افغانستانراپورونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري د پراختيا په حال کې ده

د وخت په تېرېدو سره د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري غښتلې کېږي ،چې ښه بېلګه يې ايران ته د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغنی برادرآخوند او ملګري پلاوي بلل دي. ملا برادر د ايراني مقاماتو سره، سربېره په نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.ايران غواړي د افغانستان د واخان له لارې له چين سره ونښلول شي،چې دا کار افغانستان او د سيمې هېوادونو ته ډېره ګټه رسولی شي.د چابهار بندر هم له ځانګړي ارزښته برخمن دی.افغانستان غواړي،چې د دغه بندر له لارې خپله سوداګري له هند سره غښتلې کړي؛خو تراوسه پورې د دغه بندر ودانيزې چارې نه دي بشپړې شوې.د واخان د دهلېز چارې روانې دي.زموږ خبريال په دې تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وياند آخوند زاده عبدالسلام جواد سره مرکه کړې.
پوښتنه:ايران ته د ریاست الوزرا دويم اقتصادي مرستيال ملابرادرآخوند زاده او ملګری پلاوي رسمي بلل او له ايراني چارواکو سره يې ډېر فوکس پرڅه شي و؟
ځواب:د ايراني مقاماتو په بلنه د رییس الوزرا دويم اقتصادي مرستيال د يوه پلاوي په ترکيب کې ايران تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره يې په بېلابېلو برخو په تېره بيا سوداګرۍ،ترانزيت،ترانسپورټ،زيربناوو،د اورګاډي پتلۍ،سيمه ييزو موضوعاتو او د چابهار بندرله لارې سوداګري او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سيمه ييزو پراختيايي موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
پوښتنه:له اقتصادي پلوه ايران ته د افغان پلاوي سفرڅنګه ارزوئ؟
ځواب: د افغانستان اوايران ترمنځ سوداګري د پراختيا په حال کې ده.
له کله،چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې واکمن شوی،تصميم يې نيولی،چې افغانستان د سوداګرۍ له لارې پرځان بسياشي.موږ لېوال يو،چې د ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره حسنه او اقتصادي ښې اړيکې ولرو.په همدې موخه ايران ته د اسلامي امارت د کابينې ډېرو چارواکو ا سفروکړ.موږ غواړو له ايران سره سوداګريزې اړيکې له پخوا څخه پراخې شي.د ۱۳۸۱ لمريزکال راهيسې له ايران سره د افغانستان سوداګريزې اړيکې ښې شوې دي؛خو اوس يو لړ بدلونونوته اړتيا ليدل کېږي.ترڅوچې بدلون راوستل کېږي.ايران ته د افغانستان د پلاوي د سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره ځينې تفاهمونه شوي دي.ايران لېوال دی،چې د افغانستان د واخان بندر له لارې له چين سره ونښلول شي.ياد پلاوی موخه داهم وه،چې څرنګه له ايران سره دوه اړخيزې اړيکې ولري؟ په دې تړاو يې هم خبرې کړي دي.په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېره بيا په سوداګرۍ کې ستونزې را ولاړې شوي دي.له بده مرغه،چې پاکستاني مقامات د سوداګرۍ او ترانزيت برخه کې د نړيوالو نورمونو او قوانينو خلاف عمل کوي.هغه هېوادونه،چې سمندرته سوداګريزه لار نه لري په هغو هېوادونو،چې سمندر ته لارې لري د دې حق لري،چې له بېلابېلو لارو څخه د سوداګرۍ برخه کې ګټه واخلي او سمندرته خپل مالونه ورسوي.دغه هېواد افغان سوداګروته په ترانزيت او سوداګرۍ کې ستونزې پيدا کړي دي.دا د افغانانو مسلم حق دی،چې پر بديلو لارو کار وکړي،چې سمندر ته خپل مالونه ولېږدولی شي. دا کارد ايران چابهار بندرله لارې ترسره کېدای شي.له دې کبله موږ تصميم نيولی،چې د ايران له مقاماتو سره خبرې وشي،چې د ياد بندر له لارې افغان سوداګرو ته د تګ او راتګ او همداسې د ترانزيت زمينه برابره کړي.هلته بايد د افغان سوداګرو لپاره يوځانګړی ځای وټاکل شي،چې ترې ګټه پورته کړای شي.
پوښتنه:د افغانستان له لارې له چين سره د ايران نښلېدل، زموږ خلکوته څه ګټه رسولی شي؟
ځواب:چين يو لوی اقتصادي ځواک په سيمه او نړۍ کې شمېرل کېږي؛نوموږ غواړو په نيغه له چين سره د واخان له لارې ونښلول شو.دا کارنه يوازې د افغانستان په ګټه دی؛بلکې د سيمې د هېوادونوګټه هم ده لکه:ايران،عربي او اروپايي هېوادونه. کله،چې د واخان بندر څخه له چين سره ونښلول شو، بيا کولی شو د ذکرشويو هېوادونو سره سوداګري ترسره کړو. د افغان او چين ترمنځ د واخان لاره ډېرارزښت لري.زموږ هېواد له ګاونډيو،اروپايي او عربي هېوادونو سره د نښلولو نقطه ده.اروپايي هېوادونه افغانستان ته نږدی پراته دي؛نو کېدای شي د چين مالونه زموږ هېواد ته را داخل او له دغه ځای څخه بيا ازبيکستان،تاجيکستان،ترکمنستان او همدارنګه ايران ته ولېږدول شي. دغه هېوادونه کولی شي خپل مالونه له دې ځای څخه نورو هېوادونو ته ولېږدوي.ترانزيت موږ ته ګټه رسوي،له اقتصادي پلوه به افغانستان په خپلو پښودرولی شو.
پوښتنه:اوس د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري څنګه پرمخ درومي؟
ځواب:د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګريزې اړيکې په عادي توګه دوام لري.موږ هلې ځلې کوو،چې له ايران سره زموږ سودارګريز بيلانس برابرشي. پخواني نظام يوازې له ايران څخه واردات لرل ؛خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هڅه کېږي،چې صادرات هم ولرو.له نېکه مرغه،په تېرو اووه مياشتو کې وتوانېدو،چې ياد هېواد ته تريوولس ميليونو ډالرو پورې صادرات ولرو او همدارنګه له ايران څخه ۹۵۳ ميليونه ډالره واردات لرو،چې په دې توګه له ايران سره زموږ د سوداګرۍ کچه۹۶۴ميليونه ډالروته رسېږي.هغه توکي او اقلام،چې له افغانستانه ايران ته صادرېږي سربي مواد،پنبه،مميز،نباتي تخمونه،د کنجد دانې،مۍ ،نوشابې،طبعي نباتات او نور توکي دي همدارنګه له ايران څخه افغانستان ته ډيزل،پترول،سيمنټ ،ګاز او همداسې د افغانستان د فابريکو لپاره اوومه مواد او ځيني نور مواد واردېږي.
پوښتنه:افغان سوداګرو د ايران ويزې د ترلاسه کولو برخه کې ستونزې لرلې اوس دغه بهير څنګه دی؟
ځواب:اوس له ايران سره افغان سوداګروته د ويزې د برابرولو برخه ستونزه لرې شوې ده.موږ هوډمن يو،چې ګران سوداګر پرته له بنديزونو ويزې ترلاسه کړي.په کابل پلازمېنه کې د ايران سفارت له موږ سره همکاري لري.دا کار زموږ د خوښی لامل دی،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا پياوړې کړای شي.
پوښتنه:سوداګروته څه وينا او پيغام لرئ؟
ځواب:زموږ پيغام ګرانو سوداګروته په دوو برخو کې دی يو يې کورنيو سوداګرو او دوهم يې بهرنيو سوداګروته،چې له بهرنيو هېوادونو څخه زموږ هېواد ته راځي.سوداګروته د دې ډاډ ورکوو،چې په هېوادکې امنيت خوندی دی د صادراتو او وارداتو،اوومو موادو رالېږدولو،د جواز د ترلاسه کولو او همداسې په ټولو برخو کې د دوی په خدمت کې يو.موږ په دغو برخو سوداګروته ټولې آسانتياوې برابرې کړي دي.سربېره پر دې هغه سوداګر،چې غواړي افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي موږ ورته ډاډ ورکوو. چې ډېره ګټه ترلاسه کولی شي.افغانستان د کانونواو کرنې له پلوه بډای هېواد دی.په ډېرو هېوادونو کې د پانګوالو لپاره د پانګونې زمينه نه ده برابره؛خو موږ د ګاونډيو اونورو بهرنيو هېوادونو سوداګرو او پانګوالوپه خدمت کې يو.
نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *