دینې لیکنې

د عدل نمونه دویم عمر!

حامد افغان

عمر بن عبد العزيز رحمه الله د حمص ښار کې په دکانونو ګرځېده، د خلکو حالات یې پوښتل او نرخونه یې کتل، یو سړی مخته ورغی، ورته کړه یې: د مومنانو امیره! تا امر کړی چې خپل مظلومیت مو راورسوئ، زه د «عدن» له ښاره راغلی یم د هغه ځای والي زما باغ په زور رانه اخیستی، عمر له اس نه راکوز شو، د عدن قاضي ته یې لیک ولیکه چې د دې کس موضوع وڅېړئ او سمدستي یې حق ورکړئ، سړي ته یې لیک ورکړ او هغه روان شو.

سړی یې بېرته راوغوښت، عمر ورته وویل: ته له ليرې ځايه راغلی یې (د شام او عدن تر منځ دوه میاشتې پیاده لاره ده) لاره کې به دې ډېر لګښتونه کړي وي، سړی ورسره کېناست د لارې د ټول  لګښت حساب یې ورکړ چې یوولس ديناره شول او سړي ته یې یوولس ديناره ورکړل.

سړي ته یې وویل: ته چې بېرته خپل وطن ته ځې لاره کې هر ځای خلکو ته دا خبره کوه چې که تاسو سره څوک ظلم کوي، خپل مظلومیت مو عمر بن عبد العزيز ته ورسوئ، له هر څومره ليرې ځایه چې مظلوم هغه ته ورشي، لاره کې یې هر څومره لګښت وشي هغه لګښت هم ورکوي او د مظلومیت چاره یې هم کوي.

سيرة التابعين لـمحمد راتب النابلسي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button