دینې لیکنېلیکنې

د شــوال میـاشـتې سـتـره پېـښـه (د احــزاب غــزا)

بيا د هجرت په پنځم کال د شوال په مياشت کې د خندق غزا ترسره شوه.
او د دې کيسه داسې وه چې: د يهودو څو کسان مکې ته ووتل، د مکې قريشو ته ورغلل، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم خلاف يې جګړې ته را وبلل او ويې ويل: موږ به له تاسو سره يو څو هغه له منځه يوسو.
نو دوی ته قريشو وويل: اې د يهودو ټوليه! تاسو لومړني اهل کتاب او د علم څښتنان ياستئ، نو دا وواياست، چې زموږ دين غوره دی که د محمد (صلی الله عليه وسلم).
دوی وويل: بلکې ستاسو دين د هغو له دينه ډېر غوره دی او تاسو له هغو څخه ډېر په حق يئ!!
نو دوی چې کله قريشو ته داوويل، هغوی پرې خوښ شول او چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خلاف يې جګړې ته رابللي وو، هغې ته په منډه چمتو
شول.
دوی د دې لپاره راټول شول او د هغه لپاره يې تياری ونیو بيا د يهودو دا کسان روان شول او غطفان ته ورغلل، هغوی يې هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم خلاف جګړې ته را وبلل او دا يې هم ورته وويل چې موږ به د هغه خلاف له تاسو سره درېږو، قريشو هم د دوی (يهودو) خبره منلې، نو تاسو هم د هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) خلاف له هغوی سره يوځای شئ!
نو قريش د ابوسفيان په مشرۍ او غطفانيان د عيينه بن حصن په قيادت ووتل، روان شول.
نو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی له ورتګ او ګډې دسيسې خبر شو، له مدينې منورې يې چاپېره خندق وایست.
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو د هڅونې لپاره په خندق کې پخپله کار کاوه.
او له ده سره مسلمانانو هم په کار مرسته کوله، نو ده هم خورا هڅه په کې وکړه او هغوی هم زيار په کې ووېست.
او د دې (خندق) په کار کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو څخه منافقان وروسته پاتې شول او لږ شی به يې پلمه کړل، له کاره به پټ شول او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خبرتيا پرته به کورونو ته په پټه تلل.
او مسلمانانو ښه کار په کې وکړ،تر هغه چې ښه يې ټينګ کړ.
کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خندقه وزګار شو، قريش له لس زره لښکر سره، چې مختلفې قبيلې په کې وې او د بنوکنانه او د تهامه وګړي هم په کې شامل وو، را روان شول.
او همدا راز غطفانيان او د نجد له خلکو څخه د دوی پلويان را وخوځېدل او د اُحد په خوا کې دېره
شول.
رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانان هم له دريو زرو کسانو سره ووتل، شاګانې يې سلع [غره]ته واړولې.
هلته يې لښکر تيار کړ او د دوی او مشرکانو تر منځ خندق و.
ماشومان او ښځينه يې يو لوري ته په کلاګانو کې ميشت کړل او حضرت عبدالله بن ام مکتوم رضی الله عنه يې پر مدينه وګوماره.
يهود غدر او خيانت کاوه:
او د الله جل جلاله دښمن، حيی بن اخطب ووت، څو کعب بن اسد ته ورغی او هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره سوله او په دې تړون ژمنه کړې
وه.
حیی وويل: مړ شې کعبه! تا ته د زمانې له عزت سره راغلم،تا ته مې قريش د هغوی له مشرانو او سردارانو سره راوستل، چې د دومة الجندل په مجمع الاسيال کې مې ميشت کړل او غطفانيان مې هم له سردارانو او مشرانو سره درته راوستل، چې د اُحد په خوا کې مې دېره کړل. هغو ټولو ژمنه او تړون را سره کړی، چې تر هغه پورې به دلته وي، څو محمد (صلی الله عليه وسلم) او د هغه ملګري له منځه يونه سو.
حیی په کعب پسې اړم و، څو کعب خپله وعده ماته او له هغه څه بېزار شو، چې د ده او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر منځ و.
نو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو ته خبر ورسېده، رسول الله صلی الله عليه وسلم څو تنه صحابه کرام رضی الله عنهم واستول، چې د خبر حقيقت وګوري.
بيا دوی ووتل، روان شول، چې هغوی ته ورغلل، نو هغوی يې له هغه نه په ناوړه او بد حالت کې وموندل، چې کوم خبر دوی ته رسېدلی و.
