحتۍ سره فکر وکړي او غږونه تشخیص کړي او ددغه ګروپ په هکله یې زیاته کړې، چې د دوی (اسکن) ښیي په دود د خطر په وړاندې د مغز سپین رنګه ماده،چې د پیغام لیږدونې دنده او مسئولیت لري، د بدلونونو سره یې مخ کوي، څېړونکو د تنکیو زلمیانو تر مطالعې لاندې ماغزه اسکن کړل او ویې موندله، چې د هغو کسانو د مغز سپین رنګه ماده چې د سګرت د دود په وړاندې شتون لري ډېره ده.

تېرو مطالعاتو ښودلې،چې د ماشومانو د مغز سپین رنګه ماده چې له حد نه زیات یې پرمختګ کړی، د غږونو په لېږدولو کې ستونزې لري، ځکه چې نوموړې ماده له پاتې مغز سره همغږې نه ده.

څېړونکي په دې عقیده دي چې د مغز سپین رنګه مادې زیات تولید د نیکوتین له امله دي ځکه چې د استیلکولین په نوم د ترکیبي تحریک باعث کېږي.

کمپیوټري ټسټونو د( ۱۳ نه تر ۱۸ ) کلونو د ځوانانو د ګروپ پرمخ، همداشان ډېر تائیدي شواهد د نوموړي موندنې په هکله برابر کړي. د دغو څېړنو په هکله ویل شوي، چې له دغه ستونزو متاثره کسان په هغه چاپېریال کې چې د حواس د ګډوډېدو عامل شتون ولري خامخا ستونزې هم وي، دا کېدای شي د لوست ټولکی وي، چېرې چې ټول خبرې کوي او یو پرجم اوجوش چاپېریال دی، دغه ستونزه د نورو ستونزو سره په ګډه لکه: رفتاري اختلال کولی شي زده کوونکی په تحصیل کې د ناکامۍ پر لوري را وکاږي، په همدې ترتیب هغه کسان چې د نورو د سګرت د دود په وړاندې شتون لري، امکان لري چې هغوی خپل د اورېدو حس او ځواکمنتیا له لاسه ورکړي، تېرو مطالعاتو ښودلې وه، هغه کسان چې سګرت څکوي کېدای شي خپله د اورېدلو ځواکمنتیا له ګواښ سره مخامخ کړي، خو وروستي مطالعات چې د تنباکو د کنټرول په خپرونه کې په ګڼ شمېر امریکایانو ترسره شوې، ښودلې،چې د دې امکان هم شته هغه کسان چې سګرت نه څکوي او د سګرتي کسانو د سګرت د لوګي په وړاندې شتون ولري دا خطر هغوی ته متوجه دی.

څېړونکي په دې عقیده دي چې د سګرت دود د غوږونو په ډېرو کوچنیو رګونو کې د وینې جریان د ګډوډېدو لامل کېږي، دغه لامل د دې سبب کېږي چې په کافي اندازه اکسیجن غوږونو ته و نه رسېږي او سربېره پردې هغه مواد چې د اورېدو په موخه د وینې په هغو رګونو کې چې غوږونو ته غځول شوي په یو ځای کې را غونډ شي چې دغه لاملونه بالاخره د انسان د اورېدو ځواکمنتیا زیانمنوي، البته دغه لامل له هغه زیانونو څخه چې سړی د ډېر اوچت غږ سره مخامخ کېږي او یاهم شخص زړېږي منځته راځي، کاملآ توپیر لري، د پوهانو دغه څېړنې چې د ( میامی او فلوریدا ) په پوهنتونونو کې د اورېدو د ځواکمنتیا په موخه په ګڼ شمېر سګرت څکونکو او غیر سګرتي کسانو ترسره شوې،دغو کسانو په خپل ژوند کې هېڅکله سګرت نه وو څکولي او یا هم څه موده وړاندې یې سګرت پرېښي وو.

همدا راز ویل شوي، هغه وخت چې سړی د لوګي د ګواښ په وړاندې و درېږي یو ډول ماده د هغه په بدن کې جوړېږي چې (کونینین) نومېږي، څېړونکې دغې موضوع ته په پاملرنې او یا د تېرو ترسره شویو مطالعاتو په لړکې دې ته متوجه شول، هغه کسان چې د نورو د سګرت د لوګي په وړاندې شتون لري د دوی د اورېدو ځواکمنتیا د نورو د اورېدو له ځواکمنتیا کمزورې ده، دغه موضوع دا ښيي که چېرې تاسې سګرتي هم نه یاست او ستاسو په خوا کې ستاسو دوستان یا د کورنۍ غړي مو سګرت څکوي ستاسو د اورېدو ځواکمنتیا هم له خطر سره مخامخ ده.

البته دغه څېړونکي په دې هکله داسې ویلي، چې د سګرت لوګی نه یوازې د سګرت څکوونکي ته ډېر ضررونه لري، بلکې د هغه شاوخوا خلک هم قرباني کوي.

همداشان نورې څېړنې هم ښیي چې په سګرتو روږدي کېدل یا د سګرتو څکولو ته لیوال کېدل کېدای شي چې وراثتي او ژنتیکي و اوسېږي. پوهانو د انسان پر مغز په خپلو څېړنو کې په دې توانېدلی، چې ولې ځینې کسان نه شي کولی د سګروتو د څکولو عادت له ځانه لرې کړي او دسګرتو څکول پرېږدي، پیدا کړی دی.

څیړونکي وایي: دغه لاس ته راوړنه کولی شي له دوی سره پر سګرتو د روږدو کسانو د درملنې او د سګرتو عادت پرېښودو په برخه کې د غوره شیوو په پیداکولو کې مرسته وکړي، په دغو څېړنو کې معلومه شوې،چې په ځینو کسانو کې په ځانګړي ډول په ارثي توګه د نیکوتین د حساس پروتیني اخیستونکو یوه فرعي برخه شتون لري،چې دسګرت د نه څکولو د حس په کمزورتیا کې اغېزه لري، په عادي حالت کې د پروتیني اخیستونکې برخه په مغز کې د دې لامل کېږي، ترڅو د نیکوتین کچه د انسان په بدن کې له خپلې ځانګړې اندازې لوړه شي او دبدن لیوالتیا دغه مادې ته کمه شي، په داسې حال کې په هغه کسانو کې چې د سګرت په نه څکولو قادر نه دي، دغه برخه په ښه توګه عمل کوي.

پوهانو په آزمایښتي توګه په حیواناتو کې د یو ژنتیکي خوځښت په رامنځته کولو او له مغز څخه د دغه اخیستونکي برخې په لمنځه وړلو کې دې ته متوجه شول چې په دغه حالت کې هغوئ له عادې کچې څخه زیات نیکوتین مصرفوي، دغه شان بله څېړنه په نږدې دوه نیم میلیونه کسانو ترسره شوې ده، هغه ښځې چې سګرت څکوي څو ځلي یې د دې خطر ډېر دی چې د نارینه وو په پرتله ژر د زړه په ناروغۍ اخته شي، دا څیړنه په امریکا کې د میشتو ساینس پوهانو له خوا د سینګاپور، ناروې او ترکیې په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې ترسره شوې ده، البته په څېړنه کې دا نه دي ویل شوي چې ولې په ښځو کې د زړه په ناروغي د اخته کېدو احتمال ډېر دی؟ خو وایي: ښایي چې ښځې د نارینه وو په پرتله د سګرتو ډېر کیمیاوي زهري مواد جذب کړي، په څېړنه کې ويل شوي، ښایي همدا لامل وي چې ښځې د نارینه وو په پرتله د سږو په سرطان هم ډېر اخته کېږي. نو د دې ستونزې د ختمولو لپاره کروندګر باید هڅه وکړي چې د نشه یي توکو په څېر په خپلو کروندو کې تنباکو کښت نه کړي، ځکه چې له تنباکو څخه په مختلفو ډولونو استفاده خلکو ته روغتیایي ستونزې او ډول ډول ناروغۍ پیداکوي، نو له شک پرته ویلی شو چې له تنباکو څخه په کارونې،چې کومې ستونزې او ناروغۍ رامنځته کېږي په هغه کې ۵۰ سلنه هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې تنباکو کري، دوی هم مقصر او ګناهکار بلل کېږي ځکه په اګاهانه او غیر آګاهانه ډول چې زموږ بزګران په خپلو کروندو کې د حلال کرکیلې پرځای حرام توکي کښت کړي، نو د قانون او شریعت په وړاندې به هم دوی بې له شکه چې ملامت او ځواب ویونکي وي.

پر دې اساس په ټولیزه توګه دې پایلې ته رسېږو هر هغه عوامل او کړنې چې په پایله کې زموږ روغتیا او سلامتیا ګواښوي باید د هغوی د مخنیوي د لارو چارو په موخه هر راز ګټور معلومات،چې ترلاسه کوو په رښتیني توګه پرې عمل وکړو، ترڅو د ژوند په بهیر کې بشپړه روغتیا، سلامتیا او تلپاتې هوساینه مو خوندي پاتې شي.

همداراز د ټولنې ټولو وګړو او په ځانګړې توګه ځوانانو او تنکیو زلمیانو ته د خپلې روغتیا او سلامتیا د ساتنې په موخه ډېره اړینه او ضروري ده چې د سګرتو له څکولو او یا د نورو مخدره توکو له کارولو څخه ځانونه وساتي، ځکه د سګرتو په ګدون د هر راز دخانیاتو استعمال د دوی روغتیا له ګواښ سره مخامخوي، پردې اساس هر هېوادوال ته ښایي چې د سګرتو او نورو دخانیاتو د استعمال په موخه چې کومې پیسې له دوی مصرفېږي، هغه پیسې دي د تازه میوو اخیستلو ته ځانګړې کړي ترڅو په دې ډول هم له ناوړه عملونو څخه و ژغورل شي او هم د تازه میوو له استفادې سره د دوی بدن غښتلی او بشپړه روغتیایې

همیشنۍ شي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *