
د علمي کمزوريو او پرمختګونو اسباب
څرنګه چې انسان په ژوند کې طبعي امورو ته اړتیا لري، تر څو د دنیا فاني ژوند په سمه توګه پرمخ یوسي؛ دا شان تر دې زياته اړتيا علم ته هم لري، تر څو د آخرت اجلي ژوند يې په راحت کې تېره شي؛ ځکه انسان د عبادت لپاره پيدا دی، د کاميابۍ راز یې هم په عبادت کې نغښتی دی او له علم پرته عبادت کول د کاميابۍ ذريعه نه شي جوړیدای.
پخوا زمانه کې علمي پرمختګونه خورا زیات وو، هر څوک تر خپله وسه ديني زدکونکی و، کله چې به يو عالم کوم ښار ته دننه شو؛ نو د ښار دکاندارانو به هم د زدکړې لپاره دکانونه وتړل، د يو عالم په ناسته کې به زرګونه کسان له قلم او کاغذ سره حاضر شو، علمي مينه تر دې کچې عامه وه چې د يوې مسئلې او حديث لپاره به زرګونه کيلو متره سفرونه کيدل، د دديني او دنیوي کارونو لپاره معلومې ورځې ټاکل شوې وې؛ همدا لامل و چې ټوله نړۍ په علم وځليده، څلويښت کلنو علماوو لوی لوی تصنيفونه وکړل او ددوی له علمي پرمختګونو مسلمانانو څه، چې کفارو هم ګټه ترلاسه کړه.
البته موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې ديني معلومات مو د نشت برابر دي، تفصيلي علم څه چې د ايمان په اجمالي او ضروري امورو نا خبره یو، حاجيان له حج څخه راستون شي، خلک يې د تبرک لپاره ټنډې ښکلوي، شپېته کاله يې لمونځونه، صدقې او جهادونه کړي وي؛ خو د علمي کمزورۍ له امله يې يو عبادت هم نه وي قبول شوی ټولنه مو له علمي قحطۍ سره تردې کچې مخ ده چې تجارتي کاروبارونه، معاملې، انفرادي او اجتماعي ژوند په غير اسلامي بڼه روان دی، مسلمان به له خپلې میرمنې سره په داسې حال کې کلونه کلونه تېر کړي وي چې ميرمن ور څخه پخوا لا پردۍ شوې وي.
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي: داسې وخت به راشي چې علم به پورته شي، ناپوهي به زياته شي، زنا او شراب خوري به زياته شي، نارينه به کم شي او ښځې به زياتې شي(رواه البخاري)
نن موږ په همدغه زمانه کې را ګير يو. علماء لیکي چې د دنيوي او اخروي نظام سمون تر پنځو شيانو تړلی دی: ١_ د دين اصلاح ٢_ د عقل اصلاح ٣_ د نسب او نسل اصلاح ٤_ د نفس اصلاح ٥_ د مال اصلاح. دځمکې له مخه د علم په ورکیدو سره په دین کې فساد، په شراب څښلو د عقل فساد، په زنا او فحشا سره په نسلونو کې ګډوډي او فساد او د نارينه وو په کمښت او د ښځو په ډېروالي سره په نفس او مال کې فساد رامنځته کیږي او دا ټول فسادونه د علم په ورکيدو سره رامنځته کیږي. نو په دې اساس ويلای شو چې
نن موږ علمي پرمختګ ته سخته اړتیا لرو. هره وړاندینۍ زمانه خير وي او هره وروستنۍ زمانه له شر او جهل څخه ډکه وي، با استعداده علماء له نړۍ څخه ځي او په بدل کې یې داسي کسان را پورته کیږي چې له خپلې ګمراهۍ سره د نورو د ګمرا کولو لپاره هم لاره هواروي. ورځ تر بلې په دين باندي ناخبري زياتيږي او مسلمانان د کافرو او باطلو ډلو ښکار ګرځي.
له تمهیدي ټکو وروسته راځم دې ته چې په نن زمانه کې د علمي کمزوريو او پرمختګ أسباب څه دي؟
د عملي کمزوريو أسباب:
١_ د علماوو او عامو خلکو تر منځ واټن رامنځته کېدل.
٢_ د دیني مسایلو په پوښتلو کې شرم کول.
٣_ د کتابونو له مطالعې څخه د ګوګل، مجلو او (pdf) کتابونو په مطالعه بسنه کول.
٤_ ټيټ همت او غفلت.
٥_ د ټولنې، مور او پلار لخوا ځوان نسل علمي پرمختګ ته نه هڅول.
٦_ د علمي اسنادو په ترلاسه کولو سره علم ته شا کول.
٧_ په مدارسو کې يوازي د زدکوونکو په زدکړه اکتفا کول او د يوې داسي غوره امتیازي تګلاري نشتوالی چې زدکونکی پرمختګ وکړي.
٨_ په نصابونو کې بې ګټې او د وخت له تقاضاوو لري کتابونه درجول.
٩_ په تعليمي درجو کې ترتيب نه مراعاتول؛ لکه په ابتدايي زدکوونکو باندي د لوړو درجو کتابونه ويل او په انتهايي زدکوونکو د ماشومانو کتابونو ويل.
١٠_ له زدکړو سره ډېر مصروفيتونه او چارې پرمخ وړل، په ځانګړي توګه د روزي پیداکولو لوی فکر کول.
١١_ له ديني تعليم څخه د عامو خلګو غفلت او په دنیوي چارو کې تر حد زيات ډوبیدل؛ چې دا عمل د زدکونکي په ذهن هم تاثیر کوي.
١٢_ په تعليم کې للهیت او اخلاص پريښودل او تعليم ددنیا لپاره کول.
١٣_ د حکومتونو او رسمي ادارو لخوا زدکوونکو ته دومره پاملرنه نه کول؛ څومره پاملرنه چې فلمي ډايرکټرانو، لوبغاړو او سندرغاړو ته کیږي.
١٤_ د زدکوونکو بې وزلي او امکاناتو ته نه لاسرسی.
١٥_ زدکوونکو ته پراخه آزادي او اختيارات ورکول.
١٦_ د علم په فضائلو او مناقبو باندي نا خبري.
١٧_ له استاد، کتاب او مدرسې سره بې ادبي کول.
١٨_ تر علمي زدکړي زيات وخت د انټرنیټ په کارولو تېرول او په انټرنیټ کې فاحش تصويرونه، فلمونه، سریالونه او ډرامې کتل.
کله چې مو د علمي کمزوريو أسباب په ګوته کړو؛ اوس لازمه ده چې د علمي پرمختګ أسباب هم وپیژنو او په تعليمي ډګر کې يې په کار واچوو؛ تر څو زدکوونکي له همهاله کمزوري حالت څخه بهر شي او د علمي ارتقا څخه برخمن شي.
د علمي پرمختګونو أسباب:
١_ د سترو شخصیتونو او علماوو لخوا ولسونه دې ته هڅول چې خپل ماشومان ديني مدارسو او ښونځيو ته ولیږدوي.
٢_ د شرعي علومو لپاره ځانګړې مدرسې جوړول او د تدریس لپاره پکې تکړه علماء ګمارل.
٣_ د زدکوونکو او ښوونکو لپاره اعاشه او د ژوند ضروریات پوره کول؛ ترڅو خپل هدف ته يې زړونه فارغ شي.
٤_ د کتابونو د چاپ اهتمام او کتابونو ته د لاسرسي په وړاندي د شته ستونزو له منځه وړل.
٥_ زدکوونکو ته ستر ستر او پاک شخصيتونه ښودل؛ تر څو هغوی د زدکوونکو لپاره مقتدایان(ايډيالونه) وګرځي او دوی یې پیروی وکړي او علم ته له هغې لارې ور داخل شي، له کومو لارو چې سلف صالحین ور داخل شوي وو.
٦_ په هره مدرسه او جامعه کې زدکوونکو ته د کتابتونونو زمینه برابرول؛ ترڅو دوی وکولای شي د اړتيا په صورت کې د هر فن کتابونو ته مراجعه وکړي او خپله علمي تنده پرې خړوبه کړي.
٧_ په زدکړه کې اخلاص او للهیت(د الله تعالی رضا لټول)
٨_ زدکوونکو ته معاصر آلات برابرول لکه کمپیوټر او الکترونیکي وسائل؛ ځکه دا شيان له دوی سره د علم په تحصيل کې ښه مرسته کولای شي. خو داسي نه چې په معاصرو آلاتو باندي د کتابونو له مطالعې اکتفا وکړي.
٩_ د کتابونو له تدريس سره سره د زدکوونکو په تهذيب، تأدیب، تزکیه او اصلاح ډېر ترکیز کول.
١٠_ د تعليم په هره درجه کې د زدکوونکو د اذهانو برابر هغه کتابونه درجول چې د سلفو صالحينو په ژوند ليکونو مشتمل وي.
١١_ زدکوونکو ته د لوړ همت، سالم فکر، روښانه راتلونکي او ويښ احساس انګیزه ور بښل.
١٢_ په زدکوونکو باندي حلاله نفقه خوړل او له شبهاتو څخه يې لري ژغورل.
١٣_ د زدکوونکو تر ډېروالي استعداد او علمي کمال ته اولویت ورکول.
١٤_ د زدکوونکو لپاره علمي سیالۍ رامنځته کول.
١٥_ له زدکوونکو څخه وخت په وخت ازموینې اخیستل.
١٦_ زدکوونکو ته خپل مسؤلیتونه ور ښودل او اهدافو ته يې متوجه کول.
١٧_ زدکوونکي د وخت په اهمیت پوه کول او د وخت ژغورلو لپاره په درسي نظام کې مناسب تقسیم اوقات جوړول.
١٨_ له مدارسو څخه نا اهله او د فاسدو اغراضو زدکونکي شړل.
کله چې مو د زدکوونکو پرمختګ ته پاملرنه وکړه؛ نو دغه زدکونکي به د راتلونکي رهبران جوړيږي، دوی به د سلفو په څېر دين ته بې ساري خدمتونه کوي، امت به له ګمراهۍ ژغوري او مسلمانان به د جهل له تاريکیو را باسي.
حسان مجاهد