اقتصاد او رغونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست: ډېـر ژر بـه صنـعتي ښـارګــوټي تـه ځـانګـړې برېښـنا وصـل شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولانا نورالدین عزیزي هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولانا نورالدین عزیزي هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت کورنیو تولیداتو او د سوداګرو ملاتړ ته لومړيتوب ورکوي. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام د صنعتي ښارګوټي د برېښنا يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې اوسمهال په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا د پرې کېدو له امله ګاونډي هېوادونه د برېښنا په توليد کې ستونزې لري، خو ډېر ژر به صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې برېښنا وصل شي. په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې
د دغه ولایت صنعتي ښارګوټی دې د برېښنا په برخه کې په ځان بسیا شي او سوداګرو ته دې لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې د هرات د خوراکي توکو د اتحاديې مشر نجيب الله خيراندېش وویل، چې سوداګرو د مالیاتو په ورکولو سره د اسلامي امارت ملاتړ وکړي او د امارت له ځواکونو یې مننه وکړه.
هغه وويل، چې هرات يو صنعتي ښار دى، نو اړتیا ده، چې دې ښار کې د سوداګرو ستونزو ته زياته پاملرنه وشي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي وویل، چې دا د افغانستان د هر فرد هیله ده، چې افغانستان په ځان بسیا شي.
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو د سوداګرو د اقتصادي ودې په لور ګامونه پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *