
افغانستان
د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله په حکم نوې ګومارنې
د عاليقدر اميرالمومنين حفظه اللهد افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ( ټوېټر) لیکلي، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په حکم د تخار، پروان او لوګر ولایتونو په رهبرۍ کې ادلون بدلون راغلی دی.د دغه حکم پر اساس د لوګر مخکېنی والي مولوي عبدالعلي قدرت الله د پروان د والي په توګه، د تخار مخکېنی والي مولوي ضیاء الرحمن مدني د لوګر د والي په توګه او د پروان مخکېنی والي مولوي عبید الله امین زاده د تخار د والي په توګه ټاکل شوي دي.د معلوماتو له مخې؛ د دغو درې ولایتونو په رهبریو کې ادلون بدلون د چارو د لا ډېر ښه والي په موخه راغلی دی.