
د علمي پېشرفت بیا ارزونه؛ د وخت مهمه اړتیا
نړۍ کې چې څومره علوم او فنون وجود لري واقعیت کې په دوو برخو ویشل کېږي. اوله برخه علوم او فنون هغه حقیقي
عبدالحی قانت
نړۍ کې چې څومره علوم او فنون وجود لري واقعیت کې په دوو برخو ویشل کېږي. اوله برخه علوم او فنون هغه حقیقي علوم دي چې د تحقیق، بحث یا د وحې په نتیجه کې راپیدا کېږي. دوهمه برخه هغه علوم دي چې له اولې برخه د علومو له راجمع کولو، ترتیب کولو او بیا په یو منظم شکل د خلکو مخ ته له وړاندې کولو راپیدا کېږی. اوله برخه علوم واقعي او حقیقي علوم نوموو. دوهمه برخه هغه علوم دي چې د ژوند چارو، پدیدو د تشریح او بشري مشکلاتو د حل لپاره یې پوهان ترتیبوي او بیا خلک د هماغه ترتیب په اساس د پدیدو او مسائلو تحلیل،بر رسي او عمل کوي.
د نړۍ په مخ چې څومره آیډیالوژۍ، افکار، فلسفې او د ژوند تېرولو لارې چارې د پوهانو لخوا ترتیب شوي دغه دوهمه برخه علومو کې شمېرل کېږي. د همدې علومو په اساس چې د مسائلو او پدیدو په اړه کوم فکر رامنځ ته کېږي، تمدن بلل کېږی.
د تاریخ په پاڼو کې یو وخت داسې تېر شوی چې دغه برخه کې د یونان د آتن علماؤ کار کاو. دوی د یو تمدن بنیاد کېښود او په علومو کې یې د نقد او تحقیق نوې لارې پرانیستې. د دوی د علمي کار برکت ؤ چې غرب په یو نوي علمي انقلاب بدل شو.
د اسلام له راتګ سره په اسلامي نړۍ خدای دا فضل وکړ چې له فلسفو پورته یې د وحې په وسیله دوی ته د ژوند چارې وښودلې. اسلام د ژوند تېرولو، ټولنیزو چارو او بشري پرمختګ ته د یو نوي مېکانېزم بنیاد کېښود. دا بنیاد د وخت په تېرېدو سره غني شو او تر څو چې په دغه برخه کې د تحقیق او زده کړې چارې روانې وې، د مسلمانانو تمدن له ورځې بلې د عروج آسمان څکې لوړې لمسولې.
د اسلام په راتګ سره زمونږ مبارک دین انسانانو ته د هغه اولې برخې ټول اصول د پیغمبر اسلام صلی الله علیه وسلم په رسالت توضیخ کړل. مسلمانانو ته یې د همدې علومو د راټولولو او د دې په رڼا کې د نوو راپیدا کېدونکو پدیدو په باب د ترتیب مسؤلیت پرېښوده. همدې کار ته په دیني ادبیاتو کې اجتهاد او په عصري ادبیاتو کې تحقیق یا څېړنه وايي.
د دې تحقیق او علومو برکت و چې د مسلمانانو ټولواکي یې د نړۍ کونج کونج ته ورسوله. دا هغه وخت و چې فرانسې عیسویانو به د اندلس په ښار کې له مسلمانو پوهانو علوم او فنون زده کول. د امین او مامون په وخت کې د وخت سلطانانو په بغداد کې دار الترجمه جوړه کړه او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې د سنسکرت، یونان او نورو پخوانیو فلسفو ټول کتابونه عربي ته وژباړي. د بغداد د دارالترجمې کمال ؤ چې مسلمانانو په هغه وخت کې لوی علماؤ پیدا کړل. هلته مسلمانو علماؤ د آتن او سنسکرت فلسفې ولوستلې او هغه یې د اسلام د اصولو په رڼا کې د وخت په استدلال رد کړې. دا هغه وخت ؤ چې مسلمانانو د نړۍ واګې په لاس کې درلودلې او د نړۍ د برلاسي تمدن رهبري یې کوله.
علم او تحقیق د یو تمدن په پېشرفت او د نړۍ په رهبرۍ کې داسې مثال لري لکه د یو موټر چلونکی چې په بس کې ناستو سپرو ته مسیر ورکوي. تر هغه ورځې چې د اجتهاد او تحقیق کار جاري ؤ تر هغې د اسلامي تمدن پیشرفت ورځ تر بلې نړۍ ته نوي ارمغانونه راوړل.
مشکل هغه وخت را ولاړ شو چې کله د عثمانیانو په وخت کې د عثماني سلطنت ځینې ځانغوښتو او د قدرت په نشه اخته سلطانانو علوم، تحقیق او پیشرفت د خپلې امپراطورۍ د زوال په مانا وباله. مسلمانانو په لومړي ځل د عثماني سلطنت په وخت کې پرېنټر یا د چاپ ماشین جوړ کړ. دا داسې پېشرفت ؤ چې د نړۍ یوې برخې یې هم مثال نه درلود. د چاپ د دغه ماشین بنیادي تأثیر به دا ؤ چې اسلامي فلسفه او د اسلامي نړۍ د لویو علماؤ علمي پانګه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېږي او د دغه تمدن په پراختیا کې رول ولوبوي خو د عثماني سلطنت د هغه وخت مشرانو په لنډ فکر د چاپ ماشین عثماني امپراطورۍ ته ننګونه وه. د دوی په فکر ښايي آینده کې دې ته لاره خلاصه شوای وای چې خلک د سلطنت پر وړاندې لیکل نشر کړي او د د قدرت په کدۍ ناست مشران وننګوي.
دا هغه فکرو چې عثماني امپراطوري او د مسلمانانو یو تاریخی حکومتولۍ کې یې د جمود څپې رامنځ ته کړې. همدا جمود بیا وروسته په انحطاط بدل شو او په عکس العملي ډول په داسې شکل له منځه ولاړه چې تر نن ورځې یې رغول نا ممکن برېښي.
دا یو طبعي سنت دی چې د علمي تحقیقاتو نه شتون جمود او جمود انحطاط ته لاره پرانیزي. د انحطاط لوی خطر دا دی چې عام خلک د پرزول شوي او مغلوب فکر خبره نه اوري او په همدې شکل یو برلاسی تمدن د عروج پر ځای د زوال الدرک الأسفل ته لوېږي.
د اهمیت له بحث که تېر شو، اسلامي نړۍ دا مهال له هر څه مخکې علمي او تحقیقي پېشرفت ته اړتیا لري. دا تحقیق د طبعي، انساني او دیني علومو تر څنګ د بل هر هغه علم په اړه مهم دی چې د اوسني انسان ژوند ورسره تړل شوی دی.
دا چې غرب نن د نړۍ په ګوټ ګوټ حکومت کوي اصلي لامل یې په علمي ډګر کې د دوی بېساری پرمختګ دی. د همدې نني غرب کمال دا ؤ چې له نن څخه ۴۰۰ کاله مخکې یې د آتن او مسلمانو علماؤ فلسفې یې راواخستلې او خپل تحقیق یې پرې پیل کړ. دا هو بهو هغه کار ؤ چې یو وخت د عروج په بام ناستو مسلمانانو د دمشق، بغداد او اندلس په کتابخانو او لابراتوارونو کې کړی ؤ.
دا چې نن بیا د مسلمانانو د عروج لمر راختونکی دی زمونږ لومړی وظیفه دا ده چې باید د علم او تحقیق په میدان کې پېشرفت او پرمختګ ته سینه پراخه کړو. دې کې هېڅ شک نشته چې مونږ نشو کولای په اوسنی عصر کې د غرب له تمدن څخه په کاپي کولو دغه لویه تجربه تر سره کړو. دا به هغه وخت کېږي چې مسلمان علماؤ د یو میکانزم له مخې د اسلامي تمدن د بیا احیاء او داسلامي ویښتابې د بیا ځلولو په پار د غربي تمدن کړی کار راواخلي او په نوې بڼه یې تحقیق اړ تعلیم ته لاره برابراه کړي.
که مسلمان علماء او حکمرانان اسلام د یو تمدن او د ژوند تېرولو د اصل په حیث پیژني او غواړي چې مسلمانان بیا هغه تېر برم ته ستانه شي چې د تحقیق او تعلیم په برخه کې جمود زمونږ له غېږې بېل کړی، زه فکر کوم په لاندې ترتیب کار ته اړتیا لیدل کېږي؛
۱. دا چې غربي تمدن د علومو د ترتیب په یوه فلسفه ولاړ دی، له ټولو لومړی کار ښايي دا اوسي چې دغه فلسفه او د ژوند طریقه په علمي استدلال رد شي. په دې برخه کې د عربي او هندي نیمې وچې ډېرو علماؤ کار کړی. اوس اړتیا لیدل کېږي چې دغه کار لا غني شي او د غرب هغه فلسفي بنیاد وننګول شي کوم چې د نړۍ د اوسنیو مشکلاتو زیږنده ده.
۲. په دهمه برخه کې دې ته اړتیا ده چې د اسلامي نړۍ مفکرین او د پوهې خاوندان د اسلام د مبین دین په رڼا کې د علومو نوې فلسفه وړاندې کړي. دې برخه کې د شمالي افریقا، عربي نړۍ او هندي نیمې وچې لویو علماؤ کار کړی خو د دې اړتیا لیدل کېږي چې دغه علوم بیا له سره مطالعه شي او په نوې بڼه د بشریت د ټولو مشکلاتو حل لپاره وړاندې شي.
۳. دریمه برخه د همدې علومو او فنونو نصاب جوړول دي. اسلامي حکومت دا مسؤلیت لري چې د اسلام په رڼا کې پوښل شوي علوم د نصاب برخه وګرځوي او نوي نسل ته د تحقیق او تعلیم زمینه برابره کړي تر څو دوی د راروان قشر مشکلاتو ته د حل لارې پیدا کولو توان او د اسلامي تمدن د پېشرفت او پرمختګ په برخه کې خپله ونډه ولري.
دغه درې برخې کار ښايي په کرښو کې ډېر لنډ ښکاره شي خو په عمل کې د پیړیو کار دی. د وخت د مسلمانو او مخلصو مشرانو مسؤلیت دا دی جې دغه لوی کار ته بنیاد کېږدي.
د یو پرمختللي، هوسا او د علم په ګاڼه سمبال افغانستان په هیله