دینې لیکنېلیکنې

د عمر بن عبد العزيز«رح» په زړه پورې کیسه

د عمر بن عبد العزيز – رحمه الله تعالی- په زمانه کې په خلکو وچکالي راغله، يو ټولی خلک د شکايت په نيت ورته راغلل،ورته يې وويل: ای د مؤمنانو اميره! موږ په دغه قحطۍ کې خپلې غوښې خورو او خپلې وينې څښو، يعنې له لوږې مو بدنونه خوار او رنګونه تک ژړ شول، موږ هغه مال ته اړتيا لرو چې تاسو په بيت المال کې جمع کړی دی، دا مال که د الله تعالی د بندګانو حق وي نو موږ هم د الله تعالی بندګان يو، که دغه مال د الله تعالی وي نو الله تعالی خو مال ته اړتيا نه لري او که دغه مال ستاسو او تاسو يې په موږ ولوروئ نو الله تعالی به نيکه بدله درکړي او که زموږ مال وي نو رايې کړه چې ځانونه ورباندي وژغورو.
د عمر زړه ورباندې وسوځېد، اوښکې راوبهيدې او ويې ويل چې ستاسو غوښتنه به ترسره کړم، د خلکو له غوښتنې سره سم يې ډېرڅه ورکړل، کله چې خلکو د تللو اراده وکړه نو عمر ورته وويل: ای خلکو! چيرته ځئ، ايا زما د حالت په اړه الله تعالی ته وړانديز نه کړئ څنګه چې مو د خپل حالت په اړه ماته وړانديز وکړ؟! خلکو فورا د آسمان لور ته مخونه واړول، لاسونه يې پورته کړل ويې ويل: يا الله! ستا په جلال او عزت سره له عمر سره هغسي چلند وکړه څنګه چې عمر ستا له بندګانو سره وکړ. خلک لا له دعا فارغ شوي نه وو چې آسمان وريځ او شړکنده باران پيل شو…
سير الملوك لـنظام الملك_ رحمه الله تعالی.
معاد

عبدالرقیب رقیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *