ادبشعرونه

د شاه امان الله خان لیک اوسنیو سیکولرانو ته

ليک : قاري سعيد

سلام سلام سکیولرانو سلام

لږ شیبه غلي شئ  او غږ مې واورئ

د انقلاب نغارې مه ډنګوئ

ترڅو د وریت لړمانه ځوږ مې واورئ

سیکولرانو زه هم ستاسې په شان

د افغاني ټبر اصیل بچی وم

وو مې شیدو سره ایمان رودلی

د مسلمان اولس نبیل بچی وم

لا د کشرانو په حساب کې ومه

چې اولس راکړ د مشرۍ لاسنیوی

په اتفاق یي ملا راوتړله

کړو راپیرزو یې د شاهۍ لاسنیوی

د شوربازار فقیر چمبه راکړله

بیا یې راوسپارل قرآن او توره

وېل یې قرآن به دې وي نور دلارې

او کړې په توره به دفاع له نوره

ما د قرآن غږ ته لبیک ووایه

د الجهاد چیغه مې پورته کړله

اولس له ژوند اوژواکه لاس په سر شو

کُل توجه یې زما لور ته کړله

د پرنګي سیاسي اشغال په وړاندې

د ولسي جهاد بهیر روان شو

شرق په جنوب په دری څلور محاذه

دننګ میدان ته برنا پیر روان شو

چا په خیبر باندې تاختونه وکړل

څوک په کوږک لکه زمري ورهسک شول

آن تر پیواړ بیا تر چتراله پورې

د ټل کلا  باندې زلمي ورهسک شول

د باایمان ولس دتورې زور و

چې بې ایمان دښمن یي ولړزاوو

دا خو لا څه چې کواټ هنګو یي پرېښول

ډیلی بنګال لندن یي ولړزاوو

ددې محدود مؤمن اولس په وړاندې

د عالمګیري برطانیې بي دینان

په تاریخي شرمونو وشرمیدل

ها د کبیري برطانیې بي دینان

نور زموږ غاړه ددوی پړی نه و

نور زموږ در د دوی د سوال لاس و

د ډزبندۍ زارۍ یي پیل کړلې

مات یي د زور او داشغال لاس و

ولس د وینو نذرانې ورکړلې

خو استقلال یي دوطن واخیست

یو د غازي لقب یي ماته راکړ

نور ټول تاوان یې په خپل تن واخیست

داد ولس دپاک ایمان ځلا وه

چې ما ترې نور لکه قمر واخیست

په درست جهان د استقلال سمبول شوم

نوم او شهرت مې لراوبر واخیست

چا مې په شعر توصیفونه وکړل

چا په خطبه چا په دعاء کې یاد کړم

له ترک تاتار بیا تر عربو پورې

ډیرو زړګیو په درزا کې یاد کړم

چا داحمد چا د محمود ځایناستی

چا لا تردې نه هم اوچت بللم

د امت ګڼو بینوا پرګنو

وړ د ړنګ شوي خلافت بللم

امت زما دککرۍ لپاره

وو د فاتح لویدلی تاج ساتلی

وای عثماني شان او شوکت به زما

که مې  وای خپل دین او رواج ساتلی

خو های افسوس چې داسلافو په ځای

ما د خلفو لاسنیوی غوره کړ

د ستر فاتح د دروند دستار په ځای مې

د اتاترک سپک غړوندی غوره کړ

زه د پیشرفت او تمدن ارمانجن

د تمدن په معنی نه پوهیدم

ما ویل چې ژوند یعني په وزن د خوند

زه دژوندون په معنی نه پوهیدم

زه د قیاس مع الفارق قرباني

په آن و این کې خطاوتی ومه

ماته کابل لکه پاریس ښکاریدو

په تور اوسپین کې خطاوتی ومه

ماوېل پیشرفت به وي یوه داسې بلا

چې له حجاب سره بې نه لګیږي

نظامنامې به د پردیو غواړي

زموږ  له کتاب سره بې نه لګیږي

ما وېل پیشرفت به وي یوه داسې بلا

چې به رخصت د یکشنبې غواړي

ګوشتي جرابې ،میني ژوب لمنې

د پرنګیانو به جامې غواړې

ماوېل پیشرفت به نو همدې ته وایي

چې دین بندي په مسجدونو کې شي

دیني عالم لکه راهب د یورپ

دار او سنګسار په زندانونو کې شي

ماوېل پیشرفت به نو همدې ته وایي

چې د جنسَینو اختلاط زیات شي

په دیندارۍ کې چي تفریط زیات شي

په بي دینۍ کې چي افراط زیات شي

تنها معنی دپیشرفت نه وه خطا

له ما زمان او مکان هم خطا  وو

هم رانه زخم او مرهم خطا وو

هم د دوا رانه کیف کم خطاوو

ما به ویل انقلابي پاچا یم

د تیغ په څوکه به بدلون راولم

د تیغ په څوکه به حجاب ورکوم

د تیغ په څوک به پتلون راولم

خو د اولس له نبضه نه وم خبر

چې څه یي حال دی او څه فکر کوي

څه یي ایډیال څه یي ارمان دی د ژوند

په زړه د کوم یوه نوم ذکر کوي

زه د شاهي دربار دناز بندیوان

ما داسپیره وګړي نه پیژندل

ما د چینې اوبه څکلې نه وې

ما یي د څنګ سرګړي نه پیژندل

ما ته مزاج داولس نه وو معلوم

د اُتماني ملا مې نه پیژندو

د شوربازار حضرت مې پیژندلو

خوپه سهي معنا مې نه پیژندو

ما ویل که زه هم بلشویکي امیر یم

ولس مې کور کالي ډوډۍ غواړي

نور نه اخلاق نه آخرت پیژني

نه دین د غاړې غاړکۍ غواړي

همداګناه همدا خطا وه زما

چې مې له خپلې لمن اور واخیست

د زړو له تخت څخه راوغورځیدم

دپاچاهۍ تخت مې هم ښور واخیست

اولس چې زه یې ستر غازي بللم

زما په  امر یې سرونه شیندل

زما و پښو ته یې لیمې غوړیدې

زما په سر به یې ګلونه شیندل

د خپل عزت، دین او رواج په خاطر

زه یې په کاڼو دنفرت وویشتم

له ما یې ژوند داقامت واخیستو

زه یې په غرب کې په غربت وویشتم

له هغه وخته دادی قرن وشو

په  همدې سوچ فکر او خیال کې زانګم

آخر په کوم جرم یې ونیولم

کومه ګناه په کوم وبال کې زانګم

خو پس له غوره په دې پوه یمه اوس

ګناه زما وه د اولس نه وه

چې په وطن یي لمبې پورې کړلې

ګرمه  د څوَ کي وه د خس نه وه

نو اې ددې عصر غرب فکره خلکو

لږ شیبه غلي شئ او غږ مې واورئ

د انقلاب نغارې مه ډنګوئ

تر څو د وریت لړمانه ځوږ مې واورئ

ډیر په احتیاط په رمازه چلیږئ

ددې ولس په کردو  کار مه لرئ

خپله شوله خورئ او پرده مو غواړئ

د چا په پت او پردو کار مه لرئ

هسې نه تور پړونی تور وبولئ

چیرې سپک پاج ته سپک نظر ونکړئ

دستار چې تاج ددې شاهي ولس دی

پام چې دې تاج ته سپک نظر ونکړئ

د بل د پلان پردي اشغال له مخې

د خپلې خور پت او حجاب مه لوټئ

اې د بې آبه استعمار لاس پوڅو

له دې درانه اولسه آب مه لوټئ

ددې اولس  د عقیدې په ښیښه

ګورئ پردۍ څپیاکې نه سریښيږي

د دین په دې سکندري دیواله

د بي دینۍ څپياکې نه سریښیږي

ګورئ د غرب او د غروب سندرې

د شرق په دې چم کې بازار نلري

دا د تلپاته رڼاګانو وطن

د بي دینۍ کوم شبِ تار نلري

نو اې د غرب او دمغرب څکالیو

دا وطن ستاسو د ګذران نه دی

سترګي مو سوځي تباه کیږئ دلې

د رڼا کور دی شبستان نه دی

آخر زما له تجربې یي زده کړئ

ژرنده جومات لږ سره وپیژنئ

ددین کاله ته بي دیني مه راوړئ

پاریس هرات لږ سره وپیژنئ

هم مو ددین هم ددنیا په زیان ده

له دغې لوبې څخه لاس واخلئ

د پاخه عقل تجربې په خاطر

لږ مې د زړه د چیغو  پاس واخلئ

بیا به ارمان کوئ افسوس به درځي

هم به ځانونه هم افغان تباه کړئ

ددې اولس په ګروهه کار مه لرئ

که مو زړه نه غواړي چې ځان تباه کړئ

دې خلکو ماسره چې هسې وکړل

تاسو یئ څوک له کومې خوا راغلي ؟

زه د اولس د زړه په تخت ناست وم

تاسو له غربه په هوا راغلي

وطن په کفر باندې نه جوړیږي

پیشرفت په فسق اوپه ډمتوب نه راځي

په پوهه ګروهه تمدن رغیږي

ملي رفاه په لغړتوب  نه راځي

تنها د خیټې او هوس مه منئ

لږ د ضمیر خبرې هم اورئ

سعید چې حال زما د زړه یي درووړ

ددې فقیر خبرې هم اورئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button