هغوی (بنوقريظه وو) وويل: رسول الله څوک دی!؟ زموږ او د محمد صلی الله عليه وسلم ترمنځ کومه ژمنه او تړون نشته.
صحابه کرام بېرته را وګرځېدل او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې خبر ورکړ. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: الله اکبر، اې د مسلمانانو ټوليه! زېری ورکړئ».
او دا مهال ازميښت ستر شو، وېره زياته سخته شوه او مسلمانانو ته دښمن راغی، هم دوی له برې خوا هم له ښکته لوري را ورسېدل.
تر دې، چې مسلمانانو هر ډول اټکلونه وکړل.
او له ځينې منافقانو څخه نفاق ښکاره شو، تر دې چې ځينو يې وويل: محمد (صلی الله عليه وسلم) له موږ سره ژمنه کوله، چې د کسری و قيصر له خزانو به خوراک کوو او نن زموږ هيڅوک په امن نه دي، چې ان صحرا ته لاړ شي.
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده خلاف مشرکانو څه باندې شل شپې نژدې يوه مياشت تېره کړه او ځای دېره وو.
د دوی ترمنځ جنګ و نه شو، يوازې په غشو ويشتل او کلابندي وه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانان هلته ميشت وو، د دوی دښمن دوی کلابند کړي وو او ترمنځ يې کومه جګړه پېښه نشوه، خو د قريشو ځينې آس سپاره، چې له هغوی څخه يو عبد بن ودّ و، د خندق له تنګ ځايه د تېرېدلو هڅه وکړه، نو آسان يې پونده کړل او له خندقه تېر شول. او حضرت علي کرم الله وجهه له څو مسلمانانو سره ورته را ووت، تر دې چې دوی هغه تنګی ونيو، چې له هغه څخه يې آسان را پورې وېستلي وو… .
علي بن ابوطالب رضی الله عنه، عمرو بن ودّ وواژه او د دوی آسان نامراده او ماتې خوړلې له خندقه پورې وتل، وتښتېدل.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصحابو شعار د خندق په ورځ (حم لا ينصرون) و.
الحرب خدعة[بېشکه جنګ چل دی]:
بيا نُعَیْم بن مسعود ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، نو ورته ويې ويل: اې رسول الله! بېشکه ما اېمان راوړی او زما قوم هم زما په اېمان راوړلو خبر نه دی، نو چې څه دې خوښه وي، ما ته د هغه امر وکړه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «ته په موږ کې يوازينی کس يې، نو که کولی شې زموږ دښمنان ووېروه، چې د يو بل مرسته پريږدي، ځکه بېشکه جنګ چل (تدبير) دی».
بيا نُعَیْم ووت، روان شو، بنو قريظه وو ته ورغی. هغه د جاهليت پر مهال د دوی ملګری و، نو ورته ويې ويل: اې بنو قريظه وو! له شکه پرته قريش او غطفانيان ستاسو په څېر نه دي، دا ښار ستاسو ښار دی، په دې کې ستاسو مالونه، اولادونه او ښځينه دي، تاسو نشئ کولی چې له دې نه بل لور ته ولاړ شئ او قريش او غطفانيان د محمد صلی الله عليه وسلم په خلاف د جنګ لپاره راغلي دي او تاسو پر هغه بریالي شوئ، نو که هغوی فرصت وويني، هغه به ترلاسه کړي او که خبره بل څه شوه، خپلو ښارونو ته به لاړ شي، تاسو او دا سړی (محمد صلی الله عليه وسلم) به ستاسو په دې ښار کې سره پريږدي او بيا به تاسو پر هغه زورور نشئ، که هغه تاسو يوازې ګوښه وموندلی، نو تاسو له دې خلکو سره د هغه خلاف مه جنګېږئ، تر څو مو له هغوی څخه د هغوی مشران په ګرو نه وي اخيستي، چې هغوی له تاسو سره د باور او اعتماد لپاره وي، چې تاسو له دوی سره د محمد صلی الله عليه وسلم خلاف جنګېږي…
نو دوی هغه ته وويل: بېشکه چې د غوره رأيې اشاره دې وکړه.
بيا نعیم قريشو ته ورغی، نو ابوسفيان او له هغه سره چې د قريشو کوم کسان وو، وويل: واورئ! د يهودو ډله په هغه څه پښېمانه شوه، چې د دوی او د محمد صلی الله عليه وسلم ترمنځ و او هغه ته يې کسان ور واستول، چې موږ څه کړي، په هغه پښېمانه يو، نو آيا دا دې خوښه ده، چې موږ له دواړو قبيلو (قريشو او غطفان) څخه د هغوی مشران، سرداران واخلو، تا ته يې در وسپارو او ته د هغوی ورمېږونه ووهې، بيا به موږ له تاسو سره يو تر څو هغوی له منځه يوسو، نو که چېرې تاسو ته يهود راغلل او له تاسو څخه يې ستاسو کسان د ګرو په دود وغوښتل، تاسو هغوی ته يو کس هم مه ورکوئ.
بيا هغه غطفانيانو ته ورغی، نو هغوی ته يې هغه څه وويل، څه يې چې قريشو ته ويلي وو، دوی يې هم له هغه څه څخه ووېرول، له څه يې چې هغوی (قريش) ډار کړي وو.
کله چې د هجرت د پنځم کال د شوال مياشتې د شنبې شپه وه، ابوسفيان او د غطفان مشرانو، بنو قريظه وو ته استازی ور ولېږه، چې سبا ته جنګ دی، راځئ څو له محمد (صلی الله عليه وسلم) سره مقابله وکړه او چې څه زموږ او د هغه ترمنځ دي، هغه پای ته ورسوو، ځان ترې وزګار کړو.
نو هغوی (قريظه وو) دوی ته استازي ور ولېږل، چې نن د شنبې ورځ ده، او دا داسې ورځ ده، چې هيڅ کار نه په کې کېږي او له دې سره سره، موږ هغه څوک نه يو چې له تاسو سره د محمد (صلی الله عليه وسلم) خلاف وجنګېږو، څو چې تاسو موږ ته ستاسو سړي د ګرو ګاڼۍ په توګه نه وي راکړي، ځکه موږ ډارېږو، تاسو به موږ او دا سړي زموږ په ښار کې سره پرېږدئ او موږ به بيا د هغه په وړاندې څه توان نه لرو.
نو کله چې دوی ته استازي له دې وينا سره راستانه شول، قريشو او غطفانيانو وويل: په الله جل جلاله قسم، چې نُعيم تاسو ته څه وويل، هغه رښتيا و.
بيا يې بنو قريظه وو ته پيغام واستاو: په الله جل جلاله قسم، موږ به تاسو ته زموږ له کسانو څخه يو سړی هم در نه کړو، نو که تاسو جنګ کول غواړئ، ووځئ، وجنګېږئ.
کله چې بنو قريظه وو ته استازي ور ورسېدل، نو دا يې ورته وويل: بېشکه چې تاسو ته نُعيم د څه يادونه کړې، هغه رښتيا دي، دا قوم غواړي، چې تاسو وجنګېږئ، که هغوی فرصت پيداکړ، و به خوځېږي. او که کيسه بل ډول وه، خپلو ښارونو ته به په چټکۍ سره روان شي او تاسو او دا سړی به ستاسو په ښار کې سره
پرېږدي.
نو دوی (قريظه وو) قريشو او غطفانيانو ته پېغام واستولو: په الله جل جلاله قسم، موږ له تاسو سره د محمد (صلی الله عليه وسلم) په خلاف نه جنګېږو، څو مو موږ ته ګروي نه وي راکړې.
نو دوی (قريشو او غطفانيانو) د هغوی له غوښتنې انکار وکړ، الله جل جلاله د دوی ترمنځ د مرستې مراندې غوڅې کړې.
الله جل جلاله پر هغوی باندې د ژمي په خورا سړو شپو کې باد را والوځاوه.
نو د هغوی کټوې يې چپه کول او خېمې يې
ړنګولې.
کله چې ابوسفيان دا حالت وليد، ويې ويل: اې د قريشو ټوليه! په الله جل جلاله قسم، تاسو په ټينګ ځای باندې نه ياستئ، بېشکه آسان او اوښان هلاک شول، بنو قريظه وو درغلي راسره وکړه، له هغوی څخه ناخوښه خبر را ورسېده، سخته سيلۍ وينئ، چې ورسره مخ يو، دېګی نه ټينګېږي، اور نه بليږي او خېمې نه درېږي، نو ځئ کوچ کوئ، زه تلونکی يم.
بيا خپل اوښ ته ور پاڅېده، نو هغه يې وواهه، پرې ور ټوپ يې کړه.
او غطفانيانو چې د قريشو د کوچېدو خبر واورېد، هغوی هم په بېړه سره خپلو کورونو ته روان شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *