روغتیا

د عامې روغتیا وزیر: راتلونکی کال به هېواد کې ۲۰۰ روغتــیايي مـرکزونه جــوړ کـړو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي راتلونکي کال کې به په ټول هېواد کې د ۲۰۰ معیاري روغتونونو مرکزونه جوړ شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر داکتر قلندر عباد وايي، چې وزارت یې هڅه کوي د افغانستان روغتیايي سیستم معیاري او ظرفیتونه لوړ کړي.
د ده په وینا دغه وزارت د ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه لنډ او اوږدمهاله پروګرامونه لري. نوموړی وايي په تېر کال کې د زېږون پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه هم د پام وړ کمه شوې ده.
قلندر عباد دغه راز وايي چې په هېواد کې د پولیو ویروس پېښې صفر ته نږدې شوي دي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست په روغتیايي برخه کې شته ستونزې مني او وايي چې لا هم په روغتيايي سیستم کې نیمګړتیاوې شته او ځینې کړۍ د سمو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي، چې په وینا یې وزارت هڅه کوي دغه ډول کسان لرې او سیستم پاک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *