افغانستانروغتیا

د عامې روغتیا وزارت: هر کال ۲۵۰۰۰ افغانان د یوې سترګې دید له لاسه ورکوي

دعامې روغتیا وزارت مسوولانو نن (شنبه، د تلې ۲۲مه) چې د اکټوبر له څوارلسمې سره برابره ده، د سترګو «د لید نړیواله ورځ» ونمانځله. د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو رئیس حبیب‌الله اخوندزاده په دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵۰۰۰ افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي. هغه زیاته کړه، د دغه شمېر کسانو له ډلې ۸۰ سلنه یې کولای شي چې د منظمې درملنې له لارې د خپلې سترګې لید بېرته ترلاسه کړي. هغه وویل: «۲۵۰۰۰ کسان د بېلابېلو لاملونو، ناروغیو او زیان رسېدو له امله د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي چې ۸۰ سلنه هغه یې د درملنې وړ دي. د سترګې پرده، د A ویټامین کمښت، طبیعي پېښې، د سترګې تورو اوبو ناروغي او ډاکټر ته ناوخته ورتګ یې لاملونه دي.» د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه یې په میدان وردګ، روزګان، بدخشان، پکتیکا، کونړ، غور او خوست ولایتونو کې د شاوخوا ۳۰۰۰۰ هغو کسانو درملنه کړې چې د سترګو پر ناروغیو اخته وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *