افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کورنیو تولیداتو څخه په استفادې ټینګار کوي

د صنعت او سوداګری وزارت وايي، چې د خلکو ملاتړ، د فساد مخنیوی، په هېواد کې دننه پانګونې ته د سوداګرو هڅونه او له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې په کم وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لامل شوی دی.د یاد وزارت چارواکي د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو او له سوداګرو څخه د ملاتړ په موخه دولتي اداراتو کې له کورنیو تولیداتو
څخه په ګټې اخیستنې ټینګار کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ یې له ایران او پاکستان سره سوداګریزې اړیکې عادي شوي او هڅه کوي په راتلونکي کې د سوداګري کچه تر لس میلیارده ډالرو ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *