دینې لیکنېلیکنې

د شعـبان مهـمې تـاریخي پېـښې

مؤمنومسلمانانو وروڼو او د رب العزت رښتینو بندگانو، که چېرې واقعاً د اسلامي نړۍ ځلانده تاریخي پړاوونو ته نظر واچول شي دا حقیقت په رښتینې توگه ترسترگو کېږي چې اصحابو کرامو او مسلمینو د کفارو او مشرکینو پر وړاندې سرښندونکې مبارزې کړې مالي اوځاني زیانونه یې زغملي او د اسلام د سپېڅلي دین په لاره کې هم په بشپړه رښتینولي او میړنتوب جنگېدلي، بیسارو بریالیتوبونو ته رسېدلي او ښې لاسته راوړنې یې لرلي دي، بناءً د اسلامي تاریخ هره میاشت د یو لړ مهمو تاریخي پېښو لرونکې ده چې اوس موږ په شعبان میاشت کې د مهمو تاریخې پېښو په هکله د قدرمنو علمای کرامو او لیکوالانو د لیکنو په بنسټ د قدرمنو هېوادوالو د معلوماتو د بډاینې په موخه په لاندې ډول یادونه کوو:
۱ــ د عبدالله ابن زبیر(رض) زوکړه:
عبدالله د «زبیر» زوی او د «عوام» لمسی چې مور یې «اسماء» د ابوبکر صدیق (رض) لور وه؛ یو له نوموتو او زړورو صحابه کرامو څخه شمېرل کېږي. نوموړی د هجرت په لومړي کال د شعبان میاشت کې سترګې وغړولې، له رسول الله (ص) څخه یې په ماشومتوب کې زده کړه وکړه. نوموړی له هجرته وروسته په مدینه منوره کې لومړی ماشوم و،چې وزیږید، زوکړه یې مسلمانانو لپاره د خوښۍ سبب شوه؛ ځکه کفارو به ویل چې موږ په مسلمانانو جادو کړی چې هېڅکله به یې اولادونه ونه شي، خو د نوموړي په زوکړه سره د دوی ادعا ناسمه ثابته شوه.
۲ ــ د روژې فرضیت:
امام نووي (رح) وايي: رسول الله (ص) نهه کاله روژه ونیوله؛ ځکه روژه د هجرت په دوهم کال د شعبان په میاشت کې فرض شوه او رسول الله (ص) د هجرت په یوولسم کال له دنیا سترګې پټې کړې(المجموع۲۵۰/۶)
له دې وړاندې د صحیح رویات له مخې روژه نه وه فرض شوې.
۳ ــ د حسین (رض) زوکړه:
حسین چې د حسن ورور د حضرت علي(رض) زوی او د رسول الله (ص) لمسی و؛ د شعبان په درېیمه وزیږید. د نوموړي په غوږ کې خپله رسول الله (ص) اذان وکړ او دعا یې ورته وکړه، د پیدایښت په اوومه ورځ یې پسه حلال کړ. له نوموړي سره د رسول الله (ص) بې کچې مینه وه رسول الله(ص) به ویل«حسین له ما او زه له ده څخه یم، هغه څوک چې له حسین سره مینه کوي؛ الله تعالی دي ورسره مینه وکړي» نوموړی په اخلاقو او بدني جوړښت کې رسول الله(ص) ته ډېر ورته و، په دیندارۍ او تقوا کې یو مثال و، ډېر لمونځ ګذار، روژه داراو سخي انسان و، له مسکینانو سره یې ناسته خوښېده، په پیاده مزل یې پنځویشت ځله حج کړی و.
۴ ــ د قبلې اوښتل:
رسول الله(ص) له صحابه کرامو سره په مسجد قباء کې د سهارپه لمانځه ولاړ و، مخونه یې د شام لوري ته و، چې آیت نازل شو او مسلمانان د کعبې شریفې لوري ته په لمونځ کولو مامور شول[البخاري] د قبلې اوښتون د هجرت په دوهم کال د شعبان په پنځلسمه وشول.
۵ ــ د بني مصطلق غزا:
د هجرت په پنځم کال د شعبان په دوهمه د بني مصطلق غزا رامنځته شوه. د دې غزا لامل دا و، چې د بني مصطلق رئیس «حارث بن ابی ضرار» د یو شمېرعربو قبیلو په ملتیا د رسول الله(ص) وژنې ته راووتل، رسول الله(ص) یو صحابي بریده بن حصیب(رض) ور ولیږه تر څو حال راوړي، نوموړی ورغی او له حارث سره مخامخ شو، خبرې یې ورسره وکړې او بېرته رسول الله(ص) ته راستون شو او له کیسې یې خبر کړ. له دې وروسته د مسلمانانو او کفارو لښکرونه سره مخامخ شول او ترمنځ یې غزا رامنځته شوه. مشرکینو ماتې وخوړه، مسلمانان بریالي شول او ډېرې مینځې او غنیمتونه یې لاسته راوړل. په دې پیښه کې د منافقینو منافقت هم څرګنده شو او د «إفک» په نامه؛ په بي بي عایشې (رض) باندې د تور پورې کولو پیښه هم رامنځته شوه.[الرحیق المختوم۳۱۹] ۶ ــ د «فدک» سریه:
دغه سریه د هجرت په لسم کال د شعبان میاشت کې د حضرت علي(کرم الله وجه) په مشرۍ ولیږل شوه. لامل یې دا و چې بني سعد قبیله په «هوازن» نومي ځای کې د دې لپاره راټول شول چې د خیبر له خلکو سره د مسلمانانو په خلاف ودرېږي. په همدې وخت کې رسول الله(ص) دعلي (ک) په مشری یوه سریه ور ولېږله، چې د شپې به کمین او د ورځې به روان وو. په لاره کې د بني سعد قبیلې له یو نفر سره مخ شول، هغه د قبیلې په اړه خبرداری ورکړ چې هغوی د سريې(مسلمانانو) له ویرې وتښتېدل. په پایله کې مسلمانان بېرته له ډېرو غنیمتونو سره راستانه شول.
۷ ــ د «دومة الجندل» سریه:
دغه اووه سوه کسیزه سریه په شعبان کې رسول الله(ص) د عبدالرحمن بن عوف (رض) په مشرۍ هغو نصاراوو ته ولېږله چې د شام او جزیرة العرب ترمنځ وو. نوموړي امیر لومړی درې ورځې دوی اسلام ته راوبلل او بیا له هغه وروسته یې اسلام قبول کړ.
۸ ــ د «تربة» سریه:
د هجرت په اووم کال په شعبان کې رسول الله(ص) د حضرت عمر فاروق رض په مشرۍ دیرش کسیزه ډله«تربة» نومي ځای ته ولېږله. عمر فاروق رض د دېرشو تنو په ملتیا روان شو، د شپې به کمین او د ورځې به روان و، کله چې خپل ټاکلي ځای ته ورسېدو؛ نو هوازن قبیله وتښتېده او عمر فاروق رض له هېڅ چا سره مخامخ نه شو او بېرته مسلمانان روغ رمټ راستانه شول.
۹ ــ د «خضرة» سریه:
د هجرت په اتم کال شعبان کې رسول الله(ص) د ابو قتادة (رض) په مشرۍ پنځلس کسیزه ډله د غطفان قبیلې په وړاندې«خضرة» نومي ځای ته ولېږله، دغه ځای په نجد کې واقع و. لامل یې دا و چې غطفان قبیلې مدینې منورې ته د جنګ اراده کوله. مسلمانانو ورسره جګړه وکړه او بېرته مدینې منورې ته بریالي راستانه شول.
۱۰ ــ د «حصید» غزا:
د مسلمانانو او فارس امپراتورۍ ترمنځ دغه جګړه د هجرت په دوولسم کال شعبان کې رامنځته شوه. د مسلمانانو مشر قعقاع بن عمرو تمیمي (رض) او د فارسیانو مشر«زومهر» و. په دې جګړه کې مسلمانان په پوره توګه بریالي شول، ډېر فارسیان او د دوی اتباع ووژل شول، ډېر غنیمتونه یې لاسته راوړل او د کفارو مشر«زرمهر» د مسلمان امیر قعقاع بن عمرو تمیمي (رض) په لاس ووژل شو.(الطبري – تاریخ الرسل والملوک المجلد الثالث ص ۳۸.)
۱۱ ــ د«جسر» غزا:
د هجرت په دیارلسم کال د شعبان په درویشتمه د مسلمانانو او فارس امپراتورۍ ترمنځ جګړه ونښتله. د مسلمانانو مشر«أبو عبید بن مسعود الثقفی» و چې د شعبان په درېیمه عراق ته ورسېد، د شعبان په اتمه یې لومړی د «تمارق» غزا، د شعبان په دوولسمه د«سقاطیه» غزا، د شعبان په اوولسمه د «باقسیاثا» غزا او له هغه وروسته د شعبان په درویشتمه دغه د «جسر» غزا رامنځته شوه. د شلو ورځو په اوږدو کې مسلمانان په درېیو جګړو کې بریالي شول، مګر یوازې په وروستۍ جګړه«جسر» کې ناکامه شول، په دې جګړه کې یې د مشر (أبو عبید) په ګډون زیات شمېر مسلمانان شهیدان شول، د نوموړي امیر له شهادت وروسته د لښکر مشري مثني بن حارثه په غاړه واخیسته، خو له ده سره یوازې دوه زره جنګیالي پاتې شول او نور څلور زره شهیدان شول.(تاریخ الأمم وَالمُلُوک)
۱۲ ــ د هشام بن عبدالملک خلافت:
هشام بن عبدالملک د یزید ورور د هجرت په (۱۰۵) کال په شعبان میاشت کې د خلافت واګې په لاس کې واخیستې، نوموړی لسم اموي خلیفه و او د واک په موده کې یې د خلافت لمن ډېره پراخه شوه. نوموړی ډېر هوښیار او د علم شوقي و، د خلافت په دور کې یې ډېر تصنیفات له نورو ژبو څخه عربي ته وژباړل شول، اقتصاد قوي شو، امن رامنځته شو خلاصه دا چې نوموړی هغه خلیفه و چې اسلام ته یې پوره خدمت وکړ او د هجرت په (۱۲۵) کال وفات شو.
۱۳ ــ د قاضي عیاض زوکړه:
مشهور قاضي(عیاض) د هجرت په څلورمه هجري پیړۍ د شعبان په پنځلسمه وزیږید. په مدینه منوره کې لوی شو، زده کړې یې وکړې، د مدینې منورې د شیوخو شاګرد پاتې شو، په اته ویشت کلنۍ کې د مناظرې لپاره کیناست او په پنځه دیرش کلنۍ کې قاضي شو.
۱۴ ــ د«رملة» تړون:
دغه تړون په (۵۸۲) هجری سنه کې د شعبان په درویشتمه ؛ د دریمې صلیبي جګړې په موده کې د صلاح الدین ایوبي (رح) او ریشتاد تر منځ د یو لړ شرایطو سره لاسلیک شو چې له مخې به یې بیت المقدس د مسلمانانو تر ولکې لاندې وي.
۱۵ ــ د ابن کثیر رح مړینه:
اسماعیل بن عمر چې په ابن کثیر مشهور دی؛ په (۷۰۱) هجري سنه په دمشق کې پیدا شو او په(۷۷۴) هجري سنه د شعبان په میاشت کې وفات شو. نوموړی له پلاره د دوو کلونو یتیم پاتې شو. په ماشومتوب کې یې زده کړو ته مخه کړه او له دې وخته لا په قوي حافظه او لوړ همت مشهور و. نوموړي له سترو مفسرینو، محدثینو، مؤرخینو او مصلحینو څخه شمېرل کېږي او په تفسیر، حدیث، سیرت او تاریخ کې یې ډیر کتابونه لیکلي دي(رحمه الله رحمة واسعة)
یادونه: سریه هغه لښکر ته ویل کېږي چې رسول الله(ص) به په کې ګډون
نه و کړی.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *