مقالی اوتبصرې

د شهید فضيلت

دا چې زموږ هېواد په هر انقلاب کې زرګونه شهیدان درلودل او په دې نږدې تېر انقلاب کې چې موږ او تاسو په خپلو سترګو ولید او د کفارو لخوا په بمباریو او چاپو کې شهیدان مو په خپلو لاسنو لحدونو ته ښکته کړل او د ډېرو شهیدانو غوښې او هډونه مو سره راټول کړل نو راځئ چې د همدغو شهیدانو د فضلیت په اړه لږې خبرې وکړو. کوم فضلیتونه چې الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي دي.
شهید د الله (جل جلاله) او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په نزد کوم مقام لري؟ او الله (ج) ورسره کومه وعده کړې. شهید یوه عربي کلمه ده او هغه چا ته ویل کېږي، چې خپله وینه ، مال او ځان د الله (جل جلاله) د کلمې لوړوالي، د قرآن حفاظت، د اسلامي ځمکې عرضي تمامیت او بشپړتیا لپاره قربان کړي. د شهید معنی دا ده چې الله جل جلاله ، محمد رسول الله او ملایکې د دې شاهدي ورکوي چې نوموړی جنتي دی.
بله ترجمه د شهید دا ده چې نوموړي ته د شهادت په وخت کې د جنت حورې حاضرېږي. د شهید دومره لوړ مقام دی چې انسان یې د لیکلو او بیانولو څخه عاجز دی. الله په قرآن کریم کې دوه ځایه په دوو آیاتونو کې د شهیدانو ژوند په اړه فرمایلي، چې شهیدان ژوندي دي (ولا تحسبن الذین…) ترجمه : تاسو د مړو ګمان مه کوئ په هغو کسانو چې د الله په لاره کې وژل شوي،بلکې دوی ژوندي دي د خپل رب په نزد روزي ورکول کېږي.
همدارنګه په بل ایت کې الله جل جلاله فرمایي (لا تقلو لمن یقتل فی …) ترجمه: تاسو مړه مه وایاست هغو کسانو ته چې د الله په لاره کې وژل شوي،بلکې دوی ژوندي دي خو دومره خبره ده چې تاسو شعور نه لرئ (د هغو په ژوند). په دغو دوو ایاتونو کې الله جل جلاله شهیدانو ته ژوند ثابت کړی ، نو که څوک پوښتنه وکړي چې شهیدان څنګه ژوندي دي ځکه چې موږ د هغوی جسدونه په خپلو لاسونو قبرونو ته کوزوو؟
ځواب: انسان دری ډوله ژوند لري ۱- دنیوي ۲- برزخ ۳- اخرت .
د برزخ ژوند د قبر ژوند ته ویل کېږي چې شهیدان د برزخ په دوره کې ژوندي دي. د برزخ په ژوند کې د شهید او بل نېک انسان ترمنځ فرق څه دی؟ یعنې کله چې نیک انسان په قبر کې کېښودل شي او شهید هم په قبر کې کېښودل شي نو هلته به شهید ته رزق ورکول کېږي خو نېک انسان ته نه.
رزق څه ته وايي؟ خوراک ، څښاک او بدني استمتاع ته رزق وایي. شهید ته له جنت څخه نعمتونه را روان وي او نوموړي ته به ورکول کېږي ،خو کله چې نیک انسان په قبر کې کېښودل شي هغه ته به له جنت څخه یو کړکۍ راخلاصه شي، چې د جنت نعمتونه به ورته ښکاري خوشبو به یې پرې لګېږي خو خوړلی به یې نه شي. شهید ته خدای پاک دومره لوړه مرتبه ورکړې ، چې نوموړی دلته په لحد کې پروت وي، خو روح یې په جنتونو کې ګرځي خوراک او څښاک کوي. رسول الله فرمایي: چې د شهیدانو ارواح د شنو مرغانو په ججوري کې دي. په کوم ځای د جنت کې چې یې خوښه وه هلته ګرځېدی شي.
په جنت کې د شهید لپاره ممانعت نشته چې دې سیمه کې به ګرځې او په دې سیمه کې به نه ګرځې، لکه ادم علیه السلام ته الله جل جلاله فرمایلي و، چې دې بوټي ته به نه نږدې کېږې، په جنت کې و خو منع شوی و، خو شهید چې کوم څه او چېرته چې وغواړي هلته تلی او خوړلی شي ،دا موږ ته د شهید مقام او منزلت را په ګوته کوي.
قدرمنو! پیغمبرعلیه السلام فرمایي: چې د شهیدانو ارواح ټوله ورځ په جنتونو کې ګرځي کله چې ماښام شي نو دوی راټول شي، د الله جل جلاله د عرش لاندې قنادیلو ته؛ هلته شپه تېروي او کله چې سهر شي بېرته ځي جنتونو ته او په جنتونو کې ګرځي. کله نا کله به الله ج بلاکیفه خپل ځان شهیدانو ته راښکاره کړي، چې اې شهیدانو! څه غواړئ چې در یې کړم، نو شهیدان به ووایي چې هر څه دې راکړي نور څه وغواړو. خو الله جل جلاله به ورته وفرمایي: بیا هم څه غواړئ؟ نو شهیدان به ورته ووایي، که چېرته مو غوښتنه پوره کوې نو موږ دنیا ته ولېږه او شهیدان مو راوله او بیا مو دنیا ته ولېږه شهیدان مو راوله او بیا مو دنیا ته ولېږه او شهیدان مو راوله، دغه مو هیله ده، یعنې شهادت زموږ خوښ دی. که نه هېڅوک نه غواړي چې له جنت څخه دې دنیا ته بېرته راشي ، یوازې شهید دی چې دا تمنا او هیله لري. امام قرطبي رحمه الله یو حدیث شریف رانقل کړی،چې ډېرې نادرې خبرې ته یې اشاره کړې هغه دا چې، شهید ته پنځه داسې خصوصیتونه الله ورکړي چې انبیاوو علیهم السلام ته یې نه دي ورکړي.
۱- د نبي روح ملایکه اخلي خو د شهید روح الله جل جلاله په خپله اخلي ۲- هر نبي ته غسل ورکول کېږي خو اعلی درجه شهید ته غسل نه ورکول کېږي ۳- هر نبي ته کفن ورکول کېږي خو اعلی درجه شهید په خپلو جامو کې خښېږي ۴- څنګه چې د شهید روح والو ته نوموړي ته د شفاعت اجازه ورکول کېږي، خو نبي ته د قیامت په ورځ د شفاعت اجازه ورکول کېږي ۵- شهیدانو ته الله جل جلاله په قرآن کې ژوندي ویلي، خو انبیا علیهم السلام سره د دې چې په خپلو قبرونو کې ژوندي دي، خو د دوی ژوند په احادیثو مطهرو کې ثابت دی. په یو حدیث شریف کې راځي چې انبیا (حَیٌ یُرُزق) دي یعنې انبیا علیهم السلام په خپلو قبرونو کې ژوندي دي، هغوی ته روزي ورکول کېږي. هلته دوی عبادت، طاعت او لمونځونه کوي. په قرآنکریم کې داسې ځای نشته چې هلته ویل شوي وي چې انبیا ژوندي دي، خو د شهیدانو په اړه الله جل جلاله فرمایي: (چې شهیدان ژوندي دي خو تاسو د هغوی په ژوند نه پوهېږئ) هغوی داسې یو ژوند لري، چې په هغه یوازې الله ج پوهېږي.
یوه ډېره اړینه پوښتنه، هغه دا چې که څوک درنه پوښتنه وکړي چې شهادت دومره لوړه مرتبه ده نو ولې الله ج خپل خوږ پیغمبرمحمد مصطفی(صلی الله علیه وسلم) ته نه ورکاوه؟
د دې پوښتنې ځواب دادی، چې پیغمبرعلیه والسلام، رئیس الشهدا دی ځکه پیغمبرعلیه السلام ته یوې یهودۍ ښځې په ډوډۍ کې زهر ورکړي وو،چې د مبارک ژوند په اواخرو کې یې همغه زهر په بدن کې ښکاره شول او پيغمبرعلیه السلام ترې شهید شو.
بل داچې که پیغمبرعلیه السلام د نورو شهیدانو غوندې په شهادت رسېدلی وی، نو هغه قوم به تر قیامته د خلکو بد ايسیدلی او نفرت به یې ترې کاوه. بل ځوای دا دي چې د نبي علیه السلام درجه خو ډېره لوړه ده شهید کله د نبي علیه السلام درجې ته رسېدی شي.
بل داچې : د محمد مصطفی(صلی الله علیه السلام) سره الله وعده کړې وه، چې زه به دې له خلکو ساتم، که چېرته پیغمبرعلیه السلام د نورو شهیدانو غوندې شهید شوی وی، نو بیا به خلکو ویل چې دا څنګه الله جل جلاله ورسره د حفاظت وعده کړې وه چې ساتم دې خو اوس شهید شو.
قدرمنو! شهید ته الله اووه نور صفتونه هم ورکړي. چې بل یو مخلوق ته یې نه دي ورکړي چې په لاندې ډول دي.
۱- د اول څاڅکي وینې غورځېدو سره الله پاک ورته ټول ګناهونه بښي.
۲- د قبر له عذابه څخه به په امن وي.
۳- د شهادت په وخت کې شهید خپل ځای په جنت کې ویني.
۴- الله جل جلاله به شهید له هغه ډار څخه وساتي کوم چې د اسرافیل علیه السلام په دوهمه شپلۍ کې وي.
۵- د شهید په سر به د کرامت تاج کېښودل شي چې د بل چا سره به یې مثال نه وي.
۶- شهید ته به ۷۲ حورې په جنت کې ورکړل شي.
۷:- د هغو ۷۰ کسانو د شفاعت اجازه به ورکړل شي چې جهنم ورته واجب شوی وي.
دا چې شهید د الله جل جلاله په نزد دومره لوړ مقام او منزلت لري نو پام د اسلامي امارت په ګدۍ ناستو مشرانو او مسؤلینو!!! چې د شهیدانو له وینو او ارمانونو سره خیانت ونه کړئ! ځکه چې دا اسلامي نظام د زرګونو فدایانو، عالمانو، نېکانو او صالحینو په وینو راغلی نظام دی.
ډېرې خویندې مو سرتورې شوي، معصوم ماشومان مو یتیمان شوي، ډېرې لکه حورې ناویانې مو د واده په شپه کونډې شوي، مورانې یې بورې او پلرونه یې د زامنو له غمه پر ملا مات شوي او شهیدان مو له بل ها ارمانونو سره خاورو ته تللي.
خدای مکړه همدغه شهیدان مو د قیامت پر ورځ الله جل جلاله ته راکش نه کړي او الله جل جلاله ته عارض نه شي، چې موږ څخه وروسته پاتې شویو مسلمانو وروڼو زموږ له ارمانونو، هیلو، کونډو، بورو او یتیمانو سره جفا او خیانت کړی، زموږ بدله ورڅخه واخله. بیا به الله جل جلاله ته څه ځواب وایو! شته جواب؟ معلومه خبره ده چې جواب به مو نه وي.
نو راځئ مسلمانانو وروڼو! د خپلو شهیدانو ارمانونه پوره کړو، د هغوی څخه راپاتې کونډې، یتیمان او بورې په احسنه طریقه وساتو تر څو مو د شهیدانو او د هغوی له کورنیو او وارثینو سره جفا نه وي کړې او هم د الله جل جلاله په مخ کې سرټيټي نه و. الله (ج) مو دې د شهیدانو سره له خیانته وساتي او الله ج دې موږ او تاسې ټول مسلمانان د قیامت په ورځ د شهیدانو په صف کې را ولاړ کړي.

محمد منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *