نړۍ

د صهیونېست رژیم د اختلافونو ریښې تر کومې ژورې دي؟ 

شريعت: د صهيونېست رژيم د جګړې وزير په څرګندو ټکو ويلي چې لومړي وزير بنيامين نتانياهو د رښتيني بريا مخه ډب کړې او د پرېکنده پرېکړو په نيونه کې بې وسه دي.

صهيونېست رژيم اوسمهال له څو بعدونو تر زښت فشار لاندي دي: حکومتي اختلافونه، د پوځيانو د ليکو ماتېدنه، اقتصادي ځوړتيا، د ولسي ملاتړ نه‌ شونتيا، له نړۍ سره د ډپلوماټيکو اړيکو پرېکون او نور هغه بنسټيز سببونه دي چې ياد رژيم له پاشلتيا سره مخوي.

د جګړې د کابينې د مشر او نورو غړو له دندو لاس په سرېدل د صهونېست رژيم د خپلمنځي کشمکشونو محض کوچني څرک دي. د جګړې وزير بني ګانټز د مي په 18 مه ويلي وو چې که د دريو اوونيو په لړ کې حکومت د نوموړي طرحه ونه مني، نو دي به مستعفي شي.

ګانټز نتانياهو تورن کړي چې د جګړې د مهار وس نه لري او په خپلو پرېکړو کې بې زړه دي.

د ګانټز استعفاليک ته د لومړي وزير په ګډون ګڼو وزيرانو غبرګونونه ښودلي دي.

ګانټز ويلي چې نتانياهو د رښتيني بريا مخه نيسي، پر خيالونو باور کوي، ټول ملت ژورې کندې ته ټېل وهي؛ نو په دې خاطر له حکومته پرېکون غوره پرېکړه بولي.

ګانټز د اسراييلي يرغمل شويو له کورنيو بښنه غوښتې. دي وايي: موږ ناکام شوي يو، ښايي ستاسو بچيان بېرته در ستانه نه شو کړلي؛ موږ وبښئ.

ګانټز پر حکومتي مسوولينو غږ کړي چې د صهونېستي ملي حکومت په جوړونه کې يې تر شا ودريږي.

د جګړې د کابينې يو بل مستعفي ايزنکوټ  په خپله استعفانامه کې ليکلي چې د حکومت پرېکړې قطعاً د جګړې د ګټلو نه دي او نه هم د نتانياهو پرېکړې د هېواد مصلحت جوړوي.

ګانټز د طرحې مادې کومې دي؟

د جګړې د وزير بني ګانټز خپله 6 ماديزه طرحه حکومت ته سپارلې وه چې لاندې ټکي پکې مهم دي:

د برمته شويو اسراييلو ازادېدنه او د کورنيو غړو ته يې ستنېدنه، په غزه کې د حماس غورځنګ پاشلتيا، له وسلو او پوځي خوځښتونو د غزې پاکول، د ملکي چارو لپاره د نړيوالې ادارې ايجادول او له رياض سره د اسراييلو د ډپلوماټيک اړيکو بياپيل.

ګانټز د نتانياهو ادارې ته  د جون تر اتمې وخت ورکړي، ترڅو يې پر طرحه غور وشي او ومنل شي.

بني ګانټز څوک دي؟

بني ګانټز د اسراييلو مخکښ او له ولسي ملاتړ برخمن سياستوال دي. نوموړي تر دې وړاندې د لوي درستيز او دفاع وزير په حيث هم دندې ترسره کړي دي.

67 کلن ګانټز په خټه روماني او مور يې د هنګرې اوسېدونکې ده. دي په 2011 م کال کې د اسراييلو د پوځ لوي درستيز شو او په خپله دنده کې بريالي و.

ګانټز له کلونو کلونو راهيسې د بنيامين نتانياهو سياسي سيال پاتې شوي او بنيامين ځان خوښۍ، کرغېړن او سرزوري شخص يادوي.

د صهونېست رژيم دننني کشمکش

د بني ګانټز تر استعفا وروسته د اوسني بېړني حکومت اپوزېسټ ګوند د ګانټز د پرېکړې هرکلي کړي دي. همهاله د جنګ له کابينې د دوو نورو غړو استعفا د صهونېست رژيم په کابينه کې درز پېدا کړي او شونې ده چې ځيني وزيران د نتانياهو پر وړاندې اپوزېسټ ګوندونو ته مخه کړي. د اسراييلو د اپوزيسيون مشر ياير لاپيد ويلي چې د ګانټز او نورو استعفا د نتانياهو د حکومت پر کمزورتيا دلالت کوي. لاپيد ويلي چې موږ به يو عاقلانه حکومت جوړوو او د اسراييلو موقف به نړيوالوو. ده د اسراييلو کورنيو ته ژمنه ورکړې چې يرغمل شوي غړي به يې ورته راخوشې کړي.

د اسراييلو پوځي او دولتي رسنۍ د خپلې کابينې له رازونو پرده پورته کړې او پر خپلمنځي اختلافونو يې اعتراف کوي.

د اسراييلو 11 او 14 چينلونه مني چې د نتانياهو او د کابينې د غړو ترمنځ يې د جګړې په ناسم مديريت کې ورانپوهاوي شته. د اسراييلو 14 چينل وايي چې د نتانياهو، د جګړې او دفاع وزيرانو تر منځ ناندرۍ ډېرې پخوانۍ دي. امريکايۍ ورځپاڼه وال سټرېټ ژورنال هم مني چې د نتانياهو او وزيرانو خپلمنځي اختلافات زښت ژور دي.

د ياد رژيم د کابينې د مشرانو خپلمنځي اختلافونه د اکتوبر له اوومې د (طوفان الاقصي) تر برياليو بريدونو وروسته لا زيات شول. ويل کيږي چې په اوسني ايتلافي او بېړني حکومت کې د نتانياهو ونډه غوښنه ده او د وزيرانو پرېکړو منلو ته نه تياريږي. نتانياهو تازه ويلي چې اوس د استعفا نه بلکې د يوکېدلو وخت دي.

د تېر عيسوي کال د اکتوبر پر اوومه له سپېده چاود سره سم حماس ابابيلو د صهيونېستو پر غصب شويو ښارګوټو بې ساري بريد وکړ. حماس ياد عمليات د (طوفان الاقصي) په نوم ونومول. صهيونېست رژيم د حماس له ناببره بريد ناخبره او خيالي جاسوسي دستګاه يې په دوو توتو شوه.

ياد رژيم د حماس مجاهدينو پر ځاي خپل ټټر د ملکي وګړو پر قتل عام سوړ کړ او تر دې دمه يې تر يو لکو زيات ملکيان شهيدان او ټپيان کړي. دوښمن رژيم حتي د غزې او رفح پر ودانيو او ونو بوټو هم رحم ونه کړ او د درنده ګانو په څېر هرڅه لمنځه وړي. خو د ياد رژيم مشران پر خپلې ماتې معترف دي. دوي د نړيوال حيثيت ګراف ټيټ او تاريخ پاڼو ته يې ځان د يوه غاصب او قصاب رژيم په حيث وسپاره. خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button