دینې لیکنېلیکنې

د صحابه وو مقام او فضیلت!

صحابي هغه چاته ویل کیږي چې رسول الله یې په ژوندونې لیدلی وي په هغه یې ایمان را وړي وي او بیا د ایمان په حالت کې وفات شوی وي.
د الله ﷻ په بنده ګانو کې له پیغمبرانو څخه وروسته الله ته غوره او الله ته ګران بنده ګان صحابه دي.
الله ﷻ د صحابه وو ټول ګناهونه معاف کړي او الله ﷻ د صحابه وو څخه راضي دي.
الله ﷻ فرمایې:
هغه مهاجرين او انصار چې تر ټولو د مخه د ايمان بلنې ته په لبېك ويلو کې وړاندې شول، دغه راز هغه كسان چي وروسته له نېکۍ او رښتينولۍ سره په هغو پسې راغلل؛ الله له هغو څخه خوښ او هغوى د الله څخه خوښ شول. الله د هغو لپاره داسې باغونه (جنتونه) تيار کړيدي، چې لاندې به يې ویالې بهیږي او هغوى به پکې د تل لپاره اوسیږي. همدا ډېر لوى برياليتوب دى.
{سورة التوبة 100 نمبر ایات}
پرته له شکه صحابه کرامو تر مینځ په فضیلتونو ، ارزښتونو، انفاق، جهاد، اتلولي، دعوت او حتی په قوت او فزیکي جوړښت کې یو تر بله توپیر او په مقام کې فضیلت درلود، لاکن په صفت دصحابیت کې ټول سره شریک دي.
خو په امت کې ځینې دا سې جاهل خلک پیدا شول چې صحابه وو پسې کنځل کوي او په هغو پسې د دروغو تهمتونه لګوي.
رسول الله ﷺ د صحابه وو په فضیلت کې فرمایلې:
لا تَسبُّوا أصحابي فوالَّذي نَفسي بيدِهِ لَو أنَّ أحدَكُم أنفَقَ مثلَ أُحُدٍ ذَهَبًا ما أدرَكَ مُدَّ أحدِهِم ولا نصيفَهُ.
ژباړه: اې خلکو! زما صحابه کرامو(رضی الله عنهم) ته کنځل مه کوئ، زما دې په هغه ذات قسم وي،چې زما ځان دهغه په واک کې دی که بالفرض ستاسو نه یوتن داحد غره په اندازه سره زر خیرات کړي، دصحابه کرامو پاو انفاق اویا نیم پاوته به هم ونه رسیږي.
او همدارنګه په بل حدیث کې راځې:
قال رسول الله(صلی الله علیه وسلم) : لعن الله من سبَّ أصحابی.(الطبراني) وحسَّنه الألبانی فی صحیح الجامع.
ژباړه: حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرماي: دالله لعنت دې وي په هغه ،چې زما صحابه وو پسې بد وايي.
اوهمدارنګه د صحابه وو په فضیلت کې فرمایي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مُغَفَّلٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «اللَّهَ اللَّهَ فِي أَصْحَابِي، لَا تَتَّخِذُوهُمْ غَرَضًا بَعْدِي، فَمَنْ أَحَبَّهُمْ فَبِحُبِّي أَحَبَّهُمْ، وَمَنْ أَبْغَضَهُمْ فَبِبُغْضِي أَبْغَضَهُمْ، وَمَنْ آذَاهُمْ فَقَدْ آذَانِي، وَمَنْ آذَانِي فَقَدْ آذَى اللَّهَ، وَمَنْ آذَى اللَّهَ فَيُوشِكُ أَنْ يَأْخُذَهُ»
ژباړه: حضرت عبد الله بن مغفل نه روایت دی چې حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم): وفامایل زما داصحابو په باره کې له الله نه وویریږئ زما نه وروسته پر هغوي ملامتي مه اچوئ اونه ورته سپکې سپورې خبرې وکړئ،په یاد ولرئ! چاچې له هغوي سره مینه او محبت وساته زما په سبب به وي او چاچې هغوي سره کینه او دښمني وساتله دا به هم زما په سبب وي، چاچې دوی ته تکلیف ورساوه په حقیقت کې ماته يې تکلیف ورساوه، چاچې ماته تکلیف ورساوه هغه الله ته تکلیف ورساوه، چاچې الله ته تکلیف ورساوه، ډیر زر دی چې الله يې ونیسي.
او د خلفاء الراشدینو په فضیلت کې رسول الله ﷺ فرمایلي:
قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم):عَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ.
ژباړه: حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: زما نه وروسته تاسو (اُمت) زما سنت او د راشده خلفاوو سنت ټینګ ونیسئ او متابعت یې وکړئ.
خلاصه دا چې: د صحابه وو پسې کنځل کول او هغو سره دښمني کول د الله سره دښمني کول دي.
او دا کار جاهل او نا پوهه خلک کوي نو مونږ او تاسو باید د صحابه وو سره مینه وکړو او د هغو په شان کې ګستاخي ونکړو.

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *