افغانستان

د سیمې له هيوادونو سره مو سوداګريزې اړيکې پراختيا مومي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده له رسنيو سره په خبرو کې وویل چې له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې ښې شوې او د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي.نوموړی وایي، له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره بندرونه ۲۴ساعته شوي او له نورو سره هم خبرې پرې روانې دي:«تېر کال له پاکستان سره زموږ صادرات له وارداتو څخه ډېر وو، همدارنګه له چین، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران سره هم زموږ اړیکې ښې دي او هڅه کوو چې نورې هم ښې شي. له ګاونډیانو سره مو د بندرونو په ۲۴ ساعته فعالیت هم خبرې کړې چې له ایران او پاکستان سره مو بندرونه ۲۴ ساعته شوي اوهېڅ ستونزه نشته ده.»د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا وایي، اوسمهال افغانستان له ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري چې ډېره اندازه یې له ایران، پاکستان او هندوستان سره ده.د دغې خونې ویاند جان آغا نوید له کلید راډيو سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ورځې زر لارۍ صادرات لري چې مختلف توکي په کې بار وي او دا به په روان کال کې نور هم زیات شي.نوید وایي، نړیوال اوس دې پایلې ته رسېدلي چې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باید سیاسي نه شي:«سوداګر او د هېوادونو مسوولین یې هم وایي چې سوداګري او اقتصادي اړیکې باید له سیاست سره ونه تړل شي، ځینې داسې هېوادونه شته چې موږ ورسره سیاسي اړیکې نه لرو، وېزې نه راکوي، خو سوداګري مو ورسره روانه ده، د بېلګې په توګه هندوستان یادولای شو.»د اقتصادي چارو کارپوهان هم د هېواد اقتصادي راتلونکې ته هیله‌من دي او وایي چې په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت پالیسي بریالۍ ده.د اقتصادي چارو کارپوه محمدادریس محمدي ځاځی وایي، اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې باید لا ډېر فعال او د کاري فرصتونو په برابرولو ډېر تمرکز وکړي:«سره له دومره بندیزونو موږ وکولای شول چې خپل تولیدات تر امریکا ورسوو، د اوسپنې پټلۍ جوړه او فعاله کړو او لا پراختیا لپاره یې کار وکړو، سره له بانکي محدودیتونو مو وکولای شول چې خپلې اړتیاوې له بهره پوره او ډېر توکي بهر ته صادر کړو.»له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو په لړ کې له تاجکستان سره د بدخشان په څو سرحدي ولسوالیو کې ګډ بازارونه جوړ شوي چې مسوولین او کارپوهان یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره ګټور بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *