سرمقالې

د سیلانیانو امنیت ته جدي توجه په کار ده!

لکه چې خبریاست د تېري جمعې په ورځ ماښام مهال د بامیانو مرکز کې درې کسه هسپانوي سیل ګر په یوه غلچکي برید کې ووژل شول. دا بد نامه پېښه په داسې حال کې منځ ته راغله، چې موږ خپله او زیاتره نړیوال افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.

البته دا خبره تر ډېره رښتیا هم ده ځکه د پخوا په نسبت طبعاً اوس کاملاً امنیت او اصلاً تېر وختونه اوسني وضعیت سره هېڅ د پرتلې وړنه دي. همدا وجه ده، چې په دې وروستیو کې واقعاً هېواد ته ورځ تربلې د سیل ګرو او ګرځندویانو په راټګ کې زیاتوالی لیدل کېده. د بهرنیو په راتګ کې که څه هم یو شمېر اشخاص څه ناڅه استخباراتي خطرات اټکلوي، خو ترڅنګ یې هېواد ته څه لویې ګټې هم لري لکه اقتصادي ګټې او هېواد ته د بهرنیو اسعارو راتګ، خو اوس مهال یې زموږ لپاره ترټولو مهمه ګټه دا ده، چې د همدغو سیل ګرو پرمټ زموږ د ښه سمعت او شهرت یو بې پرې غوره انځور نړۍ ته وړاندې کیدی شي. دا هم په داسې حال ک؟ې چې د نړۍ زیاتره لویان، بدماشان او کینه ناک ګاونډیان زموږ د تجرید او ګوښه کولو هڅې کوي. ښایي دښمنانو زموږ دغه روان حالت په ژوره توګه درک کړی او په هر قیمت یې د ویچاړولو پلان جوړ کړی وي. اوس چې له بده مرغه را پېښه منځ ته راغله او زموږ د هېواد په اړه یې بهرنیانو ته اندېښنه ور واچوله، نو موږ ته هم لازمه ده، چې په ټول هېواد کې د امنیت دلا ټینګښت او خصوصاً د بهرنیو اتباعو د پوره خوندیتوب لپاره پر نورو مهمو لارو چارو هم غور وکړو او دلته د بهرنیانو راستوګنې او ګرځېدا چاره لا ښه تنظیم او په دې توګه ددښمن را هڅه هم ور شنډه کړو او نړیوالوت ته په کره توګه ونښیو، چې دا هم یوه داسې محدوده پېښه وګڼي لکه روسیه، جرمني، فرانسه او ځینو نورو پرمختللیو هېوادو کې چې معمولاً مخې ته راځي. مطلب ده بیا لپاره دا ډاډ ورکړی شو چې دلته هیڅوک داسې کوم جدي ګواښ نه شي پيښولی، چې سرکاري انتظامیه پکې بلکل ناوسه وي، بلکې یو نیم برید به چېرته وي خو مجرمین به په ډېرې چټکۍ سره نیول کېږي او حتماً به خپله سخته سزا ګالي. لنډه دا چې ښایې دا وخت د مغرضو کړیو لپاره غالباً همدا لومړیتوب وي، چې دلته بهرنیان په نښه او کیدی شي ځینو ته یې له دیني پلوه هم د یو مشروع او مطلوب عمل په توګه معرفي کړي، حال دا چې بهرنیو سیل ګرو ته د اسلامي امارت له خوا امان ورکړی شوی او داسې خلکو ته زیان رسول په قطعي ډول حرام ګڼل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button