
راشد کامران
سفر د عشق پـيل شـو، پـه کـفــن کـې لـه مـيــقــاتــه
بــبـــر ســـر میــنــان دي لـــه حــــرم تـــر عــرفـاته!
زمــا د فـکـــر ټــالـه! يــو دې وړم کــومـې دنــیـا تــه
را يــاد دې لســم کــال کـــړ، ای شـیــریــنـه التــفاته
لـه هــرې هســکې، ټيــټې د تکــبيـر، تســبيح غــږونه
قــــرآن پـــه زمـــزمـــو دی لــه انــفــالــه تــر بــراتـه
بیـا عـرش، د رب د سـټړيو مـيـلـمــنو پــه نـنـداره دی
سـلګۍ دې یـو تـر بلې وړانـدې کیـږي، ځي سـما تـه
حـج څـه دی؟ د خـلـيــل او د زبـيــح د وفـا نــوم دی
مــلـــت تــه تــر قـیــامـتـه ادا ګــانــې دي ور پــاتـه
حج څه دی؟ د خليل بابــا اعـــلان ته اجـــابـــت دی
پښې هم په هغه لور ځي چې نصیب وي کومې خوا ته
اولاد د اســمــاعــیــل یــې دی د میــنــې پــــوروړی
پیــغـام د هــاجـــرې وايــه، صــفـا تــه او مـــروا تــه
خــلاصــه د کـائــناتــو او زبــده د مخـلـــوقـــاتــــو
کعبـــې د فضـــیلت تــاج ور پــه ســر کړلو صحرا ته
هـــر دم پــه عقـــیــدت او هـــر قــــدم پــه احتـــرام
درودونه، ســلامــونه د حســـن، حســـین بــابــا تـــه
راشــــده! د دیـــدن تــنــــده دې مـــاتــه په زمزم شه
رنځــــور ارمــــان دې ورســـېــږه کلــي د شــفا تــه