ټولنه اوکلتور

د عدل او انصاف ارزښت او لوړاوی

هغه څه چې د هرې ټولنې، هرې پاچاهۍ او هر واکمن د واکمنۍ د بقا لپاره اړین او ضروري دی، هغه عدالت دی، که عدالت ختم شي، نو نه هغه ټولنه پاتې کېدای شي، نه هغه امپراتورۍ او نه د هغه واکمن واکمني پاتې کېدای شي. زموږ په دین کې په ټولنیزو لارښوونو کې عدالت ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی.
دا عدل او انصاف باید حاکم د خپل رعیت لپاره وکړي او د رعیت لپاره دا اړینه ده چې په خپل منځ کې عدل او انصاف وساتي، لکه څنګه چې په ټولنیز او انفرادي کچه هم اړین دی.
رسول الله (ص) پخپله د عدل او انصاف د لوړتیا لپاره هلې ځلې کولې.
د سيرت په کتابونو کې ليکل شوي،چې د رسول الله (ص) له رسالت څخه مخکې د مکې خلکو په خپل منځ کې يو تړون وکړ چې اوس د عدل او انصاف د ټينګولو هڅه کوو او د مظلومانو ملاتړ کوو او د همدې لپاره يې يو تاريخي تړون هم چمتو کړ. په خپله رسول الله (ص) هم په دې معاهدې کې و او دا تړون د (حلف الفضول) په نوم یادیده، دا تړون د هجرت په میاشت کې د عبدالله بن جدعان په کور کې وشو او په هغه کې لیکل شوي وو: موږ ټول د مظلوم د ملاتړ ژمنه کوواو د مظلوم سره مرسته کوو، تر څو د مظلومانو ملاتړ وشي او خپل حقونه ترلاسه کړي.
په قرانکریم کې راغلي ژباړه: اې مومنانو! د خداى په خاطر د عدالت شاهدۍ ته ولاړ شئ او د يو قوم د دښمنۍ له امله عدل مه پرېږدئ، انصاف وکړئ، دا تقوا ته نږدې دى او په هر کار کې له الله څخه ووېرېږئ.
د حضرت عمر بن الخطاب (رض) عدل او انصاف د اسلامي تاريخ يو دايمي فصل او دايمي موضوع ده، چې د عدالت په تله او ترازو کې يې مالدار او غريب، بادار او غلام يو شان وو، د دوست او دښمن توپير يې نه درلود. په عدل او انصاف کې د حضرت عمر (رض) د خلافت په وخت کې په مدینه منوره کې زلزله راغله،حضرت عمر (رض) د الله (ج) حمد او ثنا وويله، د ځمکې حرکت همداسې پاتې شو، په لاس کې يې دره وه، په ځمکه يې ووهله او ځمکې ته يې خطاب وکړ او ويې ويل: اې ځمکې! د الله په حکم چپ شه، چپ شه، ایا عمر په تا باندې عدل او انصاف نه دی کړی؟! یوازې دومره يې وويل چې ځمکه خاموشه شوه او زلزله ودرېده، دا د عدالت برکت دی.
نن ورځ زموږ په ټولنه کې دا عدالت او انصاف په فردي او ډله ییزه توګه له منځه تللی د عدالت نظام زنګ وهلی، نه حاکم عادل پاتې شوی، نه قاضي عادل پاتې شوی او نه هم د ټولنې عام وګړي،چې د بې عدالتۍ له امله موږ له زوال سره مخ یو.
څوک د خپل مقام له امله له عدل څخه انحراف کوي، څوک د کبر په وجه له عدالت څخه انحراف کوي، څوک متکبر دي او په عدل او انصاف باندې د ولاړېدو اجازه نه ورکوي، څوک وزارت لري، څوک شتمني لري، څوک یې اړیکې او واسطې لري نو ځکه په دې شیانو کې انسان په تکبر سره د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا هېروي چې یو داسې ځواک شته، یو داسې ذات شته چې له ټولو قدرتونو څخه پورته دی او د هغه په وړاندې ټول مخلوقات پیدا شوي او د جاه و جلال، رعب و دبدبه ورته هېڅ ده، او كله چې هغه ذات يو څوك د خپل ظلم او بې عدالتۍ په خاطر ونيسي نو مهلت نه وركوي.
زموږ دين هر انسان ته، که هغه حاکم وي، له ستر حاکم څخه نيولې تر هغه کس پورې چې د يوه يا دوو کسانو پر وړاندې مسوول وي، د عدالت او د ژوند په هر ډګر کې د عدل او انصاف امر کوي. هغه که د خبرو اترو په بڼه، د قضاوت په بڼه او یا که په بل هر ډول وي.
له همدې امله رسول الله (ص) د داسې خلکو غټ فضیلت بیان کړی، د صحیح مسلم په روایت کې راغلي چې رسول الله (ص) فرمایلي: هغه څوک چې عادل وي، هغوی به د قیامت په ورځ د الله (ج) په ښي اړخ کې د رڼا په منبرونو کې وي او په حديث کې راغلي دي، په اخر کې يې فرمايي: دا هغه خلک دي چې په دنيا، خپلوانو او د خپلو ماتحتو او مسئوليتونو په اړه په خپلو فيصلو کې عادل و. دعا کوو چې الله (ج) دې زموږ ټولنه په عدل او انصاف ښکلې وګرځوي او هر فرد دې په خپل واک کې د عدل او انصاف پابند وګرځي.

فریدالله احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *