ټولنه اوکلتور

د علامه محمد اقبال لاهوري د زوکړې په مناسبت!

د اسلامي ویښتابه غوځنګ په لړ کې د نورو زړه سواندو،لالهاندو او هڅاندو مخکښانو په لړ کې، علامه محمد اقبال لاهوري هم په خپل وار د شعر او ادب او یا فلسفي ادبیاتو په چوکاټ کې د شرقي نړۍ نوماند او هڅاند خوږ ژبی او د اسلامي امت اوسنی استاد پاتې شوی او د غربي امپریالېزم پر وړاندې يې خلکو او ولسونو ته د انقلاب او آزادۍ پیغامونه لېږلي اود ځان پېژندنې او دښمن پېژندنې درس یې ورکړی دی.
دا چې اقبال لاهوري په داسې شرایطو کې نړۍ ته سترګې وغړولې چې شرقي نړۍ د غربي استکبار تر ګواښ لاندې راځي او د دغه ګواښ پر وړاندې د سیمې او نړۍ په کچه سیاسي او آزادي غواړي او استقلاليت غواړي،فکری او اډيالوژیک غورځنګونه راټوکېدلي وي، اقبال لاهوري هم د انقلابي او فلسفي او اسلامي ادبیاتو په چاپېریال کې سر پورته کړ او د خپل انقلابي طبیعت او مسلک په لاره کې یې د اسلامي نړۍ د نورو ویښوونکو مخکښانو په ډله کې د انقلابي ادبیاتو سرلاری شو او د اردو،انګلیسي او عربي ادبیاتو ترڅنګ د فارسي ژبې او ادبیاتو په ګلبڼ کې هم د اسلام د انقلابي فرهنګ سرتاج شو، هلته چې وایي:
تابکی در حجره ها سازی سخن
بانگ «لا» در پیش نمرودی بزن
یعنې دا چې په تشو خبرو او د حجرو په بنډارونو او کیسو هېڅ هم نه کېږي او خبرې ټولې هغه وخت ګټورې وي چې د وخت د ضرورتونو او لومړیتوبونو په اړه مطرح شي او وروسته بیا د عمل ډګر ته را ووځي او عملاً انځور نه شي او دا په حقیقت کې هماغه فلسفه ده چې تیوري او عمل باید سره لازم او ملزوم شي، ترڅو پر ژوندانه خپل مثبت اغېز وشیندي او د حق د سنګر فعال او انقلابي غړی شي او د یو فعال غړي په توګه د اسلامي دعوت او مبارزې د سنګر صادق او شعوري غړی شي او د اسلامي ارزښتونو د دفاع سر سپارلی عسکر شي او په شعوري توګه له نورو پرګنو او ولسونو سره د ژوند په هر ډګر کې سیال شي او په هېڅ برخه کې هم ترې وروسته پاتې نه شي، ځکه ژوند په سیالیو پرمخ ځي او هر څوک چې له نورو سره د سیالۍ جوګه نه شي، د نورو او پردیو تر اغېز لاندې راځي او هویت،هیبت او فرهنګي غرور یې د وخت د ابلیسانو تر حاکمیت لاندې راځي او دغه حالت او وضعیت د اقبال لاهوري له نظره له مرګ سره ترادف دی، لکه چې وایي:
آه قومی دل ز حق پرداخته!
مرد و مرگ خویش را نشناخته
دین او عهد وفا بستن به «عیز»
یعنی از خشت حرم تعمیر «دیر»
اقبال لاهوري مسلمان ځوانان د علم او پوهې لورته هڅوي، خو د دغې هڅونې ترڅنګ یې له ړانده تقلید او ظاهر ګرایۍ منع کوي او د عقل،تدبیر،فکري او اسولي هڅو لورته یې رابولي، لکه چې وایي:
سخن از مد و برید و جامه نیست
مانع علم و فرهنگ عمامه نیست
علم و فن را ای جوان شوخ و شنگ
مغز می باید، نه ملبوس فرنگ
د ادب دغه مؤمن او اسلامپوه شاعر او ادیب ټول مسلمانان د «لاحد امة» تشکیل او واحد صف ته رابولي او د قومي، سمتي، ژبني او توکم پالنو او یا نشنلیستي افکارو لاریتوب د دیني او اسلامي فرهنګ د لارښوونو په ډګر کې قاتل زهر ګڼي او مسلمانان ترې خبروي، لکه چې وايي:
نه افغانیم و نی ترک و تباریم
چمن زادیم و از یک شاخساریم
تمیز رنگ و بو برما حرام است
که ما پروردۀ یک نو بهاریم
اقبال لاهوري غربي دموکراسۍ یا فیوډالیزم د انساني فطرت او سلیم عقل، منطق او پوهي مخالف قرون وسطایي او سرمایه داري واکداري بولي چې د «نوي سیاسيٍ نظام» تر عنوان لاندې په خلکو تپل کېږي او همدار راز د حکومت او سیاسي زعامت ټاکلو لپاره د مطلق اکثریت نظر جاهلانه طریقه بولي او استدلال یې دادی چې د زعامه ټاکل د عوامو کارنه دی او باید د سیاسي زعامت ټاکل د ټولنې د پوهو او پر دیني، سیاسي،اقتصادي، علمي، تجارتي، اداري، روحي او رواني،ملي او بین المللي مسایلو پوهو او متخصصو کسانو لخوا چې په هرځای کې بیل نومونه او اصطلاحات ورته کارول کېږي،د وخت او شرایطو پر ضروریانو پوهو کسانو اصطلاح ورته مناسبه ده. همدا راز اقبال لاهوري پردې باور دی چې ځرنګه د یو ناروغ د درملنې لپاره ډاکتر ته ورځو او له تشخیص او لابراتواري کتلو وروسته د هغه د نخسې له مخې درمل اخلو، ځکه چې هغه په دغو چارو کې تر موږ پوه دی، نو د سیاسي زعامت د ټاکلو لپاره هم باید د عوامو،نالوستو او په چارو د ناپوهو او نابلدو عامو خلکو پر ځای د اړوندو چارو د متخصصو او عامو کسانو د مشورو او نظریانو پر اساس خپل سیاسي زعامت د ټاکو په دغه ډګر کې که د اکثریت او اقلیت موضوع مطرح شي، دا یوه علمي او منطقي طرحه ده، خو د عوامو او نالوستلو او په سیاسي اداري چارو د نابلدو کسانو اکثریت او اقلیت او د دغه اکثریت پر اساس د سیاسي زعامت ټاکل اصلاً یو جاهلانه او دوکه کوونکی تفکر دی او کټ مټ داسې مثال لري لکه یو جسمی ناروغ چې د درملنې لپاره یو آهنګر یا مسګر ته بوځو او مشوره ترې وغواړو. اقبال لاهوري دغه مطلب د خپل خواږه شعر په ژبه داسې بیانوي:
متاع معنی بیگانه زدون فطرتان جوئی
ز موران شوخی طبع سلیمانی نمی آید
گریز از طرز جمهوری، غلام پخته کاری شو
که از مغز دوصد حزف فکر انسانی نمیاید
اقبال د اکثریت او اقلیت موضوع هغه وخت منطقی ګڼي، چې عقلانیت هم ولري او هر کله چې په غربي دموکراسۍ او جمهوریت کې مطلق اکثریت او هغه هم د عوامو او پر چارو د ناپوهو کسانو خبره ده، په دغه مورد ورته د جاهل اکثریت اصطلاح کاروي (دوصد خبر)
او عقلاني انتخاب هماغه اقلیت ګڼي، که څه هم د جاهل اکثریت پر وړاندې تنها ولاړ وي (فکر انسانی)
اقبال لاهوري د خپل وخت د اسلامي نړۍ تشکیلات ناسم او نیمګړي او د اسلام له اصلي نسخې سره په لرې واټن کې ګوري او دغه نیمګړتیا په ګونه کوي:
هنوز این چرخ نیلی کج خرام است
هنوز این کاروان دور از مقام است
زکار بی نظام او چه گویم
تو میدانی که ملت بی امام است
لنډه دا چې علامه اقبال لاهوري د ژبې او ادبیاتو په ډګر کې د ګوتو په شمېر کسانو په لړ کې راځي او د دغه ځيرکتیا،پوهه او د شعر او ادب او نثر په ژبه د اسلام د بریالۍ تیوري او د هغه د فرعي ایډیالونو انځورول او د آزادۍ او استقلال د ترلاسه کولو لپاره د نړیوال استکبار پر وړاندې د ولسونو هڅول او بسیج کول هغه څه دي چې اقبال لاهوري په کې خپل فکري او د مسلمانو پرګنو له لاسه وتلي تاریخي او مدني عظمت او لوړتیا لټوي او په همدې نیت او هاند کې د ژوند ترپایه خپلو هڅوته دوام ورکوي او یوه شېبه هم آرام نه کوي.

شبیر راحل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *