
څه موده وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولانو رسنيو ته ویلي وو چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې یادې کمېټې ۲۵ دولتي روغتونونو سره مرستې کولې چې د مالي ستونزو له امله به دغه کمېټه د اګسټ تر پایه یادو روغتونونو سره خپلې مرستې ودروي.افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پرویز فیضي ویلي و، دې کمېټې د زرګونو روغتیايي کارکوونکو حقوق او د روغتونونو روان لګښت ورکړی او د اړتیا وړ درمل یې هم ورته برابر کړي دي.نوموړي زیاته کړې چې د یادو مرستو پر مټ دې دولتي روغتونونو په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابرول.په ورته مهال د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» هم د وروستیو دوو میاشتو پرمهال اعلان کړی چې د یاد بنسټ د بودیجې کمښت لامل شوی چې افغانستان کې ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه وتړل شي.بلخوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا هېواد کې د بهرنیو بنسټونو له لوري د روغتیايي مرکزونو د تړلکېدو خبر ردوي او وايي چې یادو روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول روان دي.د یاد وزارت ویاند شرافت زمانامرخېل زیاتوي، که بهرني بنسټونه د دوی تر ملاتړ لاندې روغتونونو سره خپلې مرستې بندې کړي، یاد وزارت هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بودیجه لري.نوموړي وویل: «که روغتونونو سره د بهرنیو سازمانو مرستې کمې شي، روغتیا وزارت د دې توان لري چې له ملي بودیجې د دوی لګښتونه برابر کړي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر په عادي توګه دوام وکړي.»په همدې حال کې یوشمېر روغتیاپالان هم پر دې باور دي چې روغتیايي سکټور سره د مرستو کمښت به په لنډمهالې توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړي دي.د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس حیدرخان حیدر وايي چې دغه وزارت روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو توان لري.هغه وویل: «که د بهرنیو سازمانو مرستې کمې شي، په لنډمهالې توګه اغېز لري، خو د عامې روغتیا وزارت د دې توان لري چې له ملي بودیجې څخه یې لګښتونه پوره کړي.»د یادونې ده چې د تېرو درې نیمو میاشتو پرمهال درېوو نړیوالو بنسټونو چې د روغتیا برخه کې یې فعالیتونه کول، خپلې چارې ځنډولې دي.