افغانستان

د عامې روغتیا سرپرست: د روغتیاپالانو تنخواوې به د هغوی د علمي کچې برابر لوړې شي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رییسانو سره د کتنې په ترڅ کې ویلي چې د روغتیا برخې د ټولو کارکوونکو تنخواوې به د هغوی علمي کچې ته په کتو لوړې کړي.
په دې لیدنه کې په تخصصي او ثالثي روغتونو کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر ګمارنې، د روغتیايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند خبرې شوي دي.
ډاکټر قلندر عباد د روغتونونو د رییسانو ستونزې اوریدلي او د بشپړ حل ډاډ یې
ورکړی.
نوموړي همداراز د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رییسانو ته په خطاب کې ویلي؛ چې یاده میاشت الله تعالی ته په ټولو میاشتو کې غوره … 7مخ

او د ځانګړو فضیلتونو ډکه میاشت ده، چې په همدې موخه ټول روغتیايي کارکوونکي؛ باید د نورو ورځو په څېر په دې میاشت کې هم په ۲۴ ساعته ډول خپلو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
سرپرست وزیر همداراز د روغتیايي پروسونل د معاشونو په اړه ویلي؛ موږ د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې به یې په نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوې د علمي سطحو د معیار په بنسټ لوړشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *