مرکې

د شريعت ځانګړی راپور: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ۵۰۰ زره يتيمان او معلولين ثبت کړيِ؛ ياد وزارت هر يتيم ته دوه زره افغانۍ مياشتنی معاش ورکوي – حسن خان

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د معلولینو اوشهیدانو کورنیو ته یې د تیرو شپږو او ځینو ته یې د تیر یوه کال معاش ورکړی دی. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د معلولینو اوشهیدانو کورنیو ته یې د تیرو شپږو او ځینو ته یې د تیر یوه کال معاش ورکړی دی. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي د تیر حکومت د یتيمانو او معلولینو په ګډون یې ټولو ته او ځینو ته د تیرو شپږو او ځینو ته یې د یوه کال مالي امتیازات ورکړي دي د دې وزارت ویاند مفتي فیصل شریعت ته وویل، چې تر اوسه یې شاوخوا پنځه سوه (۵۰۰) زره یتیمان، کونډې او معلولیت لرونکي وګړي ثبت کړي دي، چې د یادو پنځه سوو زرو له جملې څخه یې ۱۵۰ زره معلولین دي.
همدارنګه نوموړی زیاتوي په یادو معلولینو او یتیمانو کې د اسلامي امارت یتیمان او معلولین، ملکي یتیمان او معلولین، د تیرې ادارې نظامیانو لکه پولیس، اردو، قطعه خاص او کمانډو معلولین او یتیمان او همدا شان طبیعي معلولین شامل دي.
ښاعلی فیصل وایي چې په یادو یتیمان او معلولینو کې زیاتره د تیرې ادارې یتیمان او معلولین دي.
هغه وویل، تر دې دمه درې سوه پنځوس (۳۵۰) زرو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو او کونډو د روان کال د شپږو میاشتو او ځینو نورو د پوره کال میاشتنۍ نغدې مرستې تر لاسه کړي دي.
همدا راز څه موده وړاندې د یاد وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني په یوه خبرې غونډه کې وویل، چې د تیر حکومت په پرتله د شهیدانو او معلولینو په مالي امتیازاتو کې کمښت راغلی دي، بلخوا د دې وزارت ویاند ښاغلی فیصل وایي، چې هر یتیم ته د میاشتي دوه (۲۰۰۰) زره افغانۍ مالي امتیاز ورکول کیږي، حتی که کورنۍ کې لس یتیمان هم وي.
نوموړي وویل، د یو معلول معلولیت ته په کتلو په هماغه اندازه امتیاز ورکول کیږي.
دغه شان د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند مفتي فیص وایي، چې د روان مالي کال لپاره د شهیدانو او معلولینو وزارت ته ۱۳ عشاریه ۵ میلیارده افغانۍ بودجه بېله شوې ده.
دا په داسې حال کې چې د شهیدانو او معلولینو وزارت د میاشتینیو امتیازاتو د ورکړي خبر ورکړی، د شهیدانو کورنۍ او معلولین د معاشاتو اخیستلو نه خوښ دي.
جاوید د ننګرهار اوسیدونکی وایي، د اسلامي امارت أه راتګ وروسته مونږ ته میاشنې معاشونه دوه وارې شپږ شپږ میاشتې بعد راکړل شوې.
ښاعلی جاوید مونږ ته د تیر یوه کال معاش په وخت سره راکړل شوی دی.
دغه راز منصور د کابل اوسیدونکی وایي، چې معلولین د ټولنې هغه قشر دی، چې له دې معاشه غیر بل هیڅ نه لري او خوښ یو، چې اسلامي امارت موږ ته میاشتنی معاش هرو شپږو میاشتو پس په خپل وخت راکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *