نړۍ

د عراق شمال کې ۲ ترکي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ترکیې دفاع وزارت ورمه ورځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د ترکیې د پوځ په یوه اډه کې د «نفوذ د هڅې» پر مهال یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې یوه خصوصي ټلویزیون NTV د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، پر پوځي اډه دا حمله د کردستانو د کارګرانو ګوند یا (PKK) کړی چې انقره او د هغې غربي متحدان یې یو تروریستي سازمان ګڼي.د ترکیې چارواکو ویلي چې تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د دوی ځوابي- پوځي عملیات روان دي.په تېره ډسمبر او جنوري میاشتو کې د عراق په شمال کې د ترکیې پر یوه پوځي اډه په حملو ۱۷ سرتېري وژل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *