
د سېلابونو په اړه د ملت او دولت مسئوليتونه !
په دې وروستيو کې د افغانستان ځينې ولايتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو او د تاريخ په اوږدو کې له طبيعي پېښو خورا زيانمن شول، افغانان په داسې طبيعي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي،چې تر ډېره بريده يې د مخنيوي او يا لږ تر لږه د زيانونو کچه راکمېدای شي، په دې وروستيو کې د هېواد په آتو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله لسګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان او لا درکه شول، دغه سېلابونه په کونړ، کابل، خوست، پکتيا، ميدان وردګو، غزني، ننګرهار او نورستان کې راوتلي، چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زيان يې د ميدان وردګو ولايت ته اړولی دی،چې په دې لړ کې په ميدان، جلرېز، نرخ، جغتو، بند چک او سيد آباد ولسواليو کې ۳۰ تنه شهيدان، ۱۵ ټپيان او له ۴۰۰ ډېر کورونه نړېدلي دي، په افغانستان کې هر کال طبيعي پېښو څو څو ځلې له افغانانو قرباني واخيسته او د بېلابېلو ولايتونو د سيمې اوسېدونکي يې له خورا زياتو ستونزو سره مخ کړل.پېښو ته د رسېدو په چارو کې اسلامی امارت ويلي د وروستيو سېلابونو له امله په ټول افغانستان کې تر ۸۰۰ ډېر کورونه ويجاړ شوي دي،۴۵۶ څاروي مړه شوي او تر څنګ يې د ۷۰۰۰ جريبه ځمکو او باغونو حاصلات له منځه تللي دي.
داچې سېلابونه يو له هغو طبعي آفتونو ګڼل کېږي،چې له امله يې يو شمېر انسانان، حاصل ورکوونکې ځمکې، حيوانات او کورونه له منځه وړل کېږي، نو د دغې طبعي پېښو پر وړاندې څه اقدام په کار دی، که څه هم د دغه ډول پېښو مخنيوی ناشونی کار دی، خو د استثنادي دېوالونو په جوړولو سره کولای شوو خپلې کروندې، حيوانات او انسانان د دې آفت له شره خلاص کړو او پر وړاندې يې هر وخت بيدار و اوسو، له ځپل شويو ټولنو سره د انساني همدردۍ له مخې مرستې وکړو تر څو مو خپله وجداني او ايماني دنده په ښه شان تر سره کړې وي.
نو د دې آفتونو په مقابل کې دولت او ملت وجداني او ايماني دنده لري،چې په لومړي قدم کې د سېلاب ځپليو کورنيو لاسنيوي وکړي او د انسانۍ همدردۍ له مخې ورته اړينې مرستې ورسوي، دغه راز مخکې له مخکې د شتو امکاناتو په کارونې سره داسې لازم تدابير او وړتياوې رامنځته شي چې يا خو د پېښې امکان راکم کړي او يا د پېښې د واقع کېدو په صورت کې د زيان کچه حداقل را ټيټه کړي، په دغو تدابيرو کې يو هم د اړوندو ادارو له لوري خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دي، ترڅو د دغسې حوادثو خطر او زيانونه راکم کړای شي. په ډېرو مواردو کې ليدل کېږي چې خلک د طبيعي پېښو له لوړ تهديد سره مخ وي،خو په دې اړه يې د خپلې پوهې د کموالي له امله لازم اقدام نه شي کولی.
همدارنګه له طبيعي پېښو سره د مبارزې ارګانونه مسؤليت لري چې د طبيعي پېښو خطرونه او د دغو خطرونو د راکمولو لارې چارې تشخيص کړي، ترڅو له يوې خوا د امکان تر حده د دا ډول پېښو مخنيوی وشي او د پېښېدو په صورت کې يې د زيانونو کچه راکمه کړای شي.
د طبيعي پېښو اړوند ارګانونو کې بايد داسې ظرفيتونه رامنځته شي چې د پېښو د واقع کېدو په صورت کې د خلکو د ژغورلو چاره ژر پيل شي او وروسته بيا د زيانمنو شويو سيمو د بيارغونې پلانونه په چټک ډول پلي کړای شي. د دې تر څنګ د طبعي پېښو په صورت کې له زيانمنو شويو خلکو سره د ملي او نړيوالو مرستو د سم تنظيم او وېش لپاره اغېزناک ظرفيتونه، مېکانېزمونه او په ټوله کې يوه ستراتېژي رامنځته شي، ترڅو دا مرستې په منظم ډول د يوه اغېزناک پلان له مخې توزېع او په وخت سره زيانمن شوو خلکو ته ورسېږي.
لکه څرنګه چې پورته يادونه وشوه،چې د مرستو رسونې په چاره کې د خلکو ونډه خورا مهمه ده، او له همدې امله اړتيا ده چې د عامو خلکو دغه افغاني او اسلامي احساس په راتلونکي کې نور هم تقويه شي او د حکومت له لوري د خلکو د مرستو رسولو لپاره تسهيلات رامنځته شي. نو ښه به داوي چې اړوندې حکومتي ادارې د خلکو د مرستو یوه ارزونه هم وکړي ترڅو دا مرستې په راتلونکي کې لا ډېرې اغېزناکې تمامې شي، د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې له سېلاب ځپليو او نورو طبعي آفتونو له زاڼنو سره مرسته خپل مکلفيت بولي او په خپلو تر واک لاندې سيمو کې يې خپل مجاهدين په بشري مرستو مکلف کړي دي. دغه راز په ټولو هېوادولو او نړيوالو غږ کوي، چې په دې اضطراري حالت کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي. هغوی ته د سرپناه، خوراک څښاک او لومړنیو مرستو په برابرولو کولو کې خپل وس ونه سپموي. خيريه مؤسسات او د بشري مرستو سازمانونه هم بايد د غفلت له خوبه را بيدار شي او له خپلو امکاناتو په استفاده بايد د طبعي آفت له ځپلو سره د مرستې موضوع په يوه نړيواله بشري داعيه بدله کړي او له دې لارې ترې لاسه شوې مرستې په سم ډول
ولګوي!
احمد راشد