لیکنېمقالی اوتبصرې

د طبیعی ناوړه پیښو د مخنیوی لپاره تدابیر په کار دي

ښکاره ده چې زموږ هېواد له څو کلونو راهیسې وچکالۍ سره مخ او له دې پلوه خورا ډېر زیانمن شوی دی. خو سږکال د خلکو له بې وزلۍ او وچکالۍ سره بېره زلزلې او سېلابونه هم را پېښ شول چې نه یوازې بې حسابه مالي زیانونه یې واړول، ځاني تلفات یې هم څه کم نه وو. سمه ده چې وچکالۍ، زلزلې او سېلابونه پرته له شکه اسماني افتونه دي چې نه بهرنی دښمن پکې ښکېل دی اونه کورنی تخریب کار، خوله دې حقیقته هم باید انکارونه شي چې دغه شان درې واړو مصیبتوته یوڅه انساني تدابیر هم په کاردي. مثلاً: که چېرې موږ د خپلو بهانده سیندونو لپاره بندونه او نهرونه ولرو اوله هېواده وتونکي اضافي او به مو پکې ایسارې او تقسیم شي، هیڅکله به زموږ کروندګرد وچکالۍ له امله د اوس په کچه زیانمن نه شي. دغه راز که چېرې موږ د نویوعلومو پرمټ خپل هېواد کې ډېره زلزله لرونکې سیمې و پېژنو او مېشتو خلکوته یې د مناسبو ودانیو جوړولو طریقې وښوولی شو، ولې به مو بشپړ کلي نړیږي او زرګونه پکې مري؟ او په همدې توګه سېلابونه هم درواخلئ چې یقیناً د یو لړ تدابیرو په تطبیق سره یې د زیان کچه زښته ډېره کمېدی شي.ځکه ښکاره ده چې خپله زموږ کاري نیمګړتیا او بې پروايي لامل ګرځېدلې څو خامخا له دغه شان ستونزو سره مخ شو. د مثال په ډول تاسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې وګورئ چې زموږ پرسیندونو د څومره ډېرو بندو د جوړېدو لپاره ښه پرېمانه مناسب ځایونه موندل کیږي چې په جوړېدو سره یې هم د اوبوغټې ذخېرې په لاس راځي، هم سېلابونه را قابو کوي، هم په نهرونو کې وېشل کیدی شي، هم دبرېښنا ترلاسه کېدو ذریعه ګرځي اوهم د وچکالۍ زیانونه کموي. دغه شان که زموږ خلک دخوړونو او رودونو پر نږدې څنډو کورونه او ودانۍ ونه رغوي او د اوبو لپاره کافي اندازه لار او مخه پریږدي، ولې به د سېلابونو پر مهال دومره زیانمن کېږي. خو له بده مرغه اوس دا د مشاهدې خبره ده چې کوم رودونه او خوړونه دېرش متره سور غواړي، هلته خلکو له دواړو څڼډو دومره تصرفات کړي چې ایله یې درې متره سور پریښی!. له بلې خوا داسې ځایونه هم څه کم نه دي چې هلته ان دخوړونو اوسیندونو پرغاړو هم چا ونې نه دي کرلې په دې توګه یې سېلابونو ته د تخریب پوره موقع ورکړې ده. دهمدې ملحوظاتو په خاطر، ولې به مو زلزلو کې ډېر کورونه ورانیږي نه، ولې به ډیر کسان نه مري، ولې به د وچکالۍ له لاسه نه کړیږو او ولې به سېلابونه زیان نه را رسوي؟ البته دا نو حتماً د حکومتونو او واکمنو مسؤلیت دی چې لږ ترلږه د خپلو محلي ادارو ا و تبلیغاتي چینلونو له لارې د کرکټ، نورولوبو، ډرامو، سندرو او ترانو پرځای خپلو هېوادوالو ته فقط د هغو لارو چارو سپارښتنه وکړي چې خپل ژوند کې یې له خورا سختو زیانونو ژغورلی او پرمټ یې لومړني ضرورتونه ترلاسه کولی شي. خو ددې پرخلاف که چېرې رعیت او حکومت په دې برخه کې غفلت کوي نو بیا دې باوري اوسي چې د نړۍ د بشري مرستو په ترلاسه کولو به نه له یادو افاتو خوندي شي، نه به یې زیانونه جبران او نه به له پردي احتیاجه خلاص شي. یاد ساتئ چې قادر خدای جل جلاله انسان ته له همدغه طبیعت نه د ا ستفادې هنر ور زده کړی او د همدې نړۍ زیاترو قومونو همدغه یاغي طبیعت په خپل کمال سره ځان ته ګټور ګرځولي، خو موږ یې داسې زیانمن کړي یو چې اوس یې جبیره کول قطعاً ناشونې دي.

تحلیل / شریعت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button