افغانستانروغتیا

د عامې روغتیا وزارت: د پولیو د مثبتو پېښو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري

شریعت: د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د پولیو د پېښو په اړه د یو شمېر رسنیو له لوري خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړل.

شریعت: د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د پولیو د پېښو په اړه د یو شمېر رسنیو له لوري خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړل. د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان رسنیو ته په را لېږل شوي پیغام کې ویلي، چې (په ننګرهار کې د پوليو واقعاتو په اړه د طلوع نيوز او ځينې رسنيو بې اساسه راپور خپور کړی چې له حقيقت ډير لرې او غير مسؤولانه راپور دی). نوموړي زیاته کړې، چې په ننګرهار کې له تېر یوه کال راهیسې د پولیو هيڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.   د عامې روغتیا وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د رسنيو همکاران دې د معلوماتو په خپرولو کې له دقت څخه کار واخلي او د ژورناليژم اصولو ته دې ژمن پاتې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *