افغانستان

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: ټولټال څه باندې ۶۰۰ زره معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ټول کې هېواد کې د ۶۱۰ زره معلولینو، کونډو او یتیمانو د ثبت خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، چې دغه له وزارت سره په ټول هېواد کې تر دې دمه ۶۱۰ زره معلولین، کونډې او یتمیان ثبت دي، چې له منځه یې ۳۴۰ زره یتیمان، ۱۹۰ زره معلولین او۸۰ زره کونډې دي.
خاموش زیاتوي، چې د معلولینو له ډلې ۳۰ زره د تېرې ادارې سرتېري او پاتې نور د جګړو پرمهال معلول شوي وګړي شامل دي.
هغه زیاتوي، چې اوسمهال معلولینو، کونډو او یتمیانو د ثبت لړۍ بنده شوې، خو ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به دا لړۍ بېرته
پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *