دینې لیکنېلیکنې

د طائف دردوونكی سفر دوهمه برخه

دواړه چوپ روان دي، رسول الله _ﷺ_ژوره خواشيني احساسوي، د وحې له نازلېدو وروسته پوره لس کاله تېرشول خو په مکه کې دين خپور نه شو او نه يې قبيلو دعوت ته مثبت ځواب ووایاست، طائف په بد شامت راوويست، له قوم نه يې وغوښتل چې دغه خبره يې پټه وساتي، څو د قریشو مشرکانو ته دغه خبر ونه رسيږي او د رسول الله_ﷺ_پر وړاندې يې چلينجونه زیات نه شي، خو د خلف زامن عتبه او شېبه په خپل باغ کې وو، ټول هغه څه يې وليدل چې د طائف بېعقلانو د رسول الله_ﷺ_پر واړندې وکړل.
زيد پټ ډېر سخت درديږي، د ډبرو دردونه لا اوس هم حس کوي. خو نفسیاتي دردونه يې له دې څو برابره زیات دي، دا خلک ولې هغه چا ته شکنجې ورکوي چې غواړي ړندې سترګې يې پرانيزي او له تیارو نه يې رڼا ته راوباسي؟ قرېش ورسره ولې تر دې بريده دښمني کوي چې له خپل کور نه يې راوويست؟ رسول الله_ﷺ_به بېرته مکې ته څنګه ننوځي چې دښمنانو يې ترې راشړلی دى؟
مکې ته د یوې شپې په مسافه د نخله ناو ته ورننوتل، رسول الله_ﷺ_د شپې په زړه کې لمونځ کوي، څو تنه پيریان پرې تېرشول، غوږ يې ورته کېښود، کله چې له لمانځه فارغ شو، هغوى خپل قوم ته ويرونکي ور وګرځېدل او هغوى يې خبرو ته مثبت ځواب ووایاست.
رسول الله _ﷺ_په نخله کې څو ورځې پاتې شو، زيد ورته وويل:
– بیا څنګه ورننوځې چې هغوى ترې راويستلی يې؟
– یا زيده. الله پاک به اساني راولي،الله د خپل دين مرسته کوي او په ټولو دينونو يې کامیابوي.
په الله باندې يې باور د خپل رسالت په سختو ورځو کې هم راکم نه شو، په دې باوري و چې الله به له دغه دين سره مرسته کوي او خپل نبي به کامیابوي. که په نخله کې څو ورځې پاتې شو، ددې په خاطر چې دغه ټپونه او دردونه چې د ثقيف د بېعقلانو له خوا ور رسېدلي لږ راښه شي. هغه به خپل قوم ته هرومرو ورځي، که راويستلی يې هم دی، خو د الله رسالت به ور رسوي، که داسې ونه کړي، بیا خو به د رسالت په رسولو کې پاتې راغلی وي او الله مه کړه هغه څوک چې يې د دغه کار لپاره غوره کړى دى، هغه دې پاتې راشي، یا دې په دغه امانت رسولو کې کمزورى شي.
رسول الله _ﷺ_خپلې اوښې ته وخوت، مکې ته روان شو، زيد ورسره دى، خو په رسول الله _ﷺ_باندې د مکې له مشرکانو څخه ويريږي، د حرا سمڅې ته ورسېدل، رسول الله _ﷺ_له خپلې سپرلئ نه راکوز شو، بیا يې اخنس بن شريق ته یو څوک واستول چې پناه ورکړي. اخنس به نبي_ﷺ_ته ځان ډېر نيږدې نيږدې کاوه او مينه به يې ورسره ښکاره کوله، کله چې به رسول الله_ﷺ_ستون شو او دا به له مشرکانو سره کېناست، ابوالقاسم پسې به يې خوله خلاصه کړه. هغه سړى راستون شو چې محمد_ﷺ_په اخنس پسې استولی و، ويې ويل:
– اخنس عذر وړاندې کړ چې هغه تړون کې دى، د تړون خلک چا ته پناه نه شي ورکولاى.
سهيل بن عمرو ته يې سړى واستاوه، هغه وويل:
– بني عامر، بني کعب ته پناه نه شي ورکولاى.
رسول الله_ﷺ_د قریشو په مخورو کې فکر کاوه. چې مطعم بن عدي وریاد شو او له هاشمیانو نه د محاصرې په لرې کولو کې يې او څاره ونډه وریاده شوه، د خزاعه یو تن يې ور واستاوه، ورته يې وويل:
– ((غواړم چې ستا د پناه سیورې ته کينم)).
خزاعي مطعم بن عدي ته ورسېد، ورته يې وويل:
– محمد غواړي چې پناه ورکړې.
مطعم بې له کوم ځنډه وويل:
– سمه ده.
خپل زامن او قوم يې راټول کړ. ورته يې وويل:
– وسلې راواخلئ او د بيت الله په رکنونو کې ودريږئ، ما محمد ته پناه ورکړې ده. رسول الله _ﷺ_مسجد الحرام ته ورننوت، مطعم بن عدي په خپله اوښه سپور و او چېغه يې کړې:
– وا قریشو! خبردار، ما محمد ته پناه ورکړې. هيڅوک ورته څه ونه وايې.
رسول الله _ﷺ_رکن ته ورغی. دوه رکعته لمونځ يې ادا کړ، بیا خپل کور ته وګرځېده. مطعم او د هغه بچي وکښلې تورې ترې تاوېدل، له دښمنانو نه يې پناه ورکړې. که څه هم د الله په دين کې نه دى ننوتلی.
فاطمه او ام کلثوم د خپل پلار استقبال ته ورغلې په ډېره مينه او وجد يې ښکلوي او اوښکې يې له سترګو بهيږي،اسامه ابن زيد رسول الله ته ورمنډې کړې هغه خپلې سېنې ته راجوخت کړ، بیا خپلې د عبادت کوټې ته ورننوت، د خیال په سترګو يې وليدل چې د ثقيف بېعقلان يې له لاسو څخه نيسي پورته کوي يې چې پښې يې په تيږو وولي او خاندي، زړونه يې سخت و، خو د دعوت پر وړاندې درېدل يې په زړه باندې له هر محسوس درد او شکنجې نه سخت و، هغه د خپلو خیالونو په ګرځندي کې و چې وحې ورته راغله: ﱡ قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآَنًا عَجَبًا (1) يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآَمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا (2) وَأَنَّهُ تَعَالَى جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا (3) وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا (4) وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا (5) وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا (6) وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا كَمَا ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا (7) ﱠ( ). «ووايه : په ما وحې شوې چې د پيریانو یوې ډلې قرآن ته غوږ کېښود او ويې ويل: بې شکه موږ ډېر یو هيښوونکی قرآن اوريدلی دى* چې د سمې لارې لارښوونه کوي، نو پر هغه مو ایمان راوړ اوس به هيڅکله له خپل رب سره څوک شريک نه کړو* او بې شکه زموږ د رب مقام لوړ دى، نه يې کومه مېرمن او نه يې کوم اولاد نیولی دى* او بې شکه زموږ ناپوهانو به د الله په اړوند ناوړه خبرې کولې* او موږ داسې انګېرله چې انسانان او پيریان به هېڅکله پرالله تور ونه لګوي* او بې شکه له انسانانو داسې خلک وو چې د پيریانو په خلکو يې پنا غوښته نو دې کار د پيریانو غرور لازیات کړ* او بې شکه انسانانو داسې انګېرله لکه چې تاسې يې انګيرئ، چې الله به هېڅکله یو څوک ژوندى راپورته نه کړي».
وحې يې په زړه کې ځاى شوه له ډېر وخت وروسته يې په شونډو نرۍ خوږه مسکا تېره شوه، د قریشو او ثقيف له فشارونو او شکنجو وروسته د پيریانو اسلام هغه نوراني څاڅکي و چې په تیارو کې وځلېده، باور يې لا نور هم پسې زیات غښتلی شو چې الله د خپل نور بشپړونکی دى که کافران پرې نا خوښه
هم وي .

لیکوال عبدالحمید جودة السحار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *