
د شیدو غذايي ارزښت
الله (ج) شیدې غټ نعمت، سالم، پاک او خالص څښاک او د خپلو بنده ګانو لپاره خوندور خواړه پیدا کړي ، چې باید د هغه شکر پرځای شي. هغه شیدې چې موږ یې په بيلابېلو ډولونو، لکه: شیدې، پنير، کوچ او داسې نور مصروفوو، له پوره خوړو څخه ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې ۸۷ تر ۹۱ سلو کې له اوبو څخه جوړې شوې دي. شیدې، چې د ژوند غوره خوراکي توکی دي، پوره او کامل خواړه جوړوي. شیدې په پوره ډول غوړ، پروتینونه، خواږه او د لاکتوز موادو لرونکي دي. د شیدو معدين مواد عبارت دي له: سودیم، پوتاشیم، کلسیم، مګنیزیم، فسفر، مس، کوراید، ګوګرد او لږ اوسپنه. په شیدو کې د اکسیجن، اسید کربنیک او امونیاک ګازونه په حل شوي ډول شتون لري. علمي څیړنو ثابته کړې ده، چې که چیرته یو حیوان ښه وڅریږي(موړ شي) د ویټامینونو ټول ډولونه د هغه په بدن کې شتون لري. په شیدو کې حل شوي ویټامین له(A,C,B,D,P) څخه عبارت دي. شیدې پاکې دي، څنګه چې له تیو(تي) څخه راووزي، نو څښلو ته تیارې دي، له مکروبونو او چټلۍ لرې دي؛ ځکه چې یو وړوکي شی هم له کلمو څخه نه پاتي کیږي او تر هر څه مخکې یې ورڅخه جذبوي. اما معجزه دا ده، چې دا شیدې له وینې او زوږل شوو بوټو څخه شوې دي، چې په پاک او خالص ډول د غواوو، له ګیډې(نس) څځه راوځي: د وښو او وینې له منځ څخه پاکې او ستره شیدې د څښونکو لپاره ورکوي. استاد سید قطب ددې مبارک ایت په تفسیر کې وايي:«الله(جل جلاله) دی، چې له آسمان څخه اوبه راښکته کوي او مړه ځمکه په هغه سره ژوندۍ کوي. الله دی، چې له اوبو پرته، خوندورې شیدې په خلکو باندې څښي، خوندورې شیدې، چې د څارویو په ګیډه کې یې د وښو او وینې له منځ څځه راباسي.» د تجربو د علم پرمختګ په ځانګړي ډول د خوراکي توکو د پیژندنې علم، دې پایلې ته رسیدلی دی، چې شیدې تر ټولو پوره خواړه ګڼل کیږي، ځکه چې د انسان د بدن د اړتیا وړ ټول هغه مواد، چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورته اړتیا لري، ترلاسه کیږي.»
د مور په شیدو سره د ماشوم د تغذیې ګټې: د مور په شیدو سره د تغذيې موضوع څوارلس سوه کال مخکې په قرآن عظیم الشان کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د تلپاتې معجزې په عنوان او د اسلام په ټول شموله کړنلاره کې بیان شوې او په نبوي سنتو کې هم دشیدو د خوړو په ارزښت او د مور په شیدو سره د ماشومانو په تغذیه باندې ټینګار شوی دی؛ څرنګه چې د نوروادیانو او قوانینو د پیروانو د څیړنو په رڼا کې، چې دطبي علومو په برخه کې ترسره شوې دي، د نوي زیږدیدلي ماشوم لپاره د مور د شیدو په تغذیه باندې ټینګار کړی دی. د نوي زیږیدلي ماشوم لپاره تر ټولو غوره خواړه، د مور شیدې دي، چې هم دماشوم او هم د مور لپاره ګټورې دي؛ د ناروغیو په وړاندې ماشوم ته پیاوړتیا ورکوي او له مور سره د حمل(زیږون) په ځنډولو کې مرسته کوي. د مور له شیدو څخه په آسانۍ سره ګټه اخیستل کیږي او هم په آسانۍ سره هضمیږي. همدرانګه د پوره ویټامینونو، اوبو ، شحمیاتو او د اړتیا وړ انزایمونو لرونکي دي، چې د هضم لپاره اړین دي. ددې ترڅنګ، یو څه اوسپنه لري، چې د ماشوم بدن یې د جذب توان لري او له مصنوعي شیدو سره په پرتله، له هر اړخه ښې او ګټورې دي. د مور په شیدو سره تغذیه، په ځانګړې توګه لومړنیو شپږو میاشتو کې، د نوي زیږیدلې ماشوم د بدن او روح سالمه وده خوندي کوي. په علمي روایتونو کې لولو، چې شیدې د انسان عقل او پوهه ډیروي او د انسان ذهن او فکر ته پاکوالی وربښي، د سترګو روښانتیا ډیروي، د هیرولو ناروغۍ له منځه وړي، زړه پیاوړی کوي او ملاټینګه ساتي، چې داهره یوه نښه له شیدو سره نژدې اړیکې لري. «هیڅ خواړه د شیدو په څیر ارزښت نه لري. له عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اې برحق معبوده! موږ ته په دې خوړو کې برکت کیږده او هغه زموږ لپاره ډیر کړه؛ دا رنګه د خوراک او څښاک هیڅ یو شی بسنه نه کوي، پرته له شیدو. د بشر ستر لارښود به له شیدو څښلو وروسته تل پورتنۍ دعا ویله.« د مور شیدې د نوي زیږیدلي ماشوم لپاره یوازینی پوره او کامل خواړه دي، چې هم غذايي ارزښت لري او هم کولی شي، چې د ماشوم بدن د هر ډول احتمالي ناروغیو او خطرونو په وړاندې پیاوړی وساتي. اسلام په دې باور دی، چې میندې د شیدو له لارې خپل ماشوم ته ځینې ځانګړنې ورلیږدوي. اسلامي فقهاوو، له شیدو څخه د ښې ګټې اخستنې لپاره څلورګوني شرطونه وړاندې کړې دي:
۱ – مورباید تقوا لرونکې وي.
۲ – په غوسې سره باید ماشوم ته شیدې ورنه کړل شي.
۳ – د حلال خوراک خوړل.
۴ – د مور روحیات په ماشوم باندې اغیز لري؛ مور باید هغه وخت ماشوم ته شیدې ورکړي، چې په پوره ډول ارامه او اسوده وي. هغو میندو ته چې ماشوم ته شیدې ورکوي لازمه ده، چې خپلې روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي او اسلامي لارښوونې هیڅکله هم له یاده ونه باسی.» د یادونې وړ ده، چې د(شیدو ورکولو او شیدو خوړلو) پروسه، هم مور او هم د ماشوم لپاره ګټوره او مهمه ده؛ هغو میندوته، چې د دوئ په ګومان ماشوم ته شیدې ورکول، د هغوئ د کمزوری لامل کیږي، باید وویل شي، چې د مور له تیو څخه د ماشوم خواړه تل د مور په ګټه دي. د بیلګې په ډول: په تیزۍ سره د رحم ګرځیدل مخکني یا طبیعي حال ته، د سینې د سرطان مخنیوی، د عاطفي او روحي پیاوړتیا او د مور او ماشوم ترمنځ د لا ډیرې مینې منځته راتګ، د میاشتنۍ ناروغۍ د دورې پریکیدل پیل، د کورنۍ د منظموالي او له ټابلیټو، امپول او یا لوله بست، څخه چې ډیر ځاني زیانونه لري، کار نه اخیستل د شیدو د ورکړې له ګټو څخه ګڼل کیږي. د مور په نزد د تخمې د پخیدو د مخنیوی، د زیږون ترمنځ ځند راوستل او د هغو خوراکي توکو او عناصرو بیرته ترلاسه کول، چې د مخکني زیږون په وخت یې له لاسه ورکړي، له کمخونۍ او نورو ناروغیو څخه مخنیوي کوي.
شاه محمود درویش