افغانستان

د عالیقدر امیرالمؤمنین په فرمان نوې ټاکنې

د افغانستان داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويأي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه د کونړ مخکینی والي مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه، د پنجشیر مخکینی والي مولوي محمد محسن هاشمي د تفتیش عالي ادارې د سرپرست په توګه، د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قوماندان ملا رحمت الله، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قوماندان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قوماندان مولوي نصر الله مطیع د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قوماندان په توګه، د جوزجان مخکینی والي قاري محمد اسماعیل راسخ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین ملا محمد علي حنفي د کندهار د سرپرست والي په توګه، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد د کونړ د والي په توګه، د میدان وردګو د والي مخکینی مرستیال شیخ بشیر احمد حقاني د نورستان د والي په توګه، د غزني د والي مخکینی مرستیال قاري ګل حیدر شفیق د جوزجان د والي په توګه، د سرحدونو اوقبائلو چارو وزارت مخکینی معین مولوي عبدالرحمان حقاني د بغلان د والي په توګه، د بغلان مخکینی والي مولوي سمیع الله حزب الله، د کندهار د امنیه قومندان په توګه او د کندهار ولایت مخکینی امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود د غزني د والي د مرستیال په توګه و ټاکل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *