تاریخ او جغرافیه

د صاحب خان غازي شخصیت او مبارزه

حبیب الرحمن رحیمي

سوېلي ولايت زابل له هغو تاريخي سيمو دی چې زموږ د هېواد د ملي تاريخ يوه زياته برخه ورسره تړلې ده ،ياد ولايت نه يوازې د ملي تاريخ برخه ده بلکې د ملي وياړونو ټاټوبی هم دی او د بېلګې په توګه د افغان او انګلیس د دویمې جګړې یو شمېر غزاګانې همدلته منځته راغلې،چې د همدې سپېڅلې مبارزې اړوند د مناسبتونو او پېښو نومونه يې خپل کړي،چې د موږ مخې ته د صاحب خان غازي غونډۍ راغلله. صاحب خان غازي د میرباش زوی د غزني د آب بند ولسوالۍ د فتح کلا اوسېدونکی او د ترک قومي مشر تېر شوی، د مشرۍ وړتیا یې هغه وخت ښه څرګنده شوه کله چې امير شېرعلي خان د شاپسند په نوم یو ظالم او عیاش انسان د مقر د سیمې حاکم وټاکل شو ،ترې څو ځلې یې د وخت امير ته شکایتونه وکړل د وخت امير یې پر غوښتنو کوم غوږ ونه ګراوه نور نو دې نوموړي پښتني غیرت  او اسلامیت ترسره کېدونکي اعمال نه منل بالاخره د مقر حاکم یې واوژه ،په غبرګون کې یې امير د غازي په کورنۍ سخت کړاو راوست چې نوموړی یې دې ته اړ کړ تر څو ځان دولت ته تسلیم کړي خو امير د خپلو سلاکارانو دې غوښتنې پر اساس د وژلو پر ځای له ځان سره بندي کړ ،سره له دې چې اسارت دوره يې تېروله مګر په ځينو چارو کې د وخت امير ترې مشوره غوښتله.د شېرعلي خان کمزوري حکومت د انګرېزانو دویم تېري ته لاره همواره کړه ،١٨٧٨کال کې پرنګيانو په هېواد یرغل وکړ دا وخت نوموړی غازي د ملي مبارزې په موخه له بند څخه خلاص شو ، د امير لخوا ورته اس،توره او تفنګچه هم ورکړل شول، غازي جانان د غليم لار تر هغې څارله چې شېرعلي هېواد پرېښود، د ملي امیر نشتون یوه پوښتنه وه چې دوی د خپلې مجاهدې د مشر وعیت لپاره درلوده مګر د ملګرو لخوا د خپلې ډلې  امير وټاکل شو بالاخره د همدې غونډۍ د پاسه کومه چې د زابل شاجوی ولسوالۍ د غلام ربات سورتاک غره ته نږدې د افغان غازيانو او انګرېزانو ترمنځ جګړه ونښته، بریا مجاهدینو خپله کړه او له منځه یې د صاحب خان غازي په ګډون ۲۰۰ غازیانو د شهادت لاره خپله کړه . د شهيد غازي د مېړانې او وطن پالنې کیسه په ياده(صاحب خان )غونډۍ کې پاتې نه شوه تر لېرې لاړه ان تر دې چې ولسي ادب ته يې لار وکړه لکه

سرې جامې یې وکړي برابر غزا ته ځي صاحب خان

ګل دی د ریدي صاحب خان.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button