لیکنېمقالی اوتبصرې

د شپې پای او د سهار پیل

د حوت لسمه هغه له ویاړ او وقار ډکه ورځ ده چې ساری یې ډېر کم تر سترگو کېږي. په دې ورځ د څوارلسمې پېړۍ فرعون، د گردې نړۍ زبرځواک، هغه چا چې په ټول جهان کې یې د ځان مثل او مثال هېڅوک په نظر نه ورتلل، هغه چا چې غرور او تکبر یې اوج ته رسېدلی و، هغه چا چې پر نه منونکو وسائلو سمبال وو، هغه چا چې نور ټول انسانان یې د خپل ځان غلامان او خادمان بلل، هغه چا چې ځان ورته په هوا او نور ورته په ځمکه ښکارېدل، هغه چا چې تر هر چا له مادي اړخه ځواکمن او پر ځان بسیا وو، هغه چا چې ماتې یې په خیال او فکر کې هم نه راگرځېدله له داسې چا سره د مذاکراتو مېز ته کېناستل چې هر څه یې د دوی برعکس وو. په دې ورځ دکفــر غرور مات، زوال یې پیل، لاس یې تر غوږو او افغان مسلمه امت ته یې د خپل شکست اظهار وکړ ، اسلامي امارت ۱۱ ځلې د مېز سر ته راکش کړل چې په پای کې یې په همدې ورځ يې داسې تړون لاسلیک کړ،چې د هغه قلم لیدل د افغان ولس د سترگو د یخوالي سبب گرځي، په دې ورځ د دښمن په مخکې د تکبیرونو شور او ځوږ جوړ شو ، په دې ورځ د اسلامي امت سیاسي مشران جگې شملې او پر اوږو پراته چادرونه په لوړ مرام په داسې حالت کې له دفتر را ووتل چې سپین محمدي بیرغونه یې پر لاسونو او د تکبیر نعرې یې زمزمه کولې. په دې ورځ د پنځه زرو کسانو د آزاد ژوند تېرولو برخلیک معلوم شو، په هر کور خصوصاً په هغه کور کې چې کوم غړي به یې په زندان کې شپې ورځې تېرولې مسکاوې خپرې شوې، دهر مسلمان پر زړه د خوښۍ څپه راغله ، هر څوک د جهاد او مجاهد سپېڅلې کلمې ته پر حق ویلو باندې قائل شول، نړۍ ته افغان د زمري په نوم ور معرفي شو.
په دې ورځ د کفر د غلامانو ، د جمهوریت او دیموکراسۍ غوښتونکو د زړونه ټکان ترقي وکړه، په دې ورځ له افغانستانه د جمهوریت د تابوت د لیږل خبرونه خپاره شول، په دې ورځ د شر خوښونکو په تندیو کې گونځې پیدا شوې، په دې ورځ له ظالم څخه مظلوم ته د خپل حق اخیستلو هیلې را ژوندۍ شوې، په دې ورځ هر مخلص مٶمن خپل پروردگار ته سر په سجده کېښود، په دې ورځ پگړۍ نړیوالو ته ور و پېژندل شوه، په دې ورځ په هر کور او کلي کې خواږه ووېشل شول.
په دې ورځ دهغه شهیدانو وینو رنگ راوړ،چې خپل ځانونه یې د الله (جل جلاله) په لار کې نذرانه او لولپه کړل، په دې ورځ د هغه شهیدانو وینو رنگ راووړ چې په ټانگونو پسې کش شول، په مرگ باندې اندامونه ترې غوڅ او مثله شول، په دې ورځ د هغه شهیدانو او فدایانو وینو رنگ راووړ چې بیا یې د ابد لپاره بدن هم ونه لیدل شو ، په دې ورځ د بورې مورکۍ د زړه آرمان پوره شو. دا ورځ به د تاریخ یوه زرینه او نه ختمیدونکې صفحه کرښه وي.
نوټ: په ټولو مٶمنو وروڼو او خویندو باندې لازمه ده تر څو د الله (جل جلاله) په دربار کې د دې عظیمې ورځې شکر اداء کړي.

طالب العلم سیدیحی (عمر)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *