ټولنه اوکلتور

د صحي خوړو کلتور وپالئ

انساني ټولنه د خپل پیداښت څخه تر ننه پدې هڅه کې ده چې دې ځانونو د انرژي اړتياوې د خوړو له بېلابېلو ډولونو څخه پوره کړي،دې همدې هڅې په لټه دوی توانېدلي دي چې دې خوړو ګڼ شمېر ډولونه لاس ته راوړي او ترې ګټه واخلي.
خواړه د لومړنۍ اړتيا له مخې هغه څه دي چې زموږ بدن ورته ضرورت لري،پرته له دې نشي کولی چې ژوند او خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
خواړه بیا دې خپل ډول له مخې په څو ډولونو وېشل شوي دي چې هر یو یې، بېلې ځانګړنې  لري خو تر ټولو مهم یې غذايي ارزښت او هغه انرژي ده په کومه کچه چې زموږ بدن ورته اړتیا لري که څه هم خواړه   د څرنګوالي له مخې بېل دي همداشان زموږ بدنونه هم دې ضرورت وړ غذا غوښتنه لري نو دې ټکي ته رسېږو چې ټول انسانان یو ډول خواړه خوړلی نشي ځکه دې دوی دې خوړو  ټاکنه دې بدن ،کلتور او روغتیا له مخې کېږي
بدن غوښتنه ځکه اړینه ده  کله چې د یو انسان  کمزوری کیږي دې اړتیا وړ خوړو ته يې لېوالتیا زیاتیږي،کلتور هم هغه لامل دی چې دې خوړو په غوراوي ښکاره اغېز لري شاید هر هغه څوک چې دې سيمې له کلتور سره اشنا وي نو هغه  خواړه به ټاکي کوم چې د سیمه ایز دود له مخې لومړی درجه خواړه بلل کیږي مګر هغه څوک چې ورسره بلد نه دي هېڅ خوندور به ورته نه وي او په ټوله کې روغتیا ډېره مهمه ده چې دې خپل روغتيايي وضعیت ته په کتو خواړه برابر شي دا په داسې حال کې ده چې زموږ په هېواد کې له کوره او تر هوټل پورې لومړی درجه خواړه چې معمولا غوښه او وریجې وي تیاریږي اوس چې  دې تکنالوژي او صنعت له برکته دې انساني ټولنې فزيکي فعالیت کم شوی دی ياد شوي خواړه دې تر څنګ چې روغتیا ته زیات اغېزمن نه دي بلګې یو شمېر ناروغانو ته مضر ثابتیږي ، له اقتصادي اړخه هم لوړ قېمت پريکوي .
د موسم بدلون  دا چې د کال موسمونو بدلون  ته په کتو هم دې خوړو ډول بدلونونو د انساني طبيعت د غوښتنې له مخې کیږي مګر زموږ ټولنه کې  ټول کال همدغه د درنې بيې او غیر صحي خواړه له کوره تر هوټله مېلمه ته ورکول کیږي.
دې هېواد شته طبعیت ته په کتو موږ کولی شو چې زیات وخت صحي خواړه وخورو ،دې ملېمه پالنه پرې وکوو خو دا څه په رسټورانټونو او هوټلونو کې هم عملي کړو دا په داسې حال کې ده چې د کابل پېنځه میلونو وګړو لرونکی ښار د سبو او اقسامو يې یو هوټل هم نه شته  ، اړینه ده چې دې ځان او نورو روغتیا ته په پام سره دې ټولنې هر ډول وګړو لپاره صحي غذا برابره
کړو.

حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button