دینې لیکنې

د شعبان د ۱۵مې اړوند وضاحت

ممکن څوک په دغې شپه کې د عبادت په فضیلت د سورت دخان په دې آیت استدلال وکړی چې د ( فیها یفرق کل امر حکېم) څخه مراد همدغه شپه ده، خو د تفسیر او حدیثو له اړخه دغه قول مرجوح دی، بلکې راجح قول دا دی چې د هغه نه مراد لیلة القدر دی کوم چې د رمضان میاشت کې وي.
ممکن څوک په هغه مرفوع حدیث چې د منلو وړ دی، استدالال وکړي: ( يطلع الله تبارك وتعالى إلى خلقه ليلة النصف من شعبان، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن ).
او څوک چې یی بدعت ګڼي هغوي وایي چې په دې اړوند احادیث ټول ضعیف دي.
اصولي قاعده دا ده چې کله یو کار د بدعت او سنت تر منځ وي نو ډډه به ترې کېږي. یا ممکن په هغې بلې قاعدې استدلال وکړي چې وايي: که حرام او حلال یو ځای شي نو حرام به غالب ګڼل کېږي.
خو فکر کوم چې د اختلاف اصلي موضوع دا نه ده چې آیا د سورة الدخان له آيت څخه مراد کومه شپه ده، حتی که هغه مرجوح قول ومنو چې هغه همدغه د شعبان ۱۵ شپه ده، نو آیا هغه په دې دلالت کوي چې په دې شپه کې دې کوم خاص عبادت وشي؟ ابدا، نه.
او که دا ومنو چې پورتنی حدیث هم صحیح دی ( يطلع الله تبارك وتعالى إلى خلقه ليلة النصف من شعبان، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن ) لكه شيخ ألباني چې وایي: ( حديث صحيح، روي عن جماعة من الصحابة من طرق مختلفة يشد بعضها بعضا وهم معاذ ابن جبل وأبو ثعلبة الخشني وعبد الله بن عمرو وأبي موسى الأشعري وأبي هريرة وأبي بكر الصديق وعوف ابن مالك وعائشة.) السلسله الصحيحة برقم(1144)
نو آيا ددې حدیث صحت هم ددې دلیل کېدلای شي چې په دغه شپه کې دې د نورو شپو په پرتله عبادت ډیر ثواب لري؟
بیا هم: ابدا، نه.
او ددواړو ( ابدا، نه) دلیل دا دی چې عبادات توقیفي دي او په کوم عبادت چې امر نه وي شوي د هغه کول بدعت دی، همدا راز د فضايلو تعیین د شارع کار دی، نه اجتهاد.
او په دېدواړو قاعددو چې : کله یو کار د سنت او بدعت ترمنځ وي نو ډډه به تری کېژی. او که چې یو شی د حرام اوحرام تر منځ وي، یعنی له یو اړخه حلال، اوله بل اړخه حرام وي( او دواړه سره برابر وي) نو حرام به پری غالب ګڼل کېږي ، او دده به تری کېږي) په دی هم استدلال دلته دقیق نه دی، ځکه چې مخالف نه منی چې دا کار د بدعت او سنت ترمنځ دی، بلکه وایي چې دا قطعا سنت او مستحب دی. ددی نه آخوا دلته حرام او حلال یوځای شوي نه دی او نه دغه کار دوه اړخونه لری تر څو حرام په حلالو غالب وګڼل شی.
نو بنا پر دې:
ما ته ددغی نزاع څخه د وتلو یوازینئ لار دا ښکاری – والله تعالی اعلم- د هغو احادیثو څیړل دی چې پدغی شپه د عبادت په اړه راغلی دی.
شک نشته چې دغه احادیث ټول ضعیف دی، خو دلته باید دی ته وکتل شی چې :
آیا دغه احادیث د ضعف په کومه کچې کې دی؟
ځکه چې د ځینی احادیثو ضعف قابل د جبران نه وي، لکه په سند کې ددرواغجن راوي شتون، چې دغه حدیث نه بل ته ګټه رسولای شی، یا د محدثینو په اصطلاح ( لا یصلح للاعتبار والمتابعة) او یا نور ده ته ګټه رسولای شی ( ضعفه لا ینجبر)
او د ځینی احادیثو ضعف بیا قابل د جبران وي، لکه په سند کې د ضعیف راوي شتون ، او یا په سند کې انقطاع.
نو په دې صورت کې بیا که د یوحدیث نور شواهد موجود وي، او له څو دا راز ضعیفو لارو روایت شوي وي، بیا تقويه کېږي او د عمل کولو وړ ګرځي.
ددې نه آخوا ، ډیر علما‌ء دا هم وایي چې په ضعیف حدیث باندې فضائل اعمال کې عمل کول جائز
دی.
نو اوس که څوک خپله کولای شي چې ددغې شپې اړوند متعدد روایات راټول او بیا وڅیړل شي او د پورتني وضاحت په رڼا کې حکم پرې وشي او که خپله نشي کولای د محققینو علماوو تحقیق وګورئ چې په دې احادیثو کې یې څه ويلي دي؟
ما خپله یو کار هم نه دی کړی، نو ځکه څه پکې نشم ويلای.
خو همدا اوس می د ابن تیمیه رحمة الله علیه د ا خبره ولیدله چې ددغي شپې عبادت ته یې پکې میلان ښوولی دی، او وایي :
« ومن هذا الباب: ليلة النصف من شعبان، فقد روى في فضلها من الأحاديث المرفوعة والآثار ما يقتضي أنها ليلة مفضلة وأن من السلف من كان يخصها بالصلاة فيها، وصوم شهر شعبان قد جاءت فيه أحاديث صحيحة. ومن العلماء: من السلف (1) من أهل المدينة، وغيرهم من الخلف، من أنكر فضلها، وطعن في الأحاديث الواردة فيها،… وقال: لا فرق بينها وبين غيرها.
لكن الذي عليه كثير من أهل العلم، أو أكثرهم، من أصحابنا وغيرهم -على تفضيلها، وعليه يدل نص أحمد، لتعدد الأحاديث الواردة فيها، وما يصدق ذلك من الآثار السلفية، وقد روي بعض فضائلها في المسانيد والسنن. وإن كان قد وضع فيها أشياء أخر)
او په بل کتاب کې وایي: ( وأما ليلة النصف من شعبان ففيها فضل، وكان في السلف من يصلي فيها، لكن الاجتماع فيها لإحيائها في المساجد بدعة) والله اعلم.

لیکوال: دوکتور عمر عماد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